د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز[1]
له تېرو څو ورځو راهیسې په رسنیو کې د دوستم پرضد د احمد ایشچي څرګندونې او په ننګرهار کې د یوه زورواکي لهخوا په زوره د دوو خوېندو د نکاح کولو خبرونه تاوده وو.
احمد ایشچي، چې د جوزجان پخوانی والي، د جنرال دوستم پخوانی ملګری او د جنبش ګوند پخوانی مرستيال دی، د ولسمشر پر لومړي مرستيال جنرال دوستم تور ولګاوه، چې دی یې د پنځو ورځو لپاره په شخصي زندان کې اچولی او د شکنجو او وهلو ټکولو ترڅنګ خپله دوستم او د هغه ساتونکو پرې د جنسي تېري هڅې او نمايش کړی او بيا يې فلم ترې ډک کړی دی.[2]
دا دوې زړهبوږنوونکې پېښې په هېواد کې یوازې د بشري حقونو د ځپل کېدو بېلګې دي. دا چې د ملي یووالي حکومت پرمهال د ښځو، کډوالو، د قانون نقض کېدو او نورو برخو کې د بشري حقونو وضعیت څه ډول و او مهم عوامل یې څه دي؟ دلته پرې شننه کو
په وروستيو کلونو کې د بشري حقونو وضعیت
د ملي یووالي حکومت په دوهکلنه دوره کې په بېلابېلو برخو کې د بشري حقونو وضعیت د تېرو کلونو په پرتله ښه نه و، چې لاندې يې په څو برخو کې تفصيل لولئ:
د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی:
د ملي یووالي حکومت په لومړي کال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه ۵ سلنه زیاته شوه او په ۱۳۹۴ کال کې د تاوتریخوالي تقریباً ۵۱۳۲ پېښې ثبت شوې. په دغه کال کې د فرخندې زړه بوږنوونکې پېښه وشوه، چې د ارګ په څو کیلومترۍ کې د قران کريم د بېحرمتۍ په تور د سلګونو کسانو لهخوا په عام محضر کې ووهل شوه او د زياتو وهلو له کبله ووژل شوه، بيا موټر پرې وخېژول شو او بيا وسوځول شوه. دغه راز په فاریاب ولایت کې د یوې مېرمنې پزه د خپل مېړه لهخوا پرې شوه او دې ورته نورې زړهبوږنوونکې پېښې وشوې. که څه هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د ۱۳۹۵ کال پوره شمېرې نه دي خپرې شوې؛ خو د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۲۱۸ پېښې ثبت شوې دي، چې ډېری پکې د فزیکي تاوتریخوالي (۳۷۱ پېښې) دي[3].
د جنرال دوستم او احمد ايشچي قضيه:
نه یوازې وروستیو کلونو کې، بلکې د حامد کرزي په دوره کې هم، لوړ پوړو چارواکو له خپلو دندو څخه ناوړه ګټه اخیستې او د بشري حقونو ضد کړنې یې ترسره کړې دي. څو ورځې وړاندې احمد ایشچي د ولسمشر پر لومړي مرستيال جنرال دوستم تور ولګاوه، چې لومړی يې په خپل شخصي زندان کې شکنجه کړی، خپله يې پرې د جنسي تېري هڅه کړې او بيا يې خپلو ساتونکو ته امر کړی، چې ډلهييز تېری پرې وکړي.
د احمد ایشچي څرګندونې په پراخه کچه په کورنيو او نړیوالو رسنیو کې خپرې شوې، هېواد ته یې لویه بدنامي واړوله او هم یې د نړیوالې ټولنې غبرګون وپاراوه. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ اعلامیه خپره کړه او ژمنه یې وکړه چې دا موضوع به په جدیت سره د قضايي او عدلي ارګانونو له لارې تعقیب کړي. دغه راز د جنرال دوستم د جنبش ګوند غړو، د احمد ایشچي ملاتړو او د لویدیځ د دولسو هېوادونو سفیرانو هم په همدې تړاو له ولسمشر سره ولیدل. افغان ولسمشر په همدې تړاو د هېواد له جهادي مشرانو او دیني علماو سره یوه مشورتي غونډه هم وکړه.
که څه هم د افغانستان لویې څارنوالۍ په جنرال دوستم پسې جلب ولېږه، خو د جنرال دوستم دفتر دا جلب غيرقانوني بللی او رد کړی يې دی. د دې ترڅنګ داسې ګنګوسې دي چې ښايي دا موضوع به د کومې جرګې له لارې حل شي. ورته معامله شاید په ننګرهار کې له هغه زورواکي سره هم وشي، چې دوه خویندې يې په زور نکاح کړې. اوسني وضعیت ته په کتلو سره ډېره ممکنه ده، چې هم په جرګه کې د نفوذ له لارې او هم په قضايي او عدلي ارګانونو کې د فساد او د خپل زور له لارې دغه دواړه تورن ځانونه وژغوري؛ خو په دومره لوړه کچه د دا ډول ناوړه پېښو ترسره کول نه یوازې دا چې د هېواد لپاره د شرم وړ خبره ده، بلکې تورن هم د دې وړ نه بولي، چې د هېواد په يوه لویه څوکۍ کېني.
د کډوالو وضعیت:
دا مهال په ګاونډیو، اروپايي هېوادونو او په هېواد کې دننه بېځایه شوي کډوال شته دي. د ملي یووالي حکومت پرمهال په ډېری توګه د دوی بنیادي حقونه هم پایمال شول. په پاکستان کې د ۲۰۱۴ کال په ډسمبر میاشت کې پر يوه پوځي ښوونځي برید وشو او له هغې پېښې وروسته پر افغان کډوالو د ژوند کړۍ راتنګه شوه. ډېری ونیول شول او خپل هېواد ته په اجباري راواستول شول. په پاکستان کې د همدغه توند چلند او بيا د تورخم له جګړې وروسته هېواد ته د کډوالو بېرته راتګ بهير ګړندی شو. اوس د ژمي له راتګ او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې لهخوا د ۴۰۰ ډالرو د ورکړې له تم کېدلو سره دغه پروسه تر څه حده اغېزمنه شوې ده.
دغه راز په ایران کې هم افغان کډوال له ورته برخلیک سره مخ دي؛ خو هلته د بشري او کډوالو د حقونو د ځپل کېدو بل ډول دا دی، چې د تېرو څو کلونو په جریان کې د ایران لهخوا افغان کډوال د سوریې جګړې ته د پیسو په بدل کې او د ایران د حکومت په مدیریت استول شوي دي.
په بل اړخ کې په اروپا کې هم له افغان کډوالو سره توپيري چلند وشو او د کډوالو د نړیوال کنوانسیون پرخلاف او د دوی له خوښې پرته خپل هېواد ته راستانه کړای شول.
په هېواد کې دننه هم داخلي بېځایه شوي، چې اوسمهال یې شمېره ۱.۲ میلیونو ته رسېږي او ډېری د وروستيو ناامنیو له کبله کډوالۍ ته اړ شوي، د ژمي په راتګ سره په سختو شرایطو کې ژوند تېروي او مرستو ته اړتیا لري.
ملکي تلفات:
له ۲۰۰۷ کال راهیسې تر ۲۰۱۵ کال پورې په افغانستان کې د ملکیانو تلفات کال په کال په زیاتېدو شول. له ۲۰۰۷ کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې تقریباً ۵۸۷۳۶ ملکیانو ته تلفات واوښتل. د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما د یوه رپوټ له مخې د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۲۵۶۰ ملکي وګړي ووژل شول او له ۵۸۳۰ زیات ټپيان شول او په مجموع کې ۸۳۹۰ ملکیانو ته تلفات واوښتل، چې دا بیا د ۲۰۱۵ کال په پرتله یو سلنه زیاتوالی ښيي[4].
په روان کال کې د ملکیانو د تلفاتو تر شا عمده عوامل جګړه، چاودنې، د داعش وسلهوالې ډلې فعاليت، د حکومت نظامي عملیات او د ولسوالیو سقوطونه وو.
د بهرنیانو رول:
د انساني حقونو د پایمالولو په برخه کې بهرني سرتېري هم په جدي ډول ښکېل پاتې شوي. د بېلګې په ډول د کندز د لومړي او دویم سقوط پرمهال د امریکایانو په بمبارۍ کې ډېر ملکیان ووژل شول. د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر میاشت کې د امریکا یوې جنګي الوتکې په مکرر ډول په کندز کې د بېسرحده ډاکترانو پر روغتون بمباري وکړه، چې له کبله يې لسګونه بېګناه انسانان ووژل شول. دا په داسې حال کې وه، چې د بېسرحده ډاکټرانو روغتون افغان حکومت او بهرنیان د بمبار پر مهال په جريان کې اچولي وو. د کندز د دویم سقوط پرمهال هم امریکایانو ورته عمل وکړ او له کبله یې یو شمېر بېګناه ماشومان ووژل شول.
دا يوازېنۍ پېښې نه دي، بلکې امريکايي ځواکونو په تېره يوهنيمه لسيزه کې بېشمېره ورته عملونه کړي. په دې تړاو نمایشي محکمې هم دايرې شوې؛ خو مجرمینو ته یې جزاوې نه دي ورکړل شوې.
د بشري حقونو د پايمالېدو عوامل
د ملي یووالي حکومت پرمهال د بشري حقونو د پایمالېدو تر شا عمده عوامل په لاندې ډول دي:
- ناامنۍ او جګړې؛ عموماً د جګړو او ناامنیو پرمهال بشري حقونه ډېر ځپل کېږي. همدا لامل دی، چې په افغانستان کې د جګړو له کبله ملکي تلفات زیات شوي او نور بشري حقونه هم پایمال کېږي. په افغانستان کې په وروستیو څو کلونو کې د هېواد عمومي امنیتي وضعیت د تېرو کلونو په پرتله خراب شوی. د ملګرو ملتونو سازمان د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې ۲۲۶۳۴ امنیتي پېښې شوې، چې له ۲۰۰۱ کال وروسته یوازې له ۲۰۱۱ کال پرته په یوه کال کې تر ټولو زیاتې پېښې وې. له دغو امنیتي پېښو څخه ۴۹ سلنه يې په هلمند، کندهار، غزني، کونړ او ننګرهار کې شوې وې[5]. دغه راز د ۲۰۱۶ کال له پيل څخه د اګست تر ۱۵مې نېټې پورې په افغانستان کې ۱۶۱۳۲ امنیتي پېښې شوې دي، چې له دغو پېښو څخه ۶۱.۳ سلنه يې وسلهوالې جګړې او ۱۷.۹۶ سلنه يې چاودنې جوړوي[6].
- د حکومت کمزوری حاکمیت؛ د روانې ناامنۍ او جګړې له کبله ده، چې په هېواد کې د حکومت د نفوذ سیمه کمېږي، حکومت نه شي کولای چې په ټول هېواد خپله ولکه او حاکمیت ټینګ کړي. څومره یې چې په هېواد حاکمیت کم وي، هومره ډېره شونې ده، چې بشري حقونه وځپل شي. په افغانستان کې د امریکا د سرمفتش ادارې (سیګار) د راپور له مخې د ۲۰۱۶ کال تر جون میاشتې پورې د افغان حکومت تر کنټرول لاندې سیمه ۶۵.۶ سلنه وه او د کال له پيل څخه پنځه سلنه کمه شوې[7].
- د قانون نه پلي کېدل؛ د قانون نه پلي کېدل بل لامل دی، چې له کبله يې په پراخ ډول بشري حقونه پايمال کېږي. په حکومت کې د شته زورواکانو له کبله د مجرمینو پر وړاندې سمه مبارزه نه کېږي، دوی د همدغو زورواکانو د نفوذ له کبله یا نیول کېږي نه، که ونیول هم شي، نو ډېر ژر يې له بنده خلاصون ممکن کېږي.
- اداري فساد؛ په حکومت کې او په تېره بيا عدلي، قضايي او امنیتي ارګانونو کې پراخ اداري فساد هم د بشري حقونو پایمالول ډېر اسانه کړي؛ ځکه د مجرمینو له نیول کېدو څخه د دوی پرضد د پرېکړې تر کولو پورې ټوله پروسه د اداري فساد تر اغېزې لاندې ده او همدا لامل دی، چې د مجرمينو پرضد کوم جدي ګام نه اخیستل کېږي او دغه کار بیا نور هم هڅوي، څو ورته کارونه په لا ډېره زړورتیا سره وکړي.
[1] د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز يو غيردولتي ارګان دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې تاسيس شوی دی. اړيکې: ۰۷۸۴۰۸۹۵۹۰، [email protected]، وېبپاڼه: www.csrskabul.com
[2] د نورو معلوماتو لپاره د بي بي سي دغه رپوټ ته مراجعه وکړئ:
http://www.bbc.com/pashto/afghanistan-38308098
[3] See online:
[4] طلوع نیوز، یوناما د ۲۰۱۶ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د ملکي کسانو مرګ ژوبلې په اړه خپل راپور خپور کړ، د طلوع نیوز پښتو ویپ پاڼه، د تلې ۲۸مه ۱۳۹۵ کال، پرلیکه بڼه:
[5] United Nations, General Assembly, The situation in Afghanistan and its implications for international peace and security, A/70.775-S/2016/218 (7 March 2016), p: 4
[6] United Nations, General Assembly, The situation in Afghanistan and its implications for international peace and security, A/70/1033/-S/2016/768 (7 Sep 2016), p: 4-7
[7] Shereena Qazi and Yarno Ritzen, Afghanistan: Who controls what, Aljazeera English, 15 Sep 2016, see it online:< http://www.aljazeera.com/indepth/interactive/2016/08/afghanistan-controls-160823083528213.html>