محمد ابراهیم سپېڅلی

برايي شپه خدای په یو ډول سهار کړه، خو د چرګانو اذانونه مي وانه ورېدل

غوږ مي نیولی دی، لکن د ملا اذانونه مي هم ترغوږ نه سول.

یوڅه نوره هم روښنايي سوه، خو پر سړک د موټرونو او نورو عراده جاتو ږغ او ږوغ نه سته، نوري ورځي به دا وخت د چرګانو له اذانونوسره د موټرانو د تګ راتګ ږغ او هارونونه هم اورېدل کېدل.

د ښار ددوکانونو د دروازو د پرانیستل کيدوکږهاری به مي هم اورېدی، خو نن له رڼا کیدو سره د ښار د دوکانونو دروازې نه خلاصیږي.

دادی لمر څرک سو، خو ښارهغسي تړلی دی.

همدااوس ټول خلک په کورونو کي ناڅرګندي ایندې ته فکر وړي دي، ځکه  نن د ښار ټوله فضاء بدله ده .

پر سړک یوازي د پولیسو  رنجر موټرونه تیز تیریږي او کله ناکله د خطر هارنونه هم ږغوي.

لمر یوڅه راتود سوی اود ښار په ځینو کوڅو کي د کلاشنکوفونو ډزي اوریدل کیږي، خدايه خیر کړي !!

دادی درانه ټکان هم شروع سول.

د پولیسو وارخطاء نارې اود ټکانو درانه ږغونه نورهم رانژدې سول.

درې کلنه مسلمه په مور اود هغې څلور کلن ورور سلیمان په پلار پوري ټینګ نښتي او هرځل، چي ټکان تیز سي، نو دوی نورهم پر مور اوپلار ځانونه ټینګ کړي.

ټول انسانان په خپلو کورونو کي بندیان اوڅوک د چاله حاله خبر نه دي

ښارتړلی دی، هیڅوک جرائت نه سي کولای، چي له کوره سر راوباسي.

مسلمه او کوچنی ورور يې له هرټک سره ډیر بیریږي.

نن ورځ په ټکانو، نارو، ژړا، وارخطايي او بیره ماښام سو

مسلمه وږې ده، سلیمان هم وږی دی، یوازي ژاړي

په کورکي اوړه نه سته، په دسترخوان کي ددوو ورځو سړه ډوډۍ هم نوره نه ده پاته

د مسلمې د مور اوپلار زړه خوړل کیږي، مګر څه وکړي هري خواته سرې مرمۍ اوري.

لوږه، مسکیني،داولادونو ژړا او پرښار پردۍ جګړه هغه څه دي، چي وارپه وار پر کورنیو د ژوند کړۍ تنګوي.

ښار درې شپې نورهم د پردې جګړې په اورکي وسوځېد، له ډېر انتظار وروسته تازه دمي سرتیري د جګړې کرښي ته راورسیدل.

د ښارکلابندي ماته سوه، سرتیرو پرمختګ وکړ، د درنو او سپکو وسلو ږغونه له ښاره ګوښه سول.

له اوږدې جګړې وروسته سهار بیا د چرګانونه اذانونه سول او ښار پرانیستل سو

د ښار پرسړکونو د لویو او کوچنیو موټرونو ګڼه ګوڼه زیاته ده، خلک د مخکي په ډول خپلو کارونو ته روان دي، خو افسوس، چي په ښارکي د ځینو کورونو دروازې لکه د مسلمې دوی د کور دروازې په ډول  همداسي تړلي پاتي دي  !!!

۲۴ – ۱۲ – ۲۰۱۶

کندهارښار، چوڼۍ

دغه کالم د (سرخط ورځپاڼي) په ۴۰۲ ګڼه کي هم خپورسوی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *