تاند- جنرال دوستم ته نژدې سرچینې وايي چې هلې ځلې روانې دي چې په شبرعان کې د ازبکو په یوه لویه قومي جرګه کې د ملي یووالي د حکومت د ملاتړ یا نه ملاتړ په اړه پرېکړه وشي.
د دې غونډې د جوړېدو لپاره د تیاري خبر په داسي حال کې ورکول کېږي چې د جنرال دوستم د دفتر رييس ښاغلي فرهمند د حنرال دوستم د فېسبوک په رسمي پاڼه کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ته په ځواب کې ویلي چې د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال چوکۍ د اجرايي ریاست په شان د امریکا، لوېدیځو هیوادونو او ارګوالو تحفه نه ده چې هر وخت یې زړه وي چا ته یې ورکړي او یا یې هم بېرته ورڅخه واخلي.
په دې خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی شوی چې «د جنرال دوستم حذف به د افغانستان د ستر ملت حذف او د ملت حذف د افغانستان د حکومت حذف وي.»
د خبرپاڼې په دوام کې راغلي«دا مبالغه نه ده، بلکې حقیقت دی چې باید امریکا او لوېدیځ هیوادونه او غلام ارګوال یې ومني، که موږ نه یوو تاسو به هم نه یاست.»
له بلې خوا دوستم او پلویان یې هڅه کوي چې په شمال کې د ازبکو یوه جرګه جوړه کړي څو د ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت د ملاتړ یا نه ملاتړ په اړه پرېکړه وکړي.
د دوستم ملي غورځنګ ته نژدې سرچینې وايي چې په دې جرګه کې به د افغانستان په شمال کې د حکومتي سیستم د څرنګوالي په اړه هم پرېکړې وشي.
د دوستم پلویانو په فېسبوکي پیغامونو کې ویلي چې څو بهرنیو چګپوړو چارواکو له جنرال دوستم سره په جلا جلا تماسونو کې نوموړي ته د همکارۍ ژمنه ورکړې ده.
دا تلاشونه تول استخباراتی دسایس دی چی نه غواړی افغانستان کی مرکزی قوی دولت وجود ولری او همیشه غواړی چی داسی هرج و مرج وی او جنگسالاری قانون حاکم وی او جنگسالاران به د پردی استخباراتو په دالرو او پیسو باندی خپلی چړچی کوی او خلک به ددوی په لاس تول عمر گروگان وی؛
دوستم سم له څانه فرعون جوړ کړی دنیا او افغانستان ستا په ښکر ندی ولاړ خلک به دی خوله تر ستونی څیری کړی افسوس چی داود خان مو وخوړ ګني ستا غونده بیشرمه قوم څای خو معلوم وو . دوی وایی چی دا حکومت د امریکا لاس پوڅی دی ولی دوی ویلی چی خارجی مشرانو له دوی سره همکار دی د روس مزدور او وطن فروش کم د خلکو کورونه دی وران کړل خبر نه یی بچیه له سیاسته د زرګونو افغانانو وینه بیځایه نده تویی شوی همداسی به سپک او روک وی انشالله