تاند- په ژمي کې له لارو او کوڅو څخه د معتادانو د راټولولو د کمپاین په لومړي پړاو کې نن /یکشنبه/ د کابل په لوېدیځ کې د پُل سوخته له لاندې په سلګونو معتادان د درملنې او ساتنې لپاره فینکس کمپ ته ولېږدول شول.

فینکس، چې پخوا په کابل کې د ناټو ځواکونو اډه وه، اوس د مخدرو موادو د معتادانو په درملځي بدل شوی دی.

امنیتي ځواکونو د عامې روغتیا د وزارت د مامورینو په ملتیا له پُل سوخته څخه ۴۰۰ تنه فینکس یا د هیلې احیا مرکز ته ورسول.

دغو کسانو تر پُل سوخته لاندې شپې سبا کولې او اوس چې هوا سړه شوې او لا هم پسې سړېږي، ژوند یې له جدي خطر سره مخامخ و.

په فینکس یا د هیلې احیا مرکز کې یو نیم زر تنه ځاییږي خو اوس یو زرو ۵۰ تنه پکې تر درملنې لاندې دي.

2په دغه مرکز کې هر معتاد ۹۰ ورځې ساتل کېږي او که ډاډ ترلاسه شو چې په ۹۰ ورځې کې یې نشه پرې ایښې ده، عادي ژوند ته ستنول کېږي.

خو اکثره معتادان له درملنې وروسته بیا نشو ته پناه وړي ځکه چې د کورنۍ غړي ورته سمه پاملرنه نه کوي.

تر دې پخوا هم د پُل سوخته له لاندې ۵۰۰ روږدي ټول کړای شوي ول.

د روغتیا وزارت وايي چې د کورنیو چارو او له مخدرو موادو سره د مبارزې د وزارتونو په همکارۍ به په بل پړاو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د معتادانو د ټولولو او درملنې لپاره هلې ځلې پیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *