صفي الله ملاخېل

ډیورنډ کرښه چې د افغان ملت پر سینه راکش شوې، دمګړې د افغانستان لپاره په یوه سترې ننګونې بدله شوې، افغانانو د تاریخ په اوږدو کې چیغې او نارې وهلي چې دغه کرښه د دوی پر سینه په ظالمانه توګه راکش شوې، یو کور یې په دوه برخو ویشلی، د یوه کور ځمکه یې سره بیله کړې، وروڼه ولسونه یې سره ویشلي او په ټوله کې ملت یې سره ویشلی او لا هم پر دغه دریځ ولاړ دي.

 د افغان کلمې له یادولو مې موخه لر او بر افغانان دي، هغه افغانان چې دغې کرغیړنې کرښې له یو بل څخه جلا کړي دي او د یو بل په ارمان یې کړي. ځکه خو بیا هم وایم چې هم د کوزې خوا پښتانه افغانان دغه کرښه په رسمیت نه پيژني او هم بر افغانان.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون په کابل کې یوه کنفرانس ته په خبرو کې یو ځل بیا په خپل دریځ ـ چې په حقیقت کې د ټول افغان ولس دریځ دی ـ ټینګار وکړ او دغه کرښه یې د واحد افغان ملت بیلوونکې او کرغیړنه وبلله. هغه وویل، د کرښې سرنوشت به ولسونه ټاکي، نه حکومتونه. نوموړي دا هم وویل چې د ډیورنډ کرښې په اړه د افغانانو دریځ له پاکستان سره د دښمنۍ په معنا نه دی، ځکه په وینا یې دا هغه زخم یا درد دی چې د پاکستان تر تشکیل مخکې د ښکیلاک ګر انګریزي ځواک له خوا رامنځته شوی، ځکه نو پاکستان نه ملامتیږي.

که څه هم د ډیورنډ کرښې او تر یو ځایه د پاکستان په برخه کې د کرزي څرګندونې پر ځای او دقیقې وې، خو دا چې وايي، د ډیورنډ کرښې به مسئله کې پاکستان ملامت نه دی، زه یې نه شم منلی، دا سمه ده چې دغه کرښه د پاکستان له خوا پر افغانانو نه ده تپیل شوې، خو دا هم پر ځای خبره ده چې پاکستان د دغې کرښې سزا د تاریخ په اوږدو کې لر او بر افغانانو ته ورکړې ده، هم یې په افغانستان کې افغانان ځپلي او هم یې په کوزه پښتونخوا کې مظلومان ځورولي او دغه لړۍ له بده مرغه لا هم روانه ده.

پاکستان د خپلو موخو ­ـ چې ډیورنډ کرښه یې پر سر کې ځای لري ـ ته د رسیدو په خاطر هغه کارونه وکړل چې نه شي هیریدای او تاریخ په کانګو راولي، دوی نه یوازې دا چې ډیورنډ خپل حق بولي، بلکې غواړي افغانستان هم خپله برخه وګرځوي، دوی د خپل دغه هدف په موخه لسګونه کاله کیږي جنیګیږي، همدا اوس هم افغانستان د پاکستان د نا اعلان شوې جګړې سره مخ دی او هره ورځ افغان سرتیري په خپل هیواد افغانستان کې له پاکستاني جنګیایلو سره جنګیږي او د خپل هیواد د ساتلو لپاره هڅې او هاند کوي. په دغه مبارزه کې ګڼ شمیر افغانان شهیدان شوي دي، چې افغانان به یې تل یاد ژوندی ساتي او د ملي اتلانو په توګه به یې درناوي کوي.

پاکستان د ډیورنډ هدف د تر لاسه کولو په موخه د کرښې په هغې خوا کې د سخت دریځۍ پدیدې ته رونق ورکړ او د هغې خوا پښتانه یې په یوه داسې اور کې راښکیل کړل چې ژغورل یې خورا ګران کار دی، دوی د اسلام هغه مرکز چې دین یې تر پنجاب او هندوستانه ورساوه د سخت دریځۍ په اور کې واچاوه، هغه اور چې مړه کول یې د هر کدو کار نه دی او ور سره مبارزه پوره هوډ، هوښیارتیا او دیندارۍ ته اړتیا لري. همدا اوس هم پاکستان د دواړو خواوو د مظلومو ولسونو د ځپلو او له منځه وړلو په هدف هر ډول توطیې او دسیسې په لاره اچوي، د کرښې په اوږدو کې د دروازو له درولو نیولې بیا د پاسپورټونو تر موضوع، دغه ټولې هڅې د لر او بر افغان د ویشلو د لړۍ برخه ده.

خو افغانان که څومره هم وځوریږي او په کراتو پر ځمکه ولویږي او راپورته شي، له خپل هدفه نه شي اوښتی، که یې لسګونه کاله درد، غم او شکنجې وګاللې غم یې ځکه نه کوي، چې یوه ورځ به خپل نیم وجود، بیرته خپل کړي.

کوزه خاوره د افغانستان نیم وجود دی او تر هغو چې دغه وجود له خپل اصلي برخې سره یو ځای شوی نه وي، نه افغانستان ارامیدای شي، نه سیمه او نه هم نړۍ. نړیواله باید درک کړي تر هغو چې د افغانستان تاریخي حدود او بشپړه خپلواکي نه وي تضمین شوي، ستونزې به دغه شان روانې وي. د حل یوازینۍ لار هم دا ده چې د ډیورنډ کرښې د سرنوشت مسئله په خپله ولس ته پرېښودل شي.

افغانان نه غواړي د ډیورنډ کرښې پر سر له پاکستان او یا بل هیواد سره په جګړه کې ښکیل شي، خو دا یې دیني، ایماني او انساني حق دی چې باید د خپل سرنوشت پرېکړه په خپله وکړي، ځکه که زموږ د سرنوشت فیصله بل څوک کوي، نو نتیجه به یې لکه د ډیورنډه پلیته پرېکړه دردناکه او ظالمانه وي، که د بهرنیو هیوادونو مداخلو او تحمیلونو که نتیجه ورکولی، نو نن به د ډیورنډ کرښې په شان د ناسور زخم دلته نه وای موجود!

یو ځل بیا ټینګار کوم چې د ډیورنډ کرښې د سرنوشت موضوع ـ چې افغان ملت او سیمه سوله ییزې او روښانه راتلونکې ته رسولی شي ـ باید ولسونو ته محول شي نه حکومتونو ته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *