خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۵-۱۰-۵

کندهار، افغانستان- مرستيال والي عبدالعلي شمسي نن سهار په يوه خصوصي سالون کي د سيستان-بلوچستان د صنعتکارانو، تعليمي ادارو، زراعت او سوداګرۍ په برخه کي له راغلو مسئولينو سره وکتل او پر دوه اړخيزو سوداګريزو اړيکو يې بحث وکړ.

د ايران له سيستان-بلوچستان ايالت څخه کندهار ته د سوداګريزو اړيکو د پراختيا په موخه ځانګړی څو کسيز پلاوی راغلی دی او دلته يې د خپلو توليداتو يو لوی نندارتون جوړ کړی چي سبا به پرانيستل سي.

د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي له اړوندو مسئولينو سره په کتنه کي وويل چي که د کندهار سوداګرو ته د صنعت، سوداګرۍ، زراعت او تعليم په برخو کي اسانتياوي برابري سي، نو کندهاري سوداګر به د نورو هيوادونو پر ځای له ايران سره سوداګريزو اړيکو ته لا پراختيا ورکړي. هغه زياته کړه په دغو ورځو کي دي د هري برخي مسئولين د کندهار له سوداګرو سره ګروپي ناستي وکړي، پر ګډي همکارۍ او پانګوني دي هر اړخيز بحث وکړي او خپلي غوښتني او وړانديزونه دي له يو بل سره مطرح کړي، تر څو يوې نهايي پايلي ته ورسيږو او سوداګريزو اړيکو ته عملاً پراختيا ورکړو.

ښاغلي شمسي له راغلي پلاوي څخه مننه وکړه چي له کاله يې د ۱۰۰ تعليمي بورسونو اعلان وکړ او ويې ويل چي د کندهار پوهنتون مسئولين دي له دوی سره د بورسونو پر طرزالعمل خبري وکړي.

نوموړي وويل چي کندهاري سوداګرو ته په چابهار بند کي اسانتياوي مهيا کول، د روغتيا په برخه کي همکاري او په صنعت کي به ګډه پانګونه د دواړو هيوادو پر اړيکو ښه اغېز ولري. هغه زیاته کړه: زموږ سوداګر له پاکستان سره ډېري ستونزي لري. د پاکستان له خوا د قصدي ستونزو پر ايجاد سربېره سياسي مسايلو سوداګرو ته زیانونه رسولي دي.

ښاغلي شمسي ټينګار وکړ چي د سيستان-بلوچستان او کندهار سوداګر دي د دواړو هيوادونو د قوانينو په پام کي نيولو سره پر ګډي پانګوني او د مشترکو شرکتونو پر جوړولو بحث وکړي. نوموړي د کندهار د امنيت په اړه ډاډ ورکړ او ويې ويل چي دلته د ډېرو ولايتونو په پرتله پانګوني ته زمينه برابره ده او ولايت مقام هر ډول لازمي همکارۍ ته چمتو دی.

د کندهار سوداګرو، صنعتکارانو، د پوهنتون مسئولینو او د اړوندو دولتي ادارو مسئولينو د سوداګريزو اړيکو او اسانتياوو، ګمرکي مسايلو، زراعت، روغتيا او پانګوني په باب خپلي غوښتني او پېشنهادونه وړاندي کړل او ويې ويل چي په راتلونکو درو ورځو کي به له ايراني پلاوي سره هر اړخيزي خبري وکړي.

په غونډه کي د ايران د سيستان-بلوچستان د صنعت، ګمرک، سوداګرۍ، تعليم او چابهار بندر مسئولينو د خپلو ساحو په باب توضيحات وړاندي کړل، د ګډي پانګوني، په چابهار بندر کي د اسانتياوو د برابرولو، له کاله د ۱۰۰ تعلیمي بورسونو د ورکړي او د سوداګريزو اړيکو د پراختيا ژمني يې وکړې.

ياد پلاوی سبا په کندهار کي د سيستان-بلوچستان د توليداتو يو لوی نندارتون لري او په دې نندارتون کي به ګڼ شمېر سوداګر او صنعتکاران برخه واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *