ګډ ژوند خپل خواږه او ترخه لري. مينه او متقابل درک د جوړو ژوند ښايسته کوي او د يوبل تر څنګ د اوسېدو په خوند يې پوهوي، کېدای شي په داسې ماحول کې مېرمن او خاوند دواړه هڅه وکړي چې يو بل ته خپلې خوږې خاطرې ووايي، دغسې وختونه شايد په خاصو او غير خاصو مناسبتونو کې راشي.

که تاسې د داسې موقع په لټه کې ياست چې خپلې مېرمن ته خپلې خاطرې او د ګډ ژوند د بېلابېلو حالاتو خاطرې وواياست نو د واده کاليزه بهترين فرصت دی، د خوشاله جوړو لپاره د واده ورځ يوه نه هېرېدونکې ورځ ده او قدرداني يې ځکه خوږه ده چې د دواړه جانبو وجودونه ورسره نوې ساه اخلي او يو بل ته يې اهميت لازياتيږي.

کله چې دوه کسان د مېرمن او خاوند په توګه ګډ ژوند پيلوي اوضاع او د ژوند مسير يوه څه فرق کوي، د واده لومړی کال د سختۍ کال دی ځکه جوړې بايد د يوبل له خويونو سره توافق پکې وکړي او د يو بل د زغملو رازونه پيدا کړي.

په دې کال ډېرې ښې او بدې حادېثې رامنځته کيږي، ډېرې خبرې تبادله کيږي، ډېر هسکې ټيټي راځي او … نو بيناّ د واده لومړۍ کاليزه د دواړو لپاره يوه فوق العاده ورځ ده.

د دې ورځې ډالۍ هم بايد داسې وي چې د دغه ورځې له بڼې او غوښتنو سره برابرې وي. د دې لپاره چې د دغه ورځې لپاره بې مثاله ډالۍ تياره کړئ لږ فکر وکړئ، خلاقيت په کار واچوي … او له لاندې لارو چارو هم ګټه واخلئ.

۱ ـ د عکسونو البوم

Wedding. range د دې ورځې لپاره تر ګردو رومانتيکه ډالۍ د عکسونو البوم دی، ښه داده چې په دغه البوم کې د واده د ټولو عکاسي شوو صحنو عکسونه کېږدئ، له هغې ورځې چې تاسې د يو بل ژوند ته ننوتلي ياست او آن تر ننه پورې.

پام مو وي چې دغه عکسونه په خاص مهارت ترتيب کړئ  پخواني عکسونه اول سره کې کيږدئ او په ترتيب تر پايه د هرې راتلونکې خوښئ عکسونه نصب کړئ.

تاسې کولی شئ له هر تصوير سره خپله در يا دېدونکې خاطره او ياهم يوه مينه ناکه عاطفي جمله د عکس په يوه څنډه وليکئ، ممکن د ځينې خاصو ورځو عکسونه مو هم اخستي وي، د همدې عکسونو سره غوټه احساسات مو هم د عکسونو په لمنو ټايپ کړئ. دا ډالۍ مو بيا مېرمنې ته ورکړئ، دا بهترينه ډالۍ ده.

۲ ـ ځانګړی ساعت يا لاکېت

اکثره کسان له ګړۍ د ډالۍ په توګه کار اخلي او شايد ستاسې مېرمن به خامخا ګړۍ لري هم. مګر دلته د يوه ځانګړي ساعت په اړه خبرې کوو، که تاسې ښار کې ورګرځئ او لټون وکړئ ممکن داسې ساعت پيدا کړۍ چې په هغه کې د عکس د نصب کېدو امکان وي، همدا ساعت واخلئ، عکس پکې انسټال کړئ داسې عکس چې ستاسې ګډ عکس وي. د ساعت په پرځای له لاکېټ هم کار اخستی شئ، تاسې به داسې کوچني لاکتونه ليدلي وي چې د زړه په موډ جوړ وي او چې پرانستل شي په منځ کې يې عکسونه وي، دا پردي عکسونه لرې کړئ او پرځای خپل عکسونه کېږدئ او بيا يې خپلې مېرمن ته د کالېزې د ډالۍ په پار په خاص مناسبت کې ورکړئ.

۳ ـ کتاب يا ليک

love-wallpapersنورې ډالۍ هم شته مثلا کتاب دی، د واده د کالېزه په وخت کولی شئ يو د مينې ناول واخلئ او خپلې مېرمن ته يې ډالۍ کړئ، په کتاب سربېره داسې هم ممکنه ده چې د خپل زړه ټولې خبرې او د خپل ګډ ژوند خوږې خاطرې په يوه هنري بڼه وليکئ او بيا همدا ليک د کالېزې د پروګرام پر مهال د خاصې ډالۍ په توګه خپلې مېرمن ته ورکړئ. تر ليک او کتاب و هاخوا هغه فلمونه هم په ګډه کتلی شئ چې د مينې کيسه لري او ستاسې له ژوند سره ورته والی لري.

۴ ـ يوه CD ترتيب کړئ

که ستاسې د واده زيات وخت وتلی وي او ماشومان هم لرئ، نو خامخا به مو له ماشومانو سره هم عکسونه اخستي وي، دغسې به مو له نورو دوستانو او خپلوانو سره هم ګډ عکسونه موجود وي، داسې وکړئ چې يوه CD بازار کې راونيسې او ټول هغه عکسونه چې تا يا ستا مېرمن، ماشومانو او کورنۍ پورې اړه لري راټول کړئ، که د خپل او د مېرمن د ماشومتوب عکسونه وي نو بهتره ده هغه هم ورسره يو ځای کړئ او بيا يې له هغه موزيک او سندرو سره مکس کړئ چې ستاسې د مېرمن خوښيږي، که فرض کړه د سندرې او موزيک شوق يې نه وي همداسې خالي او بې غږه يې هم مکس کولی شي خو موزيک يې خوند زياتوي… نو له خپلو ټولو يوه موزيکاله ويډيو جوړه کړئ او دغه وېډويو په CD کې رايټ کړئ او خپلې مېرمن ته يې ورکړئ.

د دې ډاليو تر څنګ تاسې کولی شئ نورې ډالۍ هم وکاروئ، مثلا که تاسې هېڅ عکسونه نلرئ نو پروانلري، البوم يا CD پرځای ګوتمې، جامې، لاکېت، ګلونه… ورته واخلئ.

د دې ورځې لمانځلوته د ګناه او ثواب له اړخه مه ګورئ، يوازې په دې اړه يې فکر وکړئ چې ستاسې يانې خاوند او مېرمن تر منځ په لانږدوالي، خوشالي، مينه، باور، برياليتوب، د ماشومانو د روح او روان په سمه روزنه کې څومره رول لوبولی شي د الله پاک قول دی چې : زموږ عمال زموږ په نيت پورې تړلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *