لینکا د سپي له غړوندي پړی پرانیست. سپی د ځنګله لور ته روان شو. لینکا پسې نارې کړې. سپي وځغاستل. نجلۍ د سپي پړی په خپل لاس کې له قهره وڅانډه او کلک کلک ګامونه یې د ځنګله خواته پسې واخیستل.

ځنګله ته چې نژدې شوه پورته یې وکتل. تورو وریځو ماښام رامخته کړی و، که څه هم د لمر پریوتو وخت لا نه و رارسیدلی، خو ماښامنۍ تیارې ورو ورو د ځنګله منځ ته غځونې کولې. لینکا سپی ته په نوم ورنارې کړې:

« ستېن ستېن »

هیڅ غږ راغبرګ نه شو. یوازې شمال ته د ځنګله د ونو سرونه رپیدل او یو نیم ځل به د شپيلکي غوندې غږ د ونو له منځه راووت.

لینکا د ګریوانه خلاصه شوې ټنۍ وتړله،  داسې څرپی یې ترغوږو شو لکه څوک چې ورپسې وي. د سپي پړی یې په موټ کې ټینګ کړ او ګړندۍ شوه. شاته یې وکتل، څوک نه و. زړه یې وکړ چې سپي ته ورنارې کړي خو د بیګانه ګامونو غږ یې په غوږ کې انګازه وکړه. منډه یې کړه. سپي ته یې ساه نیولې نارې کړې:

« ستېن…ستېن»

 د شمال له غږ پرته یې څه وانه وریدل. تیزه شوه. شاته یې مخ واړاوه. پښه یې د اره شوې ونې په ډډ کې ونښته او وپرتله.

ورو ورو یې ستما واوریده. سترګې یې پرانیستې، مخ یې لوند و،  (ستېن) یې سرته وکوړنچیده او لکۍ یې ووهله. دا په زګیروي راپاڅیده. شمال دریدلی و، ځنګل تیاره شوی و. پر پاڼو دانه دانه باران وریده او ټک ټک یې کاوه.

پراګ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *