د روسیې،. چین او پاکستان درې اړخیز ايتلاف

تاند- د افغانستان له مخالفت سره سره د روسیې، چین او پاکستان استازي نن /سې شنبه/ په مسکو کې راټولېږي چې د افغانستان په اړه درې اړخیزه غونډه وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی شکېب مستغني د دې غونډې په درشل کې وویل«د دې درې اړخیزې غونډې د هدف په اړه زموږ له حکومت سره مشوره نه ده شوې.»

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نفیس زکریا امریکا ږغ ته وویل«دا د افغانستان د حالاتو په شمول د سیمې د سولې او امنیت پر مسلو د نارسمي بحثونو یو له وړاندې موجود چوکاټ دی.»

په دې غونډه کې به د پاکستان د پلاوي مشري د دغه هیواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عزیز چودري وکړي.

پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نه لري.

ټاکل شوې ده چې د پاکستان، چین او روسیې د دې درې اړخیز ګروپ په راتلونکو غونډو کې ایران هم شامل شي.

دا ګروپ تقریباً هغه ايتلاف ته ورته والی لري چې په نوي یمه لسیزه کې د طالبانو پر ضد ایران، روسیې او هند جوړ کړی و خو دا ځل هند په دې ډله کې شامل نه دی، د هند ځای پاکستان نیولی دی.

چینايي او روسي چارواکي ظاهراً وايي چې په افغانستان کې د داعش زیاتېدونکو فعالیتونو دوی اړ ایستلي چې په ګډه هلې ځلې پیل کړي.

ایران هم د داعش له فعالیتونو سخت اندېښمن دی خو پر پاکستان شک کېږي چې د داعش ډلې په رامنځته کولو کې یې رول لرلی څو د سیمې هیوادونه مجبوره کړي چې طالبانو ته لاس ورکړي.

په ننګرهار کې خلک وايي چې د داعش په سلو کې ۹۹ غړي د ډیورند کرښې د پوري غاړي اوسېدونکي دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هم د روسیې، چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه د پوښتنې وړ او مشکوکه بللې ده.

خو روسي چارواکي وايي چې دا کاري ډله د افغانستان په شمول د سیمې له هیوادونو سره د مسکو په څو پیل کړیو نوښتونو کې شمېرل کېږي څو د داعش د نفوذ د مخنیوي لپاره د پراخې همکارۍ لاره هواره کړي.

پیکینګ، مسکو او اسلام اباد وايي د دوی د درو اړخیزو خبرو یو هدف دا هم دی چې پر هغو لارو غور وکړي چې څرنګه وسله وال طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته تیار کړي.

درې واړه هیوادونه له طالبانو سره پټ تماسونه لري او وايي چې دا تماسونه یې په سیمه کې د امنیت لپاره دي.

روسیه او پاکستان وايي چې د امریکا په مشرۍ هلوځلو نه یوازې دا چې طالبان کمزوري نه کړل بلکې په ناامنو سیمو کې د داعش په شان تروریستي ډلو سر راپورته کړی دی.

تېره اوونۍ د ملګروملتو په امنیت شورا کې د روسیې استازي ویتالي چورکین وویل چې په افغانستان کې مخ په خرابېدونکي امنیتي وضعیت له سوریې او عراقه تښتېدونکي داعشیان زړور کړي چې افغانستان ته مخه کړي.

ده وویل، دغه کسان به، چې اوس افغانستان ته پناه وړي، د منځنۍ اسیا له لارې روسیې ته ګواښ پېښ کړي.

چورکین همداراز ادعا وکړه چې د داعش غړي په افغانستان کې کمپونه لري او د منځنۍ اسیا وګړي پکې روزل کېږي.

د روسیې د استازي ښاغلي چورکین په ادعا په دغو کمپونو کې د منځنۍ اسیا او شمالي قفقاز د جمهوریتونو وګړي روزل کېږي او له سوریې د تروریستانو ۷۰۰ کورنۍ افغانستان ته رسېدلې دي.

چورکین له طالبانو سره د روسیې د اړیکو په اړه د امریکا اندېښنه رد کړه، ویې ویل چې مسکو له طالبانو سره محدودې اړیکې لري او هغه په افغانستان کې د سولې او ثبات پر ضد نه دي.

په عین حال کې پاکستاني چارواکي وايي چې روسیه لېواله ده چې په درې اړخیر ګروپ کې ایران هم شامل شي او دا موضوع به نن /سې شنبه/ د مسکو په غونډه کې وڅېړل شي.

2 thoughts on “د روسیې، چین او پاکستان استازي نن په مسکو کې راغونډېږي، افغانستان یې مخالفت کړی”
  1. د نړۍ ټول هیوادونه د خپل امنیت او ټیکاو په اړه فکر کوي او دا یی مسلم حق دی چی باید فکر پری وکړي. روسیه، چین او ایران هم له همدی اندیښنی سره مل دی چی ګویا د داعش ډله د افغانستان له لاری د دوی په هیوادونو کی ورانکاري بریدونه ترسره کړی او تر ډیره حده یی اندیښنه پرځای ده. اوس باید دا ووایو چی ایا دا اوسنۍ کړندلاره د دی ستونځی د حل ځواب دی او که نه . روسیه او چین دا هڅه کوي چی د وړاندی نه پوره تیاری ولري تر څو د داعش له شر څخه په امان کی پاتی شي ولی پاکستان بیا داسی کوم هدف نه لري د کوم لپاره چی روسیه او چین کار کوی او همدارنګه د پاکستان حضور په دی اتلاف کی دستوری دی ځکه چی پاکستان د امریکا تر ټولو نږدی ملګری هیواد دی حتی ویلی شو چی د امریکا په لاس رامینځته شوی هیواد دی او بله دا چی پاکستان په نړۍ کی تر ټولو ستر د ترهګرو تولیدونکی هیواد دی. د ناسمو اسلامی تبلیغاتو او نا لوستو مسلمان ځوانانو څخه په ګټه یی ستره سوداګري روانه کړی ده او د مختلفو کفري او اسلامي هیوادونو څخه پروژی اخلي او مادي ګټه ترلاسه کوي .
    زما په اند د ترهګرۍ په وړاندی د مبارزی اتلاف کی د پاکستان شتون د افغانستان لپاره کومه ګټه نه لري او همدارنګه د روسیی او چین لپاره هم ګټور نه دی بلکه په ضرر یی تمامیدلی شي له دوی به امکانات واخلي او بیرته به یی د دوی په وړاندی استعمال کړي .
    زه فکر کوم چی د منطقی لپاره په هیڅ ډول موثره ناسته نه ده او کولی شي چی په راتلونکی کی یوی نوی لوبی ته لاره هواره کړي .
    په ځانګړي ډول روسیه باید په ډیر احتیاط قدم پورته کړي ځکه امریکا غواړي چی روسیه دی هم په لوبه کی داخل شي تر څو یی له ځانه سره یوځای بوخته وساتي .

  2. روسان کله ناکله خام فکر کوي، په پاکستان اتکا کول به دا معنی ولري لکه څوک چې له خپل دښمن نه د ترحم او دوستی تمه ولري. همدا پاکستان و چې په اتیایمو او نوییمو لسیزو کې د افغانستان د دولت پرضد مختلفې ډلې وروزلې او د روسانو د لوې امپراطورۍ د زوال زمینه یی د افغانانو په لاس برابره کړه. پاکستان به هیڅکله هم روسانو ته وفادار پاته نشی ، پاکستانیان لکه فاحشې د هرچا سره تر یوه معین وخت پورې یارانه کوی او کله چې مقصد یې پوره شو بیا له بل سره ځان مښي.
    اصلي خبره دلته ده چې دوی د افغانستان په باب غونډه جوړه وي خو د افغانستان رسمی استازی هلته تشریف نه لري، بنا د دوی هره پریکړه د افغانستان د دولت په غیاب کې لا دمخه مردوده او باطله ده و لو که زمونږ په نفع او ګټه هم وي. زمونږ ګیله بیا له چین نه کیږي چې دوی ولې پداسې بې ګټې غونډه کې برخه اخلي.
    د افغانستان دولت باید د داسو غونډو ټولې ویناوې او پریکړې په غور سره را ټولې او د هغو په ارتباط خپل سیاست له سره تعیین کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *