فروغ فرخزاد، په نوم او تخلص دواړو کې د ف او ر تکرار، خوند او داسې برداشت راکاوه، چې دا باید لا هم ځوانه وي، شوخه وي، میینه وي او شاعره وي، شعر يې باید روان وي، باید اورېدل کېږي، باید ویل کېږي، خو…دا ایرانۍ شاعره په درې دېرش کلنۍ کې د ټکر په یوه پېښه کې له نړۍ وکوچېده، یو شوخ شعر مو له ګوتو ووت، یو سوی درد مو بې تصویره پاتې شو، یوه ښکلې وکوچېده!
«تولدی دیگر» شعري ټولګه مې يې ولوسته او د « ایمان بیاوریم به اغاز فصل سرد…» يې لولم، د شعر تر ټولو ښه، زړه وړونکې او له نورو بېله ځانګړنه دا ده، چې د زړه خبرې کوي، د هیڅ ډول سانسور په کیسه کې نه ده، سخت خوندور سوی پکې نغښتی.
فروغ فرخزاد د محمد فرخزاد څلورم اولاد و، چې په ۱۳۱۳ لمریز کال تهران کې وزېږېده، شپاړلس کلنۍ کې يې له ډېرو جنجالونو سره سره له مشهور طناز پرویز شاپور سره واده وکړ، هغه تر دې لس کاله مشر و، په ۱۳۰۳ لمریز کال په قم کې زېږېدلی و، خو تذکره يې تهران کې اخیستې وه، دوی دواړه سخت عاشقان و، خو ایله يې دوه کاله ګډ ژوند وکړ، پرویز شاپور په ۱۳۷۸ لمریز کال کې وفات شو.
ما يې تر واده وړاندې او طلاق وروسته د لیکونو د تبادلې کتاب پيدا کړ، نادرې يې پکې ويلې، دلته مې د فروغ څو لیکونه ژباړلي، که ژوند، برق، کمپیوټر او انټرنیټ یارانه پالله، نورې برخې به يې هم درسره شریکې کړم:
۱
پرویزه! خامخا به د لیک د ځواب په تمه یې، ما فکر کاوه چې بدیعه خاله به تاته ټولې کیسې کړې وې او بیا تکرار ته يې اړتیا نشته، بیا مې ویل داسې نه وي چې ته تر اوسه لا خبر نه يې، چې ما ستا د غوښتنې به اړه څه نیت کړی، دا سوچ مې کراره نه پرېږدي، ما مې دې لیک ولوست، له تا مې د داسې غوښتنې هیله نه درلوده، مګر ستا په خاطر يې منم او پر نورو مې هم منلې ده، له هغې خوا بېغمه اوسه!
تا په تلیفون کې ویل چې خامخا باید د جمعې ورځ وي، بېخې سمه ده، خو که دې نیت کړی وي نو باید ژر لاس پر کار شي، ځکه تر جمعې خو نو تر پنځو ورځو ډېرې نه دي پاتې، موږ دا دومره کارونه په دومره لږ وخت کې نشو کولی، دا مې ځواب دی:
منم يې!
منم يې!
زه ستا په تمه یم!
د خدای پامان
فروغ
۲
زما ګرانه پرویزه! پوهېږې ولې مې دویم لیک هم درته ولیک؟ غرمه مې د ادې د خوب ټول وخت ونیو، له هغې سره مې یو ساعت خبرې وکړي او باید ووایم چې پایله يې بېخې ښه وه، هغه بل لیک مې سهار ولیک، دا مې مازیګر درته ولیک، خو سهار ان شاءالله دواړه په پوسټ کې اچوم، مګر د سهارني او مازیګرني لیک تر منځ مې یو څه فرق شته، سهار مې دومره هیله نه وه، خو اوس بېخې ډاډه یم، چې ته به زما کېږې!
زما پرویزه! له ادې سره مې ستا په اړه ډېرې خبرې وکړې، اوس یو څه زما او ستا په خوا شوې ده، د ولور او نورو شرطونو په اړه مې ستا د مخالفت دلیلونه ورته تشریح کړل، بېخې مې را واړوله، صرف اوس د نکاح د مراسمو موضوع پاتې ده، راځه چې درته بیان يې کړم، چې څومره پیسې باید ولګوې او څومره پیسو ته ضرورت لرې؟ پرويزه! د ناوېتوب کالي مې پخپله ګنډم، یو خو يې خیاطان هغسې لکه زړه مې چې غواړي، نه شي ګنډلی، بل غواړم همدا د جامو جوړولو لګښت چې سل – دوه سوه تومنه کېږي وساتم، یا يې پر ډېرو ضروري شیانو مصرف کړم، نو د ناوېتوب د جامو لګښت فکر نه کوم، تر سل تومنه ډېر شي، له دوو سوو تر دوه نیمو سوو تومنو هم د نکاح د مراسمو لګښت، یعنې مېوه، شیریني او نورې خبرې ( البته که ډېرې وې، بیا راته ووایه، زه يې دلته پرې کمولی شم) او سل تومن نور د ځينو نورو شیانو لګښت کېدای شي، له همدې حسابه چې ډېرې کېږي پنځه سوه تومنه، چې د اولې ورځې لپار مې ټاکلي او لږ يې څلور سوه تومنه کېږي، نو زما پرویزه! ته باید دا لګښت تیار کړې، که دې له وسه نه کېږي، ووایه چې بیا سوچ پرې ووهو او ځينې غیر ضروري شیان ترې وباسو، چې ستا د سوچ مطابق برابر شي، خپل نظر دې راته ولیکه، ر
ښتیا پلار مې نن یا سبا خامخا راځي، زه سهار نه وم خبره، ادې مې راته وویل، نو هغه ته چې کوم لیک لیکې ويې لیکه، ماته يې راکړه زه يې په موقع پلار ته ورکوم او ادې مې هم ډاډ راکړی چې څنګه راغی ستا خبره ورسره یادوي، هر څنګه چې کېږي راضي کوي يي، ډاډه یم چې راضي دی، خو پرویزه! ستا لیک باید تقریباً د نکاح لپاره د اجازې غوندې وي، مثلاً ولیکه چې زه له مادي اړخه تیار یم او پر دې سربېره دا وروستي حالات د زغم وړ نه دی، هیله کم څومره چې ژر کېږي دا کار باید ختم شي، دا هم ولیکه چې که زه فعلاً د عمر له اړخه تیار نه یم، خو حاضر یم چې دا خنډ هم لرې کړم او وخت وغواړه! باید یو رقم وي چې هغه د خو ټکی پکې بیدا نه کړي، فکر کوم نوره به کیسه روښانه شوې وې، د شپې به دوعا وکړم، دومره دوعا چې خدای در باندې مهربانه شي او نور دې په انتظار پرې نه ږدي، ته هم دعا وکړه، په خدای ډېره ښه ده، زه چې له خدایه تل مرسته غواړم، ته هم همداسې شه! پوهېږم چې کامیاب به شې!
د خدای پامان!
فروغ
۳
زما ګرانه پرویزه!
نه پوهېږم څنګه د خپلې ګنا بښنه وغواړم، دا مې تر ټولو بد کار و، خو زه هم نه وم ملامته.
چې زیاتې زه او ادې در روانېدولو، مېلمانه راغلل، مجبور شوو، چې کور پاتې شو.
زه له تا یوه نړۍ بښنه غواړم، پوهېږم ډېر انتظار شوی یې، ما وبښه، هیله ده ومې بښې!
غوښتل مې د پلار تر راتګ مخکې تا ته څو خبرې وکړم، اورېدل يې ډېر ضروري و، خو افسوس ونه شو.
دا کاغذ د فریدون په لاس درلېږم هغه به درته ووایي چې مېلمانه څوک وو او موږ ولې نه شوای درتلی.
الله دې مل شه!
فروغ
د پرویز شاپور ځواب:
تا ښه نجلۍ ګڼم، مګر د مخالف جنس په اړه ښه نظر نه لرې، باور نه شم کولی چې تاسې ته دې رښتیا معلوم شي، که درته معلوم هم شي، ډاډه یم چې ناچیزه دي، ځکه هغه څه چې له ژونده مې زده کړي او تجربې راته ثابت کړي، ټول د همدې مدعا پر صحت دلالت کوي، نو تر څو چې د دې اصل پر خلاف ثبوت پیدا نه کړم، له خپله نظره نه اوړم، مثلاً ته هم ماته ګران وايې زه هم ګرانه درته وایم، خو په منځ کې فرق راته ښکارېږي، یو حقیقت ته نږدې بل ترې لرې را ښکارېږي، دا مې نظر دی او ته يې باید خلاف راته عملاً ثابت کړې.
پرویز شاپور
۱۳۲۹/۳/۲۲ دوشنبې شپه
شپه په خیر
تصویر: فروغ فرخزاد، پرویز شاپور، د دوی زوی کاميار شاپور