تاند- د افغانستان د کانونو او صنایعو وزارت وايي، پاکستان به پرېنږدي چې د دیورند د فرضي کرښې له طبیعي زېرمو په یوازې توګه استفاده وکړي.

د افغانستان د کانونو او صنایعو وزارت ویندوی ذبیح الله سروري دا خبره وروسته له دې ازادي راډیو ته وکړه چې پاکستان اعلان وکړ چې د افغانستان پولې ته څېرمه یې په شمالي وزیرستان کې د ګازو او تېلو سترې زېرمې موندلي دي.

د تېرې حمعې په ورځ پاکستاني رسنیو وویل، د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د ګازو په دې کشف شوې ساحه کې ۳ تریلیون مترمکعب ګاز شته.

د پاکستان د تېلو وزارت د شمالي وزیرستان په ۱۵ برخو کې د ګازو د استخراج جوازونه صادر کړي دي.

د پاکستان د تېلو وزارت وايي چې په شمالي وزیرستان کې د تېلو لویې زېرمې هم موندل شوي دي.

د پاکستان حکومت پانګوونکو ته ویلي چې په ۶ میاشتو کې ګاز او تېل راوباسي.

د افغانستان حکومت وايي چې د دیورنډ د فرضي کرښې په سیمو کې د طبیعي منابعو د څېړلو لپاره یې یو پلاوی پاکستان ته لېږلی دی.

د کانونو او صنایعو د وزارت د ویندوی ښاغلي سروري په وینا، ټاکل شوې ده چې افغان پلاوی له پاکستاني لوري سره د دوه اړخیز ټیم د جوړېدو په اړه خبرې وکړي څو د یو بل په همکارۍ یوه تخنیکي پرېکړه وکړي.

افغانستان د دیورند کرښه په رسمیت نه پېژني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *