په پکتیکا ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي او زده کړو ته د ښځو لاس رسي په اړه یو ورځینی ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما په مالي او تخنیکي ملاتړ جوړ شوی و.
په دغه ورکشاپ کې د پکتیکا مرستیال والي عطاوالله فضلي، د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رئیس، د یوناما استازو او ګڼ شمېر ښځو ګډون کړی وه.
د پکتیکا مرستیال والي عطاوالله فضلي وویل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په برخه کې ولایتي ادارې بېلا بېل پروګرامونه ترسره کړي او نور هم په پلان کې لري چې ښې پایلې یې لرلي.
دده په خبره، هڅه یې تل دا ده چې مېرمنو ته په هره برخه کې پوره ونډه ورکړي او خپلو حقونو ته لاس رسی پیدا کړي.
نوموړي دغه راز د نجونو او مېرمنو د زده کړو په برخه ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د نجونو د زده کړو برخه د ولایتي ادارې په لومړیتونو کې ده.
همداراز د ورکشاپ ګدونوالو مېرمنو هم خپلې ستونزې، وړاندېزونه او نظریات شریک کړل او د ورته نورو پروګرامونو د جوړېدو غوښتنه یې وکړه.
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر