د روسیې،. چین او پاکستان درې اړخیز ايتلاف

تاند- روسیې، چین او پاکستان نن /سې شنبه/ خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د داعش نفوذ په خپرېدو او د دغه هیواد امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل، د درو هیوادونو استازو د مسکو په غونډه کې همداراز موافقه وکړه چې په دې ډول راتلونکو خبرو کې افغانستان ته د ګډون بلنه ورکړي.

افغانستان پر دې غونډه په دې خاطر نیوکه کړې وه چې د افغانستان له ګډونه پرته جوړېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ماریا زاخاروفوا د مسکو له درې اړخیزې غونډې وروسته خبریالانو ته وویل«درو هیوادونو د اسلامي دولت د افغانستان د څانګې په شمول د سختدریځو ډلو د فعالیتونو د زیاتېدو په اړه په ځانګړي ډول اندېښنه ښکاره کړه.»

د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عزیز چودري وویل، د افغانستان حکومت باید د طالبانو له اسلامي تحریک سره د خبرو اترو په خاطر په خپل ملت کې د نظر یووالی رامنځته کړي ځکه چې دا د افغانستان د پخلاینې لپاره ضروري دی.

دا د افغانستان په اړه د پاکستان، چین او روسیې درېمه غونډه وه .

د افغانستان د حکومت په شان امریکا هم په دې اندېښمنه ده چې د افغانستان په اړه غونډې ته یې د افغانستان حکومت ولي نه و بللی.

افغان او امریکايي چارواکي شک لري چې روسیې په وروستیو کې له افغان طالبانو سره تار ځغلولی دی.

د مسکو په غونډه کې د درو هیوادونو استازو که څه هم د سختدریځو ډلو د تهدید یادونه کړې خو د طالبانو نوم یې نه دی یاد کړی.

One thought on “د مسکو درې اړخیزې غونډې په افغانستان کې د داعش پر خپرېدو اندېښنه ښکاره کړه”
  1. راشئ افغانانو په خپل منځ کې سره کښیني او د حل یوه معقوله لاره خپله ولټوئ او د خپل ځان غم پخپله وخورئ او د نورو هیوادونو ناستو پاستو ته د اندېښنو کولو پر ځای ښه به دا وي چې ټول سره یو موټی او د راتلونکې په فکر کې شئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *