پير روښان چې کله خپل ځواک وليد ،چې له يوې خوا يې ډېر پياوړي او سرتېري مريدان پيدا کړل او له بلې خوا يې ګڼ شمېر ځوانان تر شا ودرېدل ،بيا يي د يوه لوی لښکر بنسټ يې کېښود ،او وېپتېله چې غوره به وي ،د مغلو ظلمونو ته د پای ټکی کېږدي.
هغه مهال چې په ۹۸۰ هـ کال اپرېدو، اورکزيو او اتمانخېلو قومي مشرانو او ځوانانو د ده ملا وتړله، لا يې خپل ځان کې د ځواک وړتيا وليده. نو د اخون دروېزه د څرګندونو له مخې کله چې له تيرا څخه پردي ځواکونه ووېستل .ده لاد غرونو په ځوانانو کې خپل مينه وال زيات کړل او د «ونسټ سميټ» په قول د بايزيد بری په دې کې وو، چې ډېر وګړي يې د خپلواکۍ له بابته چې غواړي له مغلو نه آزادي واخلي ځان پسې روان کړل.
بله کومه خبره چې ډېره مهمه وه هغه دا چې مغلي ځواکونه د پښتونخوا په سيمه کې دومره پياوړي نه وو، لکه څرنګه چې سيد علي ترمذي (پير بابا) د مسلمان پاچا ارمان کړی وه.
دريمه خبره دا وه چې د اکبر پاچا او د ميرزا حکيم تر مينځ هم د وروری اړيکې ډېرې خوږې او پياوړې نه وې. ميرزا حکيم په ۸۱ – ۱۵۸۰ز کال دوه ځلې په پنجاب بريد وکړ. – ۲۷ – کلن حکيم دويم وار په خپله هم د پوځ مشري په غاړه درلوده او غوښتل يې د روهتاس کلا قومندان د ځان پلوی کړي. ولې ګټه يې ونه کړه ،دا ځکه چې د لاهور والي د جلال الدين اکبر له باوري دوستانو څخه و.
که څه هم اکبر پخپه د هند په ختيځ، سوېل او د بنګال په شاوخوا کې ډېرې ستونزې درلودلې …که سلاکارانو څومره ورته وويل چې لومړی دغه کواښ له مينځه يوسي ،خو جلال الدين ډېره وېره له کابله او شما ل لوېديځو سيمو نه لرله ،نو ځکه خو یې په ۱۵۸۱ ز کال خپل پوځ د هېواد له نوې پلازمېنې فتح پور سکري Fatehpur – Sikri څخه د کابل په لور وخوځوه.
اکبر پاچا په سرهند Sirhind کې خبر شو، چې ميرزا حکيم له وېرې نه له سيمې وتلی دی.
جلال الدين اکبر ځان اباسين ته ورسوه او د اټک کلا بنسټ يې کېښود. د دې کلا د بشپړولو لپاره يې خپل برهمن سلاکار راجا بيربل Raja Berbal ته دنده وسپارله چې کلا په بيړه جوړه کړي.
د ډېرې تودوخې له امله د ده سلاکارانو په تېره د ده مذهبي سلاکار جيسيوت مانسيورات ورته Jesuit Monserrate وويل هوا توده ده او اباسين نه تېرېدل هم ګران دي او د پله د جوړېدو امکان هم نشته ښه به وي چې بېرته ستانه شو.
ولې اکبر و نه منله او «مان سنگھ» ته يې وويل چې پېښور ونيسي. خو کله چې ميرزا حکيم خبر شو د پېښور بازار ته يې اور واچوه او خپله وتښتېد. ولې سره د هغې هم اکبر ټينګار وکړ چې د خيبر لاره بايد جوړه شي او انجنر قاسم خان يې دې ته وګماره او خپل زوی «مراد» او «مان سنگھ» ته يې هم وويل چې خيبر لاندې کړي.
انجنر قاسم خان په ډېر زيار د خيبر لاره جوړه کړه. د ابو فضل د څرګندونو له مخې وروسته اکبر پاچا نوموړی د کابل والي وټاکه.
د اکبر پوځونو کابل ونيو چېرته چې د ده د نيکه هديره وه او حکيم له خپلو پلويانو سره غره ته پورته شو.
جلال الدين اکبر خپله خور «بخت النساء» د کابل والي وټاکله ،خپله بېرته را ستون شو او د بېړيو په پله له اباسين نه را پورې ووت.
پدغه وخت کې د پير روښان پنځم زوی جلال الدين«جلاله» د يو شمېر ځوانانو په مټ د اکبر په پوځ بريد وکړ ولې ماته يې وخوړله.
د پير روښان له اووه زامنو څخه (شيخ عمر، نورالدين، خيرالدين، کمال الدين او جلال الدين) يانې پنځه زامن يې له بي بي شمسو څخه ،يو زوی يې الله داد نومېده چې د بي بي دنۍ زوی وه او اوم زوی يې چې دولت الله نومېده له بي بي تورۍ څخه وه .بايزيد لا له دې د مخه لکه چې په تېرو پاڼو کې ورته اشاره وشوه له مغلو سره ښکېل وه او په دې هم پوهېدلی و، چې د يوسف زو په سيمه کې له يوې خوا د ده د پيرۍ او مريدۍ د لارې دښمن سيد علي ترمذي او اخوند دروېزه سره لاس او ګرېوان وه او له بلې خوا يې د اکبر له پوځونو سره مخامخ جګړه نشوه کولی، نو ځکه خو د تيرا هسک غرونه د ده لپاره مهم وه او د اپرېدو په مرسته يې تيرا خپله پلازمېنه اعلان کړه.
د محسن خان په مشرۍ د مغلو او د ده د لښکر چې ډېر شمېر يې اپرېدي وو څو وارې سختې جګړې وکړې. ولې کومه جګړه چې ډېره مهمه وه هغه د ميرزا سليمان سره وه چې د بدخشان والي وو.
د اکبر پاچا د ليدلو لپاره هندوستان ته روان و. د بايزيد لښکر د خيبر په دره کې د مغلو په قافله بريد وکړ. کله چې په پېښور کې د مغلو پوځ خبر شو ډېر زر يې د پېښې ځای ته ځان ورسوه، نو بيا يې د ميرزا سليمان له پوځ سره په ګډه په اپرېدو بريد وکړ او له يوې خونړۍ جګړې وروسته يې ماته وخوړه.
مغلي چارواکو د کسات اخستلو لپاره بيا بريد وکړ. خو دا ځل روښاني لښکر ماته وخوړه او پير روښان يوسف زيو ته لاړ او هلته يې د اکبر په پوځونو بريد وکړ.
د پير روښان په اړه ويل شوي دي چې نوموړی جل وواهه او په ۹۸۲ هـ ق کال ومړ.
ولې يو شمېر څېړونکي انګېري چې پير روښان په ياده شوې نېټه ندی مړ شوی ،بلکې د ده مړينه په ۹۸۸ هـ کال ښيي. دا ځکه چې پير روښان د ملي جهاد په نوم ډېر پښتانه جنګيالي په ځان را ټول کړل او په دې هيله ،چې يو ملي حکومت جوړ کړي ،له دې
بابته د ده لښکر او د کابل صوبدار محسن خان پوځ د شينوارو په «تور راغه» کې يو بل سره مخامخ شول چې په همدغه جګړه کې دغه ستر مېړه د ۵۶ کالو په عمر مړ شو.
د بايزيد روښان له مړينې وروسته د ده مشر زوی شيخ عمر د اتو (۸) کالو لپاره د يوسف زو په اغاز پور کې حکمران و او د پلار په څېر په خپل هوډ ولاړ وه. لکه څنګه چې سيد علي ترمذي او اخون دروېزه د پير روښان په وړاندې ولاړ وو. همدا رنګه دشيخ عمر په مقابل کې هم درېدلي وو او د پلار په څېر يې دی هم ملحد ګاڼه او ان د لعين خطاب يې ورته کوه.
«شيخ عمر نه يوازې خپل مذهبي او سياسي غورځنګ ته د پښتونخوا په سيمو کې پراختيا ورکوله بلکې د روښاني غورځنګ له دښمنانو سره هم لاس او ګرېوان وه.
د پير روښان دوښمنانو، سيد علي (پير بابا) او د مريدانو په سرکې اخون دروېزه او حمزه خان اکوزي په لمسون د پير روښان مړی له قبره و وېست او سيمه ييزو ګوجرو له ځان سره يو وړ.»() اوس ويل کېږي چې دی په دووړو کې ښخ دی.
له دې سربېره حمزه خان اکوزي د خپل پير سيد علي ترمذي په لمسون په وسله وال بريد لاس پورې کړ. د پرلپسې جګړو له امله نوموړي ماته وخوړه .ولې د قومي تړون له بابته، چې حمزه خان د يوسفزو له ځواک نه ناوړه ګټه پورته کړه، له دلازاکو سره په ملتيا د يوې خونړۍ جګړې په ترڅ کې لومړی شيخ عمر او خيرالدين و وژل او بيا وروسته یې نورالدين، الله داد او دولت الله هم له مينځه يوړل.
په پير روښان او د پير روښان د غورځنګ په غړو چې څومره ظلم شوی دی ،د تاريخ په پاڼو کې لږ ساری لري. د بېلګې په توګه د بايزيد د زامنو پنځه پرې شوي سرونه کله چې د شمسو بي بي په مخکې کېښودل ،په داسې حال کې چې دا د حمزه خان سړيو بندي کړې هم وه ،د خپلو زامنو سرونو ته يې و ويل: آفرين زامنو چې تاسو خپل سرونه د آزادۍ په لاره کې قربان کړل .تاسې په رښتينې توګه د پښتنې شودې (پۍ) رودلې دي. ويل کېږي چې دې له ستر ګو يوه اوښکه هم تويې نه کړه او لا په ځغرده يې و ويل: زما ګرانو او نازولو زامنو زه پر تاسو وياړم.
ولې د پير روښان دوه زامن هر يو جلال الدي جلاله او کمال الدين له دا ډول خو نړيو جګړونه ژوندي پاتې شول او جلال الدين، د اکبر دربارته بوتلی شو.
ولې څرنګه چې جلال الدين جلاله ليدل، چې که له يوې خوا د پير بابا مريدانو اخون دروېزه او حمزه خان دپير روښان د غورځنګ د غړو په وړاندې پرو پاګند کاوه ،خو له بلې خوا مغلي ځواکونو د دغه غورځنګ د ځپلو لپاره وسله وال بريدونه هم کول. نو همدا لامل و چې دی ژر د شيخ خليل په مرسته بېرته سيمې يانې تيرا ته راغۍ او بيايې وسله وال پاڅون ته ملا و تړله.
په طبقات اکبري کې راغلي دي چې په ۹۹۶ هـ کال د نوروز لومړۍ نېټه چې د اکبر پاچا د واکمنۍ دوه دېرشم (۳۲) کال وه جلال الدين جلاله د راجه مانسنگھ له لښکرو نه ماته وخوړه او بنګښوته په شا شو.
«جلاله د پښتونخوا له بېلا بېلو سيمونه پښتانه جنګيالي ځان پسې کړل بيايې په غزني بريد وکړ ولې د هزاره ګانو په ولکه کې پرېووت. بيايې د نوموړي سر، اکبر پاچا ته ولېږه.»()
د جلال الدين جلاله له مړينې وروسته، د ده وراره، د شيخ عمر زوی احداد ،د ده ځای ناستی و ټاکل شو.
له تيرانه يې بيا په مغلو بريدونه شروع کړل.نوموړي يوه ډله غورځنګيان غزني ته ولېږل او هغو د جلاله هډوکي دووړو ته (۱۰۱۲ هـ) راوړل او د پير روښان په هديره کې خاورو ته وسپارل.
موږ د پير روښان د قبر يادونه وکړه چې ګوجرو نه وروسته د ده مريدانو لاس په لاس د ده تابوت ځکه ګرځوه چې بيايې څوک له قبرنه بېرون نکړي. ولې د يوې جګړې په ترڅ کې تابوت په سين کې لاهو شو او له پيدا کېدو وروسته يې دووړو کې ښخ کړ.
اکبر پاچا د ميرزا حکيم خان له مرګ نه ورسته غوښتل چې کابل ته لاړ شي، نو ده د زين خان کوکه په مشرۍ سوات، باجوړ او د يوسفزو د ځپلو لپاره ،يو پوځ هلته ولېږه .د سختې جګړې له امله بېرته د تېښتې په حال کې، په ډېرشمېرسوات کې و وژل شول او زين خان په تېښته اټک ته راغۍ.
ولې د تل په څېر چې پښتنو له خپلې بې اتفاقۍ نه همېشه ماته خوړلې ده ،د پير روښان کورنۍ هم پخپلوکې و وېشل شوه. د جلال الدين مشر زوی الله داد چې د ټولو زامنو شمېر يې (هادي داد، کريم داد، ميا داد) څلورو ته رسېده له احداد سره جوړ نه وو.
د جلاله څلور واړو زامنو په سر کې الله داد، غوښتل چې له مغلو سره روغه وشي. همدا لامل وو چې د پير روښان په لمسيو کې ،نا يو والی او بې اتفاقي مينځته راغله.
له دېنه د مخه د جلال الدين د کورنۍ يو شمېر غړي لکه د ده خور کمال خاتون، د ده وراره وليداد او وحدت علي (د بايزيد د کاکا لمسی) چې په باجوړ کې استوګن وو، د مغلو له خوا ونيول شول او لاس تړلي يې په لاهور کې د مغلو دربار ته يو وړل .خو بيا هم د روښانيانو پلويانو دوی له زندان څخه په پټه را و وېستل او تيرا ته يې و رسول.
دا ډول پښتنو هم د جلال الدين جلاله په زامنو اغېزه در لوده او په زندان کې د کمال الدين مړينه، چې د مغلي اکبر له خوا نيول شوی و، يو بله ناوړه پېښه وه. همدا راز په سلګونو نورو پېښو د دوی په فکرونو اغېزه کړې وه .
ځکه يې نور له مغلو سره جنګ کول نه غوښتل. يايي په وس پوره نه وه ،ځکه چې د مغلو له خوا په ۱۰۳۵ هـ ق کال د خټکو په «لواغر» کې احداد و وژل شو. ولې د هغه زوی عبدالقادر بيا هم د مغلو په وړاندې ودرېد خو په ۱۰۳۶ هـ کال دی او مور يې بي بي علايې د مغلو له خوا و نيول شول او عبدالقادر په ۱۰۴۰هـ کال د پېښور په زندان کې ومړ.
د جلال الدين کشر زوی د مغلو په وړاندې د مبارزې ډګر ته را ووت ،ولې د شاه جهان د واکمنۍ په مهال په ۱۰۳۸ هـ کال دی هم په پېښور کې ووژل شو.
د ده له مړينې وروسته د بايزيد روښان د کورنۍ نور غړي يو د بل پسې مغلي دربار ته ورغلل او د مغلو پاچاهانو هم دوی ته غوره منصبونه ورکړل.
سره د دې ټولو ستونزو، چې افغانانو لرلې بيا هم ټولواک اکبر په دې بريالی نشو، چې جلاله ونيسي، ولې په دريم وار اکبر پاچا له يو ستر ځواک سره ۱۵۹۲ ز کال د جلاله د کورنۍ په ګډون يې څوارلس زره د پير روښان پيروان او پلويان ياونيول،ياووژل…
له اکبر نه وروسته نورو مغلي چارواکو هم دا وس پيدا نکړ چې د پښتونخوا ټولې سيمې تر خپل واک لاندې راولي.