تاند- د ولسي جرګې یو غړی فکوري بهشتي نن /چهارشنبه/ په یوه انتحاري حمله کې ټپي شو.

په ولسي جرګه کې د بامیان د استازي د سپرلۍ پر موټر د کابل په دیارلسمه امنیتي حوزه یا دشت برچي کې د مسجد الزهرا مخته برید وشو.

د دغه خبر د خپرېدو تر شېبې پوري کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. خو ګومان کېږي چې دا حمله به داعش کړې وي ځکه چې وسله وال طالبان عموماً پر هزاره شیعه ګانو برید نه کوي.

تېره اوونۍ وسله والو طالبانو د کابل په خوشحالخان مېنه کې په ولسي جرګه کې د هلمند د استازي میرولي پر کور برید وکړ چې په نتیجه کې یې ۸ تنه ووژل شول خو میرولي او څو تنه نور ژوبل شول.

2تر دې مخکې داعش سختدریځې ډلې پر شیعه ګانو د څو خونړیو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د داعش ډله عموماً له پېښې ۵ یا ۸ ساعته وروسته د حملې مسوولیت په غاړه اخلي.

د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهیمي ویلي چې په نننۍ پېښه کې فکوري او زوی یې ټپیان شوي دي. خو د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي ویلي چې د فکوري او د هغه د روی ترڅنګ یې درې تنه نور هم ټپیان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *