په ننګرهار کې ښځو بڼ پروپوزل منظور او عملي چارې به يې پيل شي.

د ولايتي پرمختيايي کمېټې غونډه کې د ښځو بڼ جوړولو پروپوزل منظور، د طب پوهنځي او بي بي زينب لېسې پروپوزل تايد شو.

ولايتي PDC غونډه، چې د ننګرهار والي په مشرۍ د مرغومي په اتمه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې تر سره شوه ، چې پکې د مرستندويه او سکتوري ادارو مسئولينو برخه لرله.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دې ولايت امنيتي وضيعت تر پخوا ښه ياد کړ او همدا راز يې په اقتصادي برخه کې رڼا واچوله.

نوموړي وويل، چې راتلونکي کال کې به پدې ولايت کې د بيا رغونې لپاره بشپړه زمينه برابره شي.

ده زياته کړه، چې د هېواد دښمنانو پدې ولايت کې شوم پلانونه ماتې سره مخ شوي او پکار ده، چې مرستندويه او سکتوري ادارې خپلې رغنيزې پروژې لرو ولسواليو ته وغځوي.

والي زياته کړه، چې په روانه مياشت کې يې د ملکي هوايي ډګر سروې چارې پيل کړي، زر بستريز روغتون د جوړېدو پروسه د تدارکاتو څخه خلاصه، د پښتورګو روغتون د فعاليدو ترڅنګ پنځه اويا ډاکتران په دغه برخه کې روزل کيږي او د دې ولايت پرمختيايي چارو د ښه ترسراوي په موخه يو کلن پلان جوړ کړی دی.

والي په مرستندويه ادارو غږ وکړ، چې په لرو پرتو ولسواليو کې متوازن انکشاف په نظر کې ونيسي او خپلې مرستې لا زياتې کړي او همدا راز د سکتوري ادارو ته لارښوونه او د مرستندويه ادارو څخه وغوښتل، چې دوربابا ولسوالۍ ته مرستې ورسوي.

والي په دغه مجلس کې د ټولو مرستندويه ادارو څخه غوښتنه وکړه، چې د محاکمو علني غونډو لپاره د يو تالار د جوړولو زمينه برابره کړي.

په همدې حال کې د پوهنې، کار امور اجتماعي او عامې روغتيا رياستونو ادارو له لورې ورکړل شوي پروپوزلونه تايد شول.

د اقتصاد رئیس او پي ډي سي سکرتر د تېر مجلس د پرېکړو تعقيب يادونه وکړه او زيآته يې کړه، چې د جلال اباد – کابل دويم لين سړک پرتې ستونزې يې د هندوستان د سل ميليونو ډالرو د شوو مرستو ترڅنګ په پنځلس پروژو کار روان دی.

د کوز شيخ مصري صنعتي پارک د سپينو نومرو په اړه يو هيئت وټاکل شو، چې د صنعتي پارک بشپړه سروې تر سره او راپور يې راتلونکې مجلس ته وړاندې کړي.

په همدې حال کې د پوهنې رئيس د مرستندويه ادارو څخه مننه وکړه، چې له دوی سره يې د ښوونځيو په رغولو، پاکو اوبو، د ښوونکو په دندو ګمارلو کې مرسته کړېده.

نوموړي د پوهنې ادارې په کړنو او ستونزو رڼا واچوله او زياته يې کړه، چې پوهنې رياست څلور زره او اوه سوه ښوونکو او نهه سوه اداري کار کوونکو ته اړتيا لري، ۴۴۰ بابه ښوونځي ودانۍ، ۵۵۳ احاطې، ۴۴۳ ښوونځي پاکې اوبه، ۴۵۳ تشنابونو ته او ۴۶۲ ښوونځي پراختيا ته اړتيا لري.

دغه راز دوی وويل، چې ۹ پروژې يې بشپړې شوي؛ خو قراردادي يې تسلميدو ته نه حاضریږي او همدا راز ۱۷ پروژو چارې د مرکز د نه پاملرنې له امله ولاړې او ۲۷ ښوونځي د جنګونو له امله زيانمن شوي دي.

نوموړي په دغه برخه کې د ولايتي ادراې او مرستندويه ادارو څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

په مجلس کې پرېکړه وشوه، چې د ښځو چارو رياست اړوند دښځو بڼ دې ښاروالۍ او يو ان هبيتات ادارې له لوري په اساسي ډول ورغول شي.

دغه راز د هندوستان د شوو مرستو په موخه د بي بي زينب، طب پوهنځي د ليلې ودانۍ پروپوزلونه تايد شو.

د اسلامي ريلف موسسې استازي د خپلو کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل، چې د کار ټولنيزو چارو ريآست د روزنتونونو يتيمانو پالنه او همدا راز د ۶۳۳ يتيمو ماشومانو ته د تعليم ترڅنګ نغدې مرستې ورکول کيږي.

نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې ډېر ژر به ۱۶۳۲ کډوالو کورنيو سره ژمنۍ مرسته تر سره کړي.

په ننګرهار کې د بېلابېلو رسنیو استازو د ولسونو ستونزې او خپل وړاندیزونه سلاکار وزیر او ننګرهار والي سره د حل په موخه شریک کړل .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د مرغومې په ۸مه په دغه ولایت کې د بېلابېلو رسنیو استازو سره د لیدنې پر مهال د دوی ګڼ شمېر وړاندیزونه د حل په موخه واوریده .

دغه وړاندیزونه چې د خبریالانو په استازۍ د ایران غږ راډیو خبریال محمد اصف شینواري او اریانا نیوز خبریال رحمت الله زیارمل لخوا شریک شول،په کې خبریالانو ته د پریس کلب چارې وروستۍ کول،خبریالانو امنیت ته پاملرنه او ګڼ شمېر نور اړونده موضوعات د حل په موخه شریک کړل .

دوی همدا راز د جغلي پلیټونو د مخنیوي،د ښار امنیتي کمربندونو پیاوړي کول، جلال اباد ښار څخه د هډو ویستلو،د شوکاڼې او کباړ د لیږد مخنیوی، سره رود ولسوالۍ کې د خښتو نرخونه کمول،کډوالو اداره کې شته ستونزې حل کول، د نور غصب ترڅنګ د پارکونو د غصب چارو د مخنیوي پر وړاندې اقدامات ترسره کول او یو شمېر نورو وړاندیزونه او ستونزې یې د حل په موخه شریکې کړې .

خبریالانو همدا راز وړاندیز وکړ،چې د ملي او ولایتي شورا غړو سره دې ناسته ترسره شي،ترڅو د چارو د ترسره کولو او اجرائتو پر مهال د لاس وهنو څخه ډډه وکړي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل خبریالانو ته ډاډ ورکړ،چې ټول شریک شوي موضوعات به د حل په موخه په پرلپسې ډول تعقیب کړي .

هغه همدا راز زیاته کړه،د پریس کلب ستونزې د حل په موخه یې جدي تعقیب پیل کړی او ډیر ژر به یاده ستونزه حل او په تجهیزاتو او وسایلو سمبال پریس کلب خبریالانو ته په واک کې ورکړي.

ننګرهار والي خبریالانو ته د ملکي هوایي میدان د سروې چارې د پیل کېدو، زربستریز روغتون د تدارکاتو چارو د بشپړیدو،روږدو کمپلکس د پرانستلو، د پښتورګو روغتون د فعالیدو او یو شمېر نورو چارو د ترسره کېدو په اړه خبر ورکړ.

د ولسمشر د ځانګړې لارښوونې په اساس د يو کلن تطبيقي پلان د جوړيدو په موخه د ننګرهار ولايت د بېلا بېلو ادارو د استازو په ګډون د عامه پوهاوي يو ورځنی ورکشاپ تر سره شو.

مسوولين وايي: په دغه يو ورځني ورکشاپ کې د نهه سکتوري ادارو په فعاليتونو او کړنو خبرې اترې وشوې .

د ننګرهار ولايت د سکتوري چارو رئيس احمد شاه (سادات) په وينا د ربعوار پلان برعکس د غه پلان د ټولو هغو دولتي ادارو فعاليتونه په بر کې نيسي ، چې په ولايتي کچه په امنيتي او سکتوري برخو کې د ټاکل شويو پايلو په موخه په دندو کې ونډه ورکړل شوي وي.

دده په وينا د يادې هڅې موخه په ولايتي کچه د اجراتو تصوير په روښآنه او واضح ډول وړاندې کول دي .

د سادات په خبره د ياد پلان په کاري ساحه کې امنيت ، سيمه ييزه حکومتوالي ، زيربنا ، پوهنه ، روغتيا او د خصوصي سکتور وده او انکشاف شامل دي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت او د usaid ادارې په مالي لګښت په ننګرهار ولايت کې اووه لس ملکي جنګ ځپلو کورنيو سره مرسته ترسره شوه .

مسوولين وايي: ديادو کورنيو سروې د يو ان مکې ادارې له لوري ترسره شوې وه ،چې د دوه زره اته سوه امريکايي ډالرو په ارزښت لويې او د دوه سوه څلوېښت امريکايي ډالرو په ارزښت وړې مرستې پرې وويشل شوې.

د يادو مرستو د ويش پرمهال د ننګرهار ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال ملکي جنګ ځپلو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې کول يو پر ځای اقدا ياد کړ او زياته يې کړه افغان دولت هڅه کوي ، چې د ملکي وګړو د خونديتابه په موخه د بېلابېلو پروګرامونو په پلې کېدا سره ورته اقتصادي مرستې برابررې کړي.

د کار او ټولنيزو چارو رئيس عبدالحکيم شيرزاد وويل : يو ان مکې ادارې د دې ولايت اووه لس جنګ ځپلو کورنيو سره مرسته وکړه ، چې په ياد شمېر کې اته کورنيو سره د دوه سوه څلوېښت امريکايي ډالرو په ارزښت اووه لس قلمه خوراکي او غير خوراکي توکي شامل دي.

د نوموړي په وينا پاتې نهه کورنيو سره د دوی د اقتصادي پياوړتيا په موخه د غواګانو ، بور ، کنجاړې او بوسو مرستې کيږي ، چې د هرې غوا قيمت دوه زره او اته سوه امريکايي ډالره دی

د ښاروالۍ تر څنګ د ښار په پاکۍ او نظم کې د هټيوالو په ګډون دښاريانو ونډه کولای شي، چې د پاک او منظم ښار په جوړيدو کې اغيزمن ثابت شي.

په ښار کې د ميشتو وګړو له خوا ښاري فرهنګ ته پاملرنه کولای شي، چې د ښار په پاکۍ او تنظيم کې د اړوندو ادارو سره مرسته او وکړي.

د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال د جلال اباد ښار د پاکۍ او تنظيم په موخه د ښاروالۍ ، ترافيکو او د اصنافو او کسبګرو اتحاديې د استازو په ملتيا د ښار د بېلا بېلو برخو نه د ليدنې پرمهال وويل: د ښار پاکۍ او تنظيم په برخه کې د ښاروالۍ اړوند ادارو له خوا شوي کارونه اغيزمن دي .

نوموړي د ياد کميسون له غړو غوښتنه وکړه ، چې ياده لړۍ په دوامداره توګه تعقيب شي.

د ولايت مرستيال په وينا د پليو لارواو عمومي واټونو د خلاصون په موخه په پآم کې لري ، چې د ښآري تنظيم کميسون غړو په ملتيا په عمومي واټونو کې شته هډې او په پليو لارو کې شته کراچيوانان هغه ځايونو ته انتقال کړي ، چې د ښآروالۍ او نورو ادارو له خوا ورته ټاکل شوي دي.

د ولايت مرستيال په چپرهار هډې کې د ښآروالۍ له خوا لاسي پلورونکو ته د ځانګړي شوی ساحې نه د ليدنې پرمهال وويل که لاسي پلورونکي او کراچيوانان د پير او پلور له پاره له يادې ساحې استفاده وکړي شونې ده ، چې لارې خلاصې او د ګڼې ګوڼې مخه ونيسي.

د جلال اباد ښاروال حميدالله افغان وايي هڅه کوي چې د ښار پاکۍ او تنظيم په موخه پلې لارې او عمومي واټونه له لاسي پلورونکو پاک او هغه ځايونو ته ولېږدوي ، چې د ښاروالۍ له خوا ټاکل شوي دي. دنوموړي په وينا تردې دمه د ښآر د بېلا بېلو واټونو کراچيوانان يادې ساحې ته انتقال شوي او په نږدې راتلونکي کې به نورهم يادې ساحې ته انتقال شي.

د يادونې ده ، چې د جلال اباد ښار اوسېدونکي د ښار د پليو لارو او عمومي واټونو د پاکۍ او تنظيم په موخه د ولايت مرستيال په مشرۍ د ټاکل شوي کميسون روانې هڅې ستايي او پر دوام يې ټينګار کوي.

په ننګرهار ولايت کې د ((ننګرهار ژورنالېستانو شورا )) د يوې غونډې په ترڅ کې پرانستل شوه.

دشورا مسولينو او غړو وويل : د يادې شورا ټاکل شوي مسولين موقت دي اودوی به د ۹ مياشتو په موده کې د ټاکنو ترسره کېدو ته زمينه برابروي .

په ننګرهار ولايت کې د ((ننګرهار ژورنالېستانو شورا )) موقت ټاکل شوي مشر شفيق الله مملوال وويل : دننګرهار په ګډون دهېواد په ۳۰ ولايتونو کې ياده شورا فعاليت کوي ، چې موخه يې دژورنالېستانو ترمنځ يوالی ، ستونزو ته لاس رسی او ظرفيت لوړونه ده .

دغه راز داطلاعاتو او کلتور رئيس اورنګ صميم دشورا له موقتو مسولينو غوښتنه وکړه ، چې دشورا ټاکلي اهداف تعقيب کړي څو په راتلوونکې کې ښې لاس ته راوړنې ولري .

دافغانستان د ژورنالېستانو شورا مشر حفيظ الله بارکزي وويل : د ژورنالستانو ياده شورا له تېرو شپږو کالونو راهيسې فعاليت کې ،چې په وينا يې په بېلا بېلو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

د ولايت مقام په استازولۍ د والي وياند عطآ الله خوږياڼي ديادې شورا دپرانستې له امله د ننګرهار والي له طرفه مبارکي وويله .

خوږياڼي وويل: ولايت مقام په دې ولايت کې له ژورنالېستانو سره ښې اړيکي لري او په وينا يې ، چې دستونزو پرمهال يې لاس نوی هم شوی.

د يادې ټولنې مرستيال شاجهان جهاني درسنيو له استازو او کارکوونکو غوښتنه وکړه ،چې اسلامي او ملي ارزښتونو ته په پام سره ټولنې ته خدمت وکړي.

همدارنګه په ختيځ کې د ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې منشي رحمت الله زيارمل وويل : په ختيځ کې دليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې په دوه زره دويم کال کې په ختيځ کې فعاليت پيل کړی ، چې په وينا يې تر دې مهاله په بېلابېلو برخو کې ګڼې لاسته رواړنې لري .

همدارنګه د اطلاعات او فرهنګ رياست د ګرځندوی امر نورزاخان لودين دمرحوم اسدالله حصارشاهيوال ژوند ليک ، چې پکې دارواښاد د پيدايښت ، د ترسره کړيو دندو او دژوند دبېلابېلو اړخونو يادونه شوې وه وړاندې کړ.

د ننګرهار د ژورنالستانو شورا غړو وويل: دټاکل شوې شورا موقعت غړي به د نهه مياشتو په موده کې د شورا ټاکنو ته زمينه برابروي.

همدا رنګه مسافر ترابي ، چې دژورنالېزم په تخنيکي برخه کې يې نږدې دېرش کاله خدمت کړی وايي ، تر دې وړاندې هم په بېلابېلو نومونو ورته شوراګانې او ټولنې جوړې شوي خو په وينا يې ، چې مثبته پايله يې نه ده ورکړې .

ترابي دننګرهار دژورنالېستانو شورا له غړو غوښتنه وکړه ، چې په نوې تګلاره لاړ شي څو دژورنالېستانو دخدمت مصدر وګرځي .

د غونډې ګڼو وينا والو د ژورناليزم په ‌ډګر کې د ارواښاد اسدالله حصارشاهيوال ترسره کړي خدمتونه د قدر وړ ياد کړل او هم يې مرحوم ته د الله ج له درباره د جنت الفردوس غوښتنه وکړه .

د سره رود ولسوالۍ د کوز فتح اباد ښوونځي غصب شوې زمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه شوه.

د سره رود ولسوالۍ اړوند دکوز فتح اباد د لومړني ښوونځي درې جريبه زمکه ، چې د غاصبينو له لوري غصب شوې د سره رود ولسوال او د يادې ولسوالۍ د پوهنې امر او نورو سيمه ييزو امنيتي چارواکو په مرسته د غاصبينو له منګولو خلاصه او د پوهنې رياست ته وسپارل شوه .

دپوهنې رياست اداري مرستيال سيد عيسی سادات د سره رود ولسوال او نورو ټولو هغو نه چې په دې برخه کې يې مرسته کړې وه د مننې څرګندولو تر څنګ وويل ياد ښوونځي ته په لومړي سر کې د کرنې وزارت نه پنځه جريبه زمکه د پوهنې رياست ته له قانوني پړاوونو تېرولو وروسته انتقال شوې وه ، چې درې جريبه يې د غاصبينو له لوري نېول شوې وه.

نوموړي وويل د دې زمکی په ترلاسه کولو سره به په ياد ښوونځي کې پرمختيايي چارې په چټکۍ سره پر مخ ولاړې شي .

دپوهنې رياست اداري مرستيال د ټولو سيمه ييزو چارواکو نه هيله وکړه چې د ښوونځيو اړوند ملکيتونو په ساتلو کې د پوهنې له رياست سره مرسته وکړي.

یوولس وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته .

چارواکي وایي د ننګرهار ولایت په چپرهار او هسکه مینه ولسوالیو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د بریدونو په ترڅ کې درې داعش او ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور وسله وال طالبان ټپيان شوي هم دي .

د دغه ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د مرغومې په ۸ مه وویل، د چپرهار ولسوالۍ په غلام ډاګ سیمه کې د بې پيلوټه الوتکې د برید له امله څلور وسله وال طالبان ووژل شول او څلور نور ټپيان شول .

د نوموړي په وینا په دغه برید کې د وسله والو طالبانو یو عراده ډاډسن ډوله موټر هم تخریب شوی دی .

د خوږیاڼي د معلوماتو له مخې بې پيلوټه الوتکې د هسکې مینط ولسوالۍ په لنګرۍ کنډو سیمه کې هم برید ترسره کړی،چې په ترڅ کې درې داعش وسله وال چې بهرنیان دي،وژل شوي دي .

هغه وایي په ترسره شوو بریدونو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی .

د د اعش يو غړی سولې بهير سره يوځای شو.

د ننګرهار ملي امنیت ادارې د هلو ځلو له امله د داعش وسله والې ډلې یو غړی چې حديق الله نومیږي او د کوټ ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی، د سولې روان بهیر سره یو ځای او د وسله وال فعالیت څخه یې لاس واخیست .

د سولې بهیر سره یو ځای شوي حدیق الله تر دې وړاندې په کوټ ولسوالۍ کې تخریبي کړنې ترسره کولې .

حديق الله وايي، چې شاوخوا پنځه مياشتې يې له داعش وسله والې ډلې سره يوځای و، خو د هغوی ظلمونه او وحشتونه تر لیدو وروسته یې پرېکړه وکړه،چې له دغه وحشې ډلې څخه به جلا او سولې بهیر سره به یو ځآی شي .

نوموړې زیاته کړه، داعش ډله کې د اورکزۍ، چيچنايان او اوزبکان برخه لري،چې د عربانو له لوري تمويلږي.

ده دغه راز وويل، چې داعش وسله واله ډله بې ګناه وګړي په شهادت رسوي، د خلکو کورونو ته اور اچوي، زنانه، ماشومان او نارينه یرغمل نيسي او ټول هغه کړنې تر سره کوي، چې د اسلام مبارک دين سره په ټکر کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ننګرهار کې تر دې دمخه هم يو شمېر داعش او طالب وسله والو له مخالفت څخه لاس اخيستی او ملي امنيت ادارې له لارې سولې بهير سره يو ځای شويدي.

د پچیراګام ولسوالۍ مخورو یادې ولسوالۍ ته د ولایتي ادارې د ځآنګړې پاملرنې له امله مننه وکړه.

ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ مخورو د یادې ولسوالۍ د پرمختیایي شورا د مشر قاري هجرت په مشرۍ سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل څخه مننه وکړه،چې یادې ولسوالۍ ته یې په بېلابېلو برخو کې پاملرنه وکړه .

دوی د خپلو خبرو پر مهال وویل،پچیراګام ولسوالۍ دې پرمختیایي پروژې پیل شي،د یادې ولسوالۍ داخلي بې ځایه شوو کورنیو سره دې په منظم ډول مرستې ترسره شي او هغه کورنۍ چې ولسوالۍ ته ستنیږي، د کورونو بیا جوړولو او د کور وسایلو په برخه کې دې ورسره مرستې ترسره شي .

یادو مخورو د سلاکار وزیر او ننګرهار والي د پاملرنې څخه مننه وکړه،چې په امنیتی او نورو برخو کې پچیراګام ولسوالۍ ته وکړه او ټینګار یې وکړ،چې یادې ولسوالۍ ته دې لا هم زیاته پاملرنه وشي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د پچیراګام ولسوالۍ د ولسونو د مېړانې څخه قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، هوډ یې کړی،چې د ځانګړې مدیریت له مخې به په پچیراګام ولسوالۍ کې بیا ځل مخالفینو ته د ځآی پر ځآی کېدو موقع ورنکړي .

نوموړې زیاته کړه، داخلي بې ځایه شوو کورنیو سره به هم په ټولو برخو کې د یو منظم میکانیزم له مخې مرسته وکړي .

ننګرهار والي وویل،هغه کورنۍ چې خپلو ولسوالۍ ته ستنیږي،د کلیو پراختیا،کډوالو چارو او ګڼ شمېر نورو ادارو له لورې به ورسره په بېلابېلو برخو کې مرسته ترسره شي .

هغه همدا راز د امنیتي ستونزو د حل په برخه کې هم د پچیراګام ولسوالۍ ولسونو ته ډاډ ورکړ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *