ډاکټر صاحب اوږد تاند او خوشاله زوند درته غواړم تله به خبل کارونو کې بریالی اوسې!
سلمان سنګرله غزني ولایته:
یوه پوښتنه مې درلوده د غاښونو دزیړوالي په اړه زما غاښونه بوی کوي سره له دې چې زه هر سهار کریم او برش هم کاروم، خو کومه ګټه یې نده کړې، غاښونه مې زیړ دي او دسپینولو لپاره یې که راته لارښوونه وکړئ، عمر مې هم نیژدې دوه ویشت کاله دی.
مننه کور مو ودان
ځواب :
تر دې وړاندې چې په دې مسلې وغږیږو دغه خبره باید هیره نه کړم چې زه د غاښونو ډاکټر نه یم او په دې برخه کې ښایی کافي معلومات ونه لرم خو له اروپايي منابعو دغه مطلب برابروم هیله ده قناعت مو پرې حاصل شي بله مهمه خبره دا چې د غاښنو پالل باید له ماشومتوبه وشي او که غواړو سپین او سالم غاښونه ولرو باید له ماشومتوبه ورته په دقیقه توګه توجه وشي .
د غاښونو سپینول نن سبا د ډیرو کسانو لپاره اهیمت لري دغه محبوبیت ورځ په ورځ زیاتیږي اتیا په سلو کې امریکایان چې عمرونه ېې د اتلسو او نهه څلویښت په منځ کې دی د خپلو غاښونو د سپینولو فکر کوي دغه شمیره د ښځو لپاره پنځه اتیا ښودل شوې ده .
په لسو کسانو کې شپږ په دې باور دي چې که د خندا په وخت غاښونه سپین او ښکلي وي پر نفس د هغوی اعتماد ورسره لوړیږي.
په امریکا کې خلک هر کال ۱،۴بیلیون ډالره په دې برخه کې لګوي او هغه شیان اخلي چې غاښونه ورسره سپین کیږي.
په هرصورت تر هرڅه وړاندې به په دې خبرې وکړو چې ولې د غاښونو رنګ ژیړ کیږي :
د غاښونو ژیړوالی بیلابیل علتونه لري د مثال په توګه دعمر زیاتیدا، سیګریټ، ارثي عوامل، د خوړو مصرف، په ماشومتوب کې د ځینیو درملو خوړل، ناسمه تغذیه، د نوشابې، قهوې او چاکلیټو ډیر خوراک .
دا هغه عوامل دي چې ممکنه ده غاښونه ژیړ شي یعنې رنګ واخلي، خو درې مهم عوامل شته چې دغاښونو په ژیړوالي کې مرسته کوي جنټیک په دې برخه کې اساسي رول لوبوي ځینې کسان په طبیعي توګه سپین اوځینې زیړ رنګ لري ، بل مهم عامل ناروغۍ دي او ځینې درمل هم ممکنه ده غاښونه ژیړ کړي نو که دا احتمال وینئ چې د غاښونو رنګ مو د د رملو له امله دی د غاښونو له ډاکټر سره مشوره وکړئ دغه راز سیګریټ هم غاښونه ژیړوي د نیکوټین د رنګ له منځه وړل کابو درې میاشتې وخت غواړي چې له منځه لاړ شي .
کله چې عمر زیاتیږي دغاښونو مینا نرۍ کیږي او په دې ډول دغاښونو رنګ ژیړیږي په ټول کې هغه شیان چې په کالیو کې داغ یا لکه پریږدي ممکنه ده په غا ښونو هم لکه پریږدي.
د غاښونو د سپینولو عامه او دوده لار د غاښونو د منګ لیرې کول دي چې دغاښونو ډاکټر ېې په خاصو وسایلو سره ترسره کوي او له مخصوصو جیلونو هم استفاده کوي البته په دې ډول هم یوازې څلور یا دولس درجې غاښونو سپينیداي شي .
دغه مخصوص جیل په خپله هم له ډاکټره ترسره کولاي او ترې استفاده کولاي شئ دغه جیل چې باید د غاښونو ډاکټر ېې برابر کړي د دو اونیو په مخه هره شپه څلورساعته په خپلو غاښونو ومښئ دغه جیل لس یا پنځلس په سلو کې پراکسایډ لري او اته درجې غاښونو سپینولی شي.
البته دغاښونو د منګ دلیرې کولو روده باید دډآکتر په مشوره ترسره شي ځکه ځینې وخت ممکنه ده اپوټه نتیجه ورکړي په دې معني چې که تاسو دمخې غاښونو پوښ کړي وي کله چې دغه ماده پرې موښئ نو دغه د رنګ توپير نور هم زیاتیږي .
البته د غاښونو دمنګ د لیرې کولو رودې هم جانبي عوارض لري چې دلته پرې خبرې نه کو غوره ده له ډاکټر سره پرې مشوره وکړئ .
دغه راز که یوځل منګ لیرې شي معني ېې دا نه ده چې ټول عمر به سپین وي بلکه د وخت په تیریدا سره بیرته ژیړیږي او حتي په یوه میاشت کې هم بیرته ژیړیداي شي خو که په خوړو کې احتیاط وشي ممکنه ده یو کال دوام وکړي کله چې قهوه وچاکلیټ او نور دغسې مواد خورئ چې زنګ پیدا کوي ډیر ژر غاښونه بیرته ووینځئ.
د غاښونو روغتیا او سلامتیا باید د هرڅه په سر کې وي لږ ترلږ ه په ورځ کې دوه ځله غاښونه ووینځئ، او د سپينولو خاص کریمونه وکاروئ .
په بازارونو کې داسې درمل هم شته چې په موقتي توګه غاښونه سپینوي خو ډاکټران ېې سپارښتنه نه کوي .
د غاښونو منګ نیول او زیړ کیدل دوه بیلابیلې مسلې دي چې اکثره خلک پرې اخته کیږي خصوصاً هغه کسان چې د غاښونو برش کولو ته چنداني پام نه کوي لومړی به دغاښونو د زړیدا پرعلتونو خبرې وکړو چې ولې غاښونه زیړیږي او څنګه ېې مخه نیویلی شو ؟
دغاښونو دزیړیدا لپاره ډیرعلتونه په ګوته شوي دي یوپکې ارثي عامل دی پردې سربیره دژوند ناسمې رودرې ،حفظ الصحې ته نه پام ، ځينې ناروغۍ اود سن زیاتیدل هم په دې برخه کې اغیزمن رول لري دغاښونو هغه برخه چې سپینه وي او بهرنۍ برخه ده مینا بلل کیږي چې یو کلکه اوسپینه رنګه ماده ده او ددې لپاره چې یو شي ښه په غاښ کړی شو او یو شی وژوو دغه مینا باید سالمه وي په طبیعي توګه مینا دومره کلکه وي چې حتي که سړی زوړ هم شي خو دخپلو غاښونو روغتیا او پاکۍ ته ېې پام کړی وي مینا خپل حالت له لاسه نه ورکوي که مینا په کافي اندازه کاني مواد ولري رنګ ېې سپین او روښان وي خو په ډیرو کسانو کې ایرن رنګه ، لږ زیړ او کمرنګه نصواري هم وي کله ناکله په تیره بیا دعمر په زیاتیدا سره دغه مینا کمزوري کیږي او خپل شفافیت له لاسه ورکوي اویا ترمینا لاندې دغاښونو دښکتنې برخې رنګ له مینا ښکاري او ځکه غاښونه زیړ ښکاري .
دغاښ په ښکتنۍ برخه کې ایرن رنګه خالونه شته کله چې مینا پیکه او کمزوري شي دغه رنګه څرګندیږي او په دې ډول مینا زیړه ښکاري پردې سربیره ارثي عوامل ، او ځینې ناروغۍ لکه په وینه کې د بیلروبین د اندازې زیاتیدل د دې سبب کیږي چې غاښونه زیړ ښکاره شي، د معدي او کولمو ناروغۍ هم د دې سبب کیږي چې شپې مهال په خوله کې ناړې زیاتې او کاني مواد ېې ډیر په نتیجه کې غاښونه زیړ شي د دې لپاره غوره ده د داخلي ناروغیو په هکله پوره څیړنه وکړئ او که کومه داخلي ستونزه لرئ هغه معالجه کړئ بیا دغاښونو ډاکټر ته هم ورشئ چې اصلي علت ېې پيدا کړي .
په ځینې سیمو کې په اوبو کې د فلوراید په نامه مواد ډیر وي دغه چاره ددې سببب کیږي چې غاښونه خپل طبیعي رنګ له لاسه ورکړي ،ځینې درمل هم داسې دي چې که سړی ېې وخوري ممکنه ده غاښونه زیړ کړي دمثال په توګه د تتراسکیلین په نامه کپسول په تیره بیا که له اته کلنۍ مخکې وخوړل شي ناسمې اغیز پریږدي، هغه کسان چې له شاک او کوم ګوزار سره مخامخ شوي وي دهغوي دغاښونو په داخلي برخه کې چې پولپ ورته وايي خونریزي پيدا کیږي او دغه چاره ددې سبب کیږي چې غاښونه زیړ شي .
ځینې خواړه لکه فانټا او کوکاکولا، قهوه ، مختلف ساسونه، شراب او بیر، او هغه څښاک چې اسیدي وي ممکنه ده د غاښونو طبیعي رنګ ته تاوان ورسوي هغه کسان چې سیګریټ او چلم څکوي طبعاً باید زیړ غاښونه ولري ځینې ماشومانو ته په ماشومتوب کې ډاکټران د اوسپنې څاڅکي ورکوي خو له بده مرغه میندو ته سپارښتنه نه کیږي چې له دغو څاڅکو وروسته باید د ماشوم غاښونه پاک شي دغه چاره د دې سبب کیږي چې غاښونه تور یا زیړ شي لکه چې وویل شول چې ډیر ناروغۍ او ډیر درمل داسې دي چې ممکنه غاښونه زیړ کړي که په ټولو خبرې کوو ښايي مطلب اوږد شي خو دا چې څنګه دغاښونو دزیړیدا مخه ونیسو له نیکه مرغه ډیرې لارې شته چې دغاښونو دزیړیدا مخه نیولاي شو لومړی هغه علت پيدا کړئ چې ستاسو غاښونه زیړوي که ېې مخه ونیسي غاښونه به مو تل سالم وي پردې سربیره دغه ورور هم لیکلي دي چې که زه هره ورځ غاښونه برش نه کړم زیړیږي دا طبیعي خبره ده باید له هرځل خوړو وروسته غاښونه برش شي چې پر غاښونو موجود ټاپي او زیړوالی پاک شي پر برش کولو سربیره غوره ده دغاښونو له تاره هم ګټه واخلئ ځکه چې برش دغاښونو مننځنۍ برخه نه پاکوي .
که غاښونه هره ورځ او له هرو خوړو وروسته پاک نه شي او برش ونه وهل شي پرغاښونو یو ډول منګ ټولیږي چې په ناړو کې او دغه راز په موجودو خوړو کې د کاني موادو له امله وي او دغه مواد ورو ورو په غاښونو دومره راټولیږي چې پر مینا یو پرده خپره شي او غاښونه منګ ونیسي دغه منګ بیا پر برش وهلو هم نه پاکیږي اوباید دغاښونو ډاکټر ته ورشئ او په خاصې رودې ېې لیرې کوي په ډیرو هیوادونو کې که څه هم د غاښونو سلامتیا او روغتیا ته ډیره توجه کیږي او له هرځل خوړو وروسته غاښونه برش کیږي خو بیا هم په کال کې یو ځل یا په څو کلونو یو ځل دغاښونو ډاکټر ته په ورتګ سره دغه منګ لیرې کوي البته دغاښونو پرمینا هرډول رنګ منګ نه وي همغه ډول چې په کورنو کې چایجوشې یا نور هغه لوښي چې اوبه پکې ایشول کیږي منګ نیسي غاښونه هم منګ نیسي د غاښونو منګ هم همداسې یو شی دی البته د جوړیدا ډول او دمنګ ترکیب ېې توپیر کوي ناړې په خپله ډیر کاني مواد لري چې په غاښونو کې د رسوب کولو قدرت لري دغه کاني مواد د غاښونو په هغو برخو کې رسوب کوي چې برش نه ورسیږي او ډوډۍ هم ورسره ډیر په تماس کې نه وي دغه منګ کله چې زیات شي او غاښونه برش نه شي ټولې برخې اخته کولاي شي حتي که هره ورځ هم غاښونه برش کوو ممکنه ده په هغو برخو کې چې موږ ېې نه ګورو منګ ټول شي نو غوره ده کله ناکله د غاښونو ډاکټر ته ورشو او دغه منګ لیري کړو ددغه منګ لیرې کول هیڅ تاوان نه لري خو په دې شرط چې په سمې رودې لیرې شي .
د دې لپاره چې سالم او سپین غاښونه ولرئ باید حتماً له هرځل خوړو وروسته خصوصا شپې مهال غاښونه برش شي او تار هم پکې ووهل شي د غاښونو ډاکټران وايي هغه کسان چې شپې مهال غاښونه برش کوي هغوي ېې د ځان لپاره خو هغه چې سهار هغه هم له ناشتا مخکې غاښونه برش کوي هغوي ېې دنورو لپاره برش کوي او دوي ته هیڅ ګټه نه رسوي دشپې مهال باید حتماً غاښْونه برش شي پر برش کولو سربیره له هغو موادو هم کار اخلئ چې د خولې او غاښونو د عفونت دختمولو لپاره په درملتونونو کې موجود وي که تاسو دغاښونو روغتیا او حفظ الصحې ته توجه وکړئ له ډیرو ناروغیو به مو ځان ساتلی وي .