ډاکتر صیب پوښتنه لرم هغه دا چی زما کولمې دایم باد کوي او اوازونه هم باسی او په هر 30 دقیقو کی زما حاجت بیت الخلا ته کېږی چی لاړ شم صرف باد جاري کیږی او لوی حاجت می نه وي سره له د چی هند ته لاړم او هلته می هم تداوی وکړه خو کومه نتیجه یی ور نکړه او سره له د چی د ډاکتر په مشوره د بادګینه خوړو څخه پرهیز شوم مګر کومثبت بدلون می خپلو کلمو کی ونه لیده هیله کوم ډاکتر صیب که په د هکله لارښونه راته وکړی

خان له کابل څخه

ځواب:

په نس کې باد او نفخ ډیر علتونه درلودلی شي ددې لپاره چې اصلي علت ېې معلوم شي باید ځینې آزمیښتونه ترسره شي ترهغه چې اصلي علت نه وي معلوم شوی عارضي درملنه به هیڅ ګټه ونه کړي دلته به دهغو موردونو یادونه وکړو چې ممکنه ده باد او نفخ رامنځته کړي بیا به پردې خبرې وکړو چې ولې له کوره بهر درته اسهال پيدا کیږي .

د فغانستان په شان هیوادونو کې ډیر کسان دکولمو ناروغۍ په تیره بیا نفخ او باد لري که نور نه وي له ځینو خوړو وروسته ډیر کسان له نفخ او باد ه کړیږي البته ډیر ځله باد او نفخ دیوې جدي ناروغۍ نښه نه وي اوپه خوړو کې په ځینو تابیاوو سره ېې مخه نیول کیداي شي دټولو انسانانو په کولمو کې مختلف ګازونه شته دي چې په کولمو کې پنځه اصلي ګازونه لکه نایټروجن ،اکسیجن ، کاربن داي اکسایډ ، هایدروجن او متان شته دي په دغو ګازونو کې دوه ډوله یعنې اکسیجن او نایټروجن دهوا دتیرولو له لارې معدې او کولمو ته رسیږي کله ناکله په ارګمي سره ېې یون برخه بهر ته 2راوځي خو نور ګازونه دکولمو د باکټریاووپه وسیله دخوراکي توکو دتجزیې په نتیجه کې رامنځته کیږي په طبیعي توګه یوه کولمه په شوا روز کې اوو یا نهه لیټره ګاز تولیدوي چې ډیره برخه ېې وینې ته جذبیږي یخو یوازې ۶۰۰ ملي لیټره له خولې او مقعده بهرته ووځي . ډاکټران وايي که که په شواروز کې له ۱۴تر۲۵ ځله باد له کولموبهرشي طبیعي خبره ده اوډاکټرته ورتګ نه ده په کار .

خوکه تردې زیات وي حتماً باید ډاکټر ته ورشئ او باید علت ېې پيدا کړئ

د نس دباد په علتونو کې لومړی دخولې له لارې دډیرې هوا تیریدا ته اشاره کولاي شو هغه کسان له دې ستونزې سره ډیر مخامخ وي چې د ډوډ ۍ په وخت ډیرې خبرې کوي دغه راز هغه کسان چې تیزه ډوډۍ خوري او یا له خوړو سره سیګریټ څکوي او یا هغه کسان چې ډیرې ژاولې ژووي هم په دې ستونزې اخته کیداي شي .

دکولمو دګازو بل علت دفنګسونو په نامه یو ډول میکروبونه دي چې یو ډول ېې دکانډیډا البیکانز په نوم یادیږي دغه فنګس په کولمو کې ګاز او الکول تولیدوي په نتیجه کې باد او نفخ رامنځته کوي پردې سربیره دوینې دقند کمی ، ددې ناروغۍ په نښو کې خوږو ته ګروهنه او دوزن زیاتیدل هم باید هیر نه کړو .

قبضیت هم دکولمو دباد یو علت دی خو دلته پرې ډیر نه غیږیږو ځکه چې دقدرمن پوښتونکي له خبرو داسې ښکاري قبضیت نه لري .

د ځینو ناروغیو له امله لکه دشکرې، فنګسي میکروبونو او دتایروید د غدې او دغه راز د کولمو دالتهاب له امله هم دکولموحرکت ورو کیږي او په نتیجه کې نفخ او باد رامنځته کیږي .

په طبیعي توګه په کولمو کې ځینې ګټورې باکتریاوې شته دي کله چې دکولمو باکتریاوې یا مکروبونه زیات شي بیا نو ګټه نه لري بلکه په هاضمه کې د ستونزو سبب کیږي چې یوه ېې باد او نفخ دی .

ځینې کسان دشیدو له خوړلو وروسته دکولمو له باد او نفخ سره مخامخیږي دغه کسان د لاکتوز په نامه د یوه انزایم له کمبود سره مخامخ وي کله چې دغه ډول انزایمونه موجود نه وي نفخ او باد و نورې هاضمي ستونزې پيدا کیداي شي .

پردې سربیره نفخ او باد دتبې په شان دډیرو نورو ناروغیو نښه هم کیداي شي مثلاً هغه کسان چې دکولمو مزمن التهاب یا IBS، دسیالیاک په نامه ناروغي ، او دکیسه صفرا ډبره هم دغه ستونزه پيدا کولاي شي که څه هم دکولمو نفخ او باد او اسهال ډیرعلتونه درلودلی شي خو ددغه ورو له خبرو داسې ښکاري ممکنه ده هغه هم دکولمومزمن التهاب ولري چې په کولونوسکوپي معاینې سره باید دغه کولمې معاینه او اصلي تشخیص وضع شي .

خو که تاسو بل کوم علت پیدا نه کړاي شي په ډیرو ساده رودو اود ژوند دسبک په بدلولو سره له دې شره خلاصیداي شئ:

هغه خواړه معلوم کړئ چې نفخ او باد رامنځته کوي او ورو ورو ېې مصر ف کم کړئ لکه حبوبات ،کاهو کرم پياز او هوګه ممکنه ده دغه ستونزه پيدا کړي دغه راز غوړ خواړه ،هم کم کړئ ښايي له تاسو سره مرسته کوي دا چې دغه قدرمن ورو په رستورانونو کې له دې ستونزې سره مخامخیږي دخوړو پرناپاکوالي سربیره ښايي غوړ خواړه هم ورته دغه ستونزه پيدا کړي دا چې نور نه ناروغه کوي علت ېې دا دی چې دهرچا کولمې سره توپير کوي دغه راز ښايي په رستورانونو کې نوشابې چې ګاز لري ډیره خوړل کیږي ګاز لرونکی څښاک هم ممکنه ده نفخ او باد پیدا کړي نو دغه ډول څښاک مه کوئ دغه راز هڅه کوئ کمه خو په ځلونو ډوډۍ وخورئ .او دخوراک په وخت آرامښت هم ورسره مرسته کولی شي .

هغه کسان چې اوبه کمې څښې هم ممکنه ده دغه ستونزه پيدا کړي په ۲۴ساعتونو کې اته ګیلاسه اوبه مه هیروئ .

په رستورانونو کې خواړه تازه نه وي او ځینې خواړه ډیر ژر خرابیږي له همدې امله دکور ترخوړو درستورانونو خواړه ژر سړی ناروغه کوي دغه راز قهوه او چاکلیت هم نفخ اوباد پيدا کوي نو ددغو خوړو په خوړولو کې ا فراط مه کوئ خو که دشیدو له خوړولو وروسته دغه ستونزه درته پيدا شوه حتماً د انزایمونو کمی له پامه مه غورځوئ .ستاسو په بدن کې حتماً دشیدو دتجزیه کولو یو انزایم نه وي موجود په اروپا کې ددغو کسانو لپاره مخصوصې شیدې جوړیږي .

دغه راز داسهال او باد اونس دردونو نورډیرعلتونه شته چې له معایناتو وروسته معلومیږي اصلي علت کوم دی مثلاً ځینې کسان له خاصوخوړو سره حساسیت لري چې دغه حساسیت پر نورو نښو سربیره نفخ اسهال ،او دردونه پیداکولاي شي ،داچې تاسو په رستورانونو کې له دې ستونزې سره مخامخیږئ ښايي یوعلت ېې دا وي چې دغه خواړه فاسده شوي وي او یا داچې په دغو خوړو کې داسې شیان شته چې تاسو ورسره حساسیت لري او هغه نه شئ زغملی نو غوره ده اصلي علت پيدا کړئ په افغانانو کې دکولمو مزمن الهاب IBSډیر دی ددې ناروغۍ اصلي علت نه دی معلوم شوی خو په دې ناروغۍ کې کولمې مزمن التهاب لري او کله چې ځینې خواړه وخوړل شي ښايي ستونزه پيدا کړي البته له خوراکي حساسیت سره دشوندو خارش ،اوپړسوب ، دغږ پنډیدل ،کانګې اسهال ، او قولنج هم لیدل کیږي یو شی چې دیر اسهال او دکولمو ستونزې پيدا کوي ناپاکله سبزي ده که تاسو له کوره بهر سبزیانې خورئ نوي په سلو کې احتمالاً تاسو ناروغه کړي نو غوره ده له کوره بهر دخوړو په وخت ډیراحتیاط وکړئ اوپه هغو ځایونو کې خواړه مه خورئ چې پاکۍ او سترګۍ ته پام نه کوي .

په ټول کې جاوید ورورته زموږ سپارښتنه دا ده چې غوره ده دمقعد له لارې دکولمو معاینه وکړي چې کولونوسکوپي بلل کیږي او ددې ستونزې اصلي علت معلوم کړي که دا کولیت یا دلویو کولمو مزمن التهاب وي خاصه معالجه او پرهیز غواړي او که کوم میکروب او یا له خاصو خوړو سره حساسیت وي هغه به هم معلوم شي خو په ازمیښتي ډول تاسو دڅو ورځو لباره سبزیانې بندې کړئ وګورې چې کومه ستونزه لرئ که نه ،؟ او دغه راز هغه خواړه چې فکر کوئ حساسیت ورسره لرېئ هغه مه خورئ دغه چاره به هم له تاسو سر ه مرسته وکړي .

په درناوي

One thought on “د کولمو نفخ او باد/ د ډاکټرسباوون ځواب”
  1. مننه محترم ډاکتر صاحب.
    زه عین ستونزې لرم خو تفاوت ورسره دا لرم چې زه قبضیت هم لرم. د نیمې شپې نه تر سهاره مې سخت کړوي. د شپې خوب مې د قبضیت او د کلمو لاندینۍ برخه کې د درد او ډکو بولو د
    فشار په وجه سخت ناارام وي.
    دواوې مې هم کړې خو هیڅ کومه نتیجه یې نه ده ورکړې. د نس باد او په کلمو کې د ډکو بولو فشار مې د شپې او سهار لخوا ژوند را تریخ کړی دی.
    هیله ده په دې اړه هم لږ معلومات راکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *