ډیرو قدرمنو ملګرو د سپرم او مني د زیاتولو او نورو خصوصیاتو په هکله پوښتنې کړي له دې چې ډیرې سره ورته وې د بیلګې په توګه دوه پوښتنې راخلو او ځواب کلي ورکوو چې ټولې ځواب شي:
داکټر صیب عمر می تقریبا د۲۲ او ۲۷ کالونو ترمنځ دی او واده می نه دی کړی ولی بدبختانه بلوغ ته درسیدو سره په استمنا یا موټک په ناوړه ناروغۍ اخته شوی وم ولی خوشبختانه ستاسی مشورو دلوستلو ورسته دا دوهم کال دی چې دی ناورغۍ ته می توجه کمه شوی یانی په تیر ۲۰۱۱ ټول کال تر اوسه می ۲ یا ۳ ځل د استمنا نه کار اخیستی خو بربڼد یا سیکس فیلمونو دلیدو خوند اخلم او کله نا کله یی ګورم ولی د استمنا غوندی پری روږدی شوی نه یم.
هغه ستونزه چی زه ورته متوجه شوی یم داستمنا یا موټک وروسته چې کله زه خلاصیږم یانی سپرم می دجنسی الې نه بهر کیږی خوند اخلم ولی سپرم می ټوپ نه وهي په خوند سره دوتلو وروسته بس دجنسی الې نه خټه خټه توی شی، بوی هم لري خو په سیکس فیلمونو کې متوجه شوم چې د نارینه اوبه اولوزي یا داسی ټوپ وهی خو زما ټوپ نه وهی ایا دا دسپرم ټوپ ضروري دی؟ کوم وخت مونږ پوهیږو چې زمونږ سپرم نارمل دی او په راتلونکی وخت به د اولاد په برخه کی کومه ستونزه ونه لرو؟ هیله ده په تفصیل یی جواب راکړۍ. یادونه کوم چې اوس مو کورنۍ غواړی کوژده راته وکړی ولی زه ورته زړه نه ښه کوم او په دی اندیښنه کې یم چې داسی نه شی سبا ورځ ښځې ته کم رانشم او دا هم راته دټولنیز ژوند او افغانی کلتور له امله شرم مالومیږي چې داکټر ته ورشم نو یوازی می تاسی سره شریکه کړه. ستاسی دسالمی رهنمایی په هیله یم
مل.ابراهیم دننګرهار ولایت
محترم ډاکټر سباوون ته
ښاغلې :زما علي احمد نېکي هيلي او ښې ښې پېرزويني د ننګرهار ولايت څه قبولي کړي او خداى پاک دي وکړي چې دکامل صحت جامې به مو په تن وي :
محترم ډاکتر صاحب : زما يوه پوښتنه داده چي د سپرم دډېرولو لپاره بايد څه وسي او کوم عام ټابليټ ښه دي چي څوک يې بايد استعمال کړي ( البته چي په دواخانو کي پيداکيږي ) او بله پوښتنه مي داده چي کومه ښځه چي په مياشتني مريضى کي ډير د ملا درد ولري نو څه بايد وکړي چي ددې مشکل څه خلاص سي .
هيله ده چي ددې پوښتنو جواب په تاند او يا هم زما وايميل ته راوليږي .
په همدې هيله .
ځواب:
دسپرم د ډیرولو او نورو مشخصاتو په هکله ډیرې پوښتنې شوي دي دلته به په تفصیل سره د سپرم د مشخصاتو په هکله خبرې وکړو هیله ده ددغو وروڼو پوښتنې هم ورسره ځواب شي
ډیر نارینه د دې لپاره چې ماشوم وزیږوي او یا له جنسي مقاربته خوند واخلي هیله لري سپرم ېې ډیر وي او داسې فکر کوي چې که سپرم ډیر وي نو ممکنه ده نو میرمن به ېې ژر حامله شي خو ددې لپاره چې په دې مسلو پوه شئ غوره ده په ټول کې د مني او سپرم په مشخصاتو خبرې وکړو او وګورو دغه مایع څه دندې او کومې ځانګړتیاوې لري .
مني سریښناکه ، او دشیدو په رنګ اوبه دي چې خپل مخصوص بوي لري ددې مادې ph قلایي او (5/7- 3/7- PH) دی مني په ټول کې دوه برخې لري یوه برخه ېې ژوندۍ حجرې دي چې سپرموټوزیید بلل کیږي چې په هګیو یا خصیو کې جوړیږي او بله برخه ېې اوبه دي چې سیمینل بلل کیږي چې له بیلابیلو برخو او موادو جوړې دي او سپرمونه پکې لامبو وهي .
په حقیقت کې سپرمونه د ټولې مني اته په سلو کې جوړوي او شمیره ېې په هر سانټي متر معکب مني کې یو سلو شل میلیون ده هر سپرم یو سر او یوه لکۍ لري او د ټول سپرم اوږدولی ۶۰ مایکرونه دی او دخپلې لکۍ په حرکت سره دمني په اوبلنه برخه کې چې سیمنال بلل کیږي لامبو وهي .
دغه خبره هم دیادولو ده چې کله مایع له بهر کیږي خپله خاص حرکت نه لري خو کله چې اتل ساعته په یوې بلې برخې کې چې اپيددیډرم بلل کیږي پاتې شول دحرکت کولو جوګه شي خو فعال حرکت ېې هغه وخت پيلیږي چې دانزال په وخت د پروستات دغدې او دمني د کڅوړو په اوبو کې لامبوزن شي سپرم د درویشت کرموزمونو درلودونکې حجرې دي او معمولاً نیمايي ېې X او نیمايي نور ېې Y کرموزومونه لیږدوي خو اوسنۍ څیړنې وايي چې Y کرموزوم لږ زیات وي دغه راز په نویو څیړنو کې ښودل شوې چې هغه سپرمونه چې ګرد سر او ډیر حرکت لري هغه Y کرموزوم او هغه چې غټ او اوږد سر لري هغه Xکرموزوم لیږدوي.
مني کله چې تولیدل شول په یوې کڅوړه کې چې اپي دیډیم بلل کیږي زیرمه کیږي او سپرمونه تر هغه وخته چې په دغه قلايي برخه کې اوسي که تودوخه ورته مناسبه وي تر ډیرې مودې پورې حتي تر څو میاشتو پورې ژوندي پاتې کیږي خو کله چې له بدنه بهر شي که تودوخه ۳۷ درجې وي او محیط ورته اسیدې نه وي څو ساعته ژوندي پاتې کیداي شي .
کله چې سپرم دمقاربت په وخت د میرمنو تناسلي الې ته ورځي او یا دمصنوع القاح په وسیله هلته هدایت کیږي معمولاً ۲۴ ساعته ژوندې وي خو کله ناکله د رحم د غاړې په برخه کې ننوځې اوهلته تر اوو ورځو پورې هم ژوندي پاتې کیداي شي .
کله چې مني له بدنه بهر کیږي دنشایستې په بڼه بدلیږي او له ۵ تر شلو دقیقو وروسته بیرته د اوبو په بڼه بدلیږي تر هغو چې بیرته داوبو په بڼه نه وي بدل شوي سپرم پکې حرکت نه لري له همدې امله سپارښتنه کیږي چې دسپرم معاینه دسپرم له اخیستو شل دقیقې وروسته ترسره شي مني په بدن کې دننه اوبلنه وي خو کله چې له بدنه بهر کیږي نورې اوبه او مواد ورسره یوځاي کیږي او بیا هغه لږ کلکه او دسریښو په شان کړي خو وروسته دپروستات د مایع له امله بیرته اوبلنه شي .
دمني اوبه خپل خاص خصوصیات لري که بدل شي ممکنه ده کومه ستونزه موجوده وي مثلا که مني ډیره ټینګه وي سپرم پکې ښه حرکت نه شي کولاي دغه راز که دبدن اوبه هم کمې شي ممکنه ده مني ټینګه یا غلیظه شي .
که انزال ډیر کم وي ممکنه ده چیرته په لاره کې بندش موجود وي ، که مني ډیره نرۍ وي ممکنه ده مثانې ته د بیرته ګرځیدا یا رتروګراډ له امله دغه ستونزه پيدا کړي دغه چاره خطرناکه نه ده خو کله د پروستات له امله هم ممکنه ده مني نرۍ وي که مقاربت ژر ژر وشي طبعاً دمني اندازه کمیږي .
په کلي توګه مو د مني دخصوصیاتو په هکله لنډې خبرې وکړې خو د هغه ورور دپوښتنې په ځواب کې چې ویلي دي مني ېې توپ نه وهي باید وویل شي چې له بده مرغه ډیر کسان کله چې استمنا کوي نو دمني د وتلو مخه لږ ډب کړي دغه چاره پروستات ته تاوان رسوي او مني بیرته مثانې ته ځي دغه راز د مني دکیسو عضلات خپل خاصیت له لاسه ورکوي البته د مني په ټوپ وهلو کې کمی د اولاد په پيدا کیدا کې کومه ستونزه نه پیدا کوي دغه راز دجنسي خوند د کمیدا سبب هم نه کیږي خو ددې لپاره چې د مني دټوپ وهلو قدرت بیرته زیات شي ځینې سپورټونه شته چې ممکنه ده مرسته وکړي دمثال په توګه د تناسلي برخې عضلات منقبض کړئ او له څو ثانیو وروسته ېې بیرته سست کړي دغه کار څو ځله تکراروئ ورو ورو به د تناسلي برخې عضلات مذبوت او دغه ستونزه به هم ورسره ورکه شي البته که په تناسلي لاره کې تاوان ډیر وي ممکنه ده بیرته عادي حالت ته ستون نه شي خو لکه چې وویل شول تاوان هم نه لري او داندیښنې خبره پکې نه شته البته ځینې کسان وايي که ژر ژر مقاربت وشي نو سپرم هم زیاتیږي او په خپله ېې ټوپ وهل هم زیاتیږي
البته دغه ورور ویلي دي چې مني ېې بوي هم لري او دخټې په شان تویږي نو ډیر ګمان دادی چې په تناسلي لارو کې ېې کوم غړی میکروبي شوی وي غوره ده ټول معاینات وکړئ او علت ېې پيدا کړئ ځکه چې که په سر کې ورته توجه وشي دغه ستونزه ډیره غټه نه ده او په درملو سره ېې علاج کیداي شي په تیره بیا که میکروب وي ژر معالجه کیداي شي په دې شرې چې ډاکټر ته ورشئ او علت ېې پيدا کړئ
د بل قدرمن ورو د پوښتنې په ځواب کې چې ویلي دي څنګه سپرم زیات کړو باید ووایو چې دسپرم کمی او زیاتوالی د اولاد په پيدا کې دومره اغیز نه لري بلکه د یوې هګۍ د القاح لپاره یو سپرم کفایت کوي خو په دې شرط چې سپرمونه سم او سالم وي له دې سره سره دغه څو لارښوونې ممکنه ده دسپرم له ډیرولو سره مرسته وکړي :
سګریت مه څکوئ ، لاندې جامې باید ازادې وي چې نیلون هم ونه لري ،مناسب خواړه وخورئ ، شراب مني او جنسي اشتها کموي دغه برخه هم د رسره مرسته کوي چې په دې برخه کې خپله پوهه زیاته کړئ
د تناسلي الي کمزوري یا دنعوظ ستونزه
د میاشتنۍ مریضۍ په وخت د ملا د درد په هکله ځواب دلته لوستلئ شئ