تاند- جرمني وايي چې سږ کال له دغه هیواده دومره پناه غوښتونکي په خپله خوښه بېرته تللي چې تر دې پخوا یې ساری نه و لیدل شوی.
د جرمني د زود دویچې څایتونګ ورځپاڼې د راپور له مخې، سږ کال (۲۰۱۶) له جرمني څخه ۵۵ زره کډوال په خپله خوښه له دې هیواده وتلي او دا د هغو کسانو دوه برابره دی چې جرمني له خپلې خاورې ایستلي دي.
د دویچې څایتونګ ورځپاڼې د راپور پر اساس، د جرمني د مهاجرت او پناه غوښتنې اداره وايي، دا کسان د روان ۲۰۱۶ کال له جنورۍ د نوومبر تر میاشتې پوري له جرمني څخه په خپله خوښه وتلي دي.
تر ټولو ډېر پناه غوښتونکي د بالکان د سیمې هیوادونو ته بېرته ستانه شوي دي.
د بالکان په سیمه کې تر نورو البانیایان زیات خپل هیواد ته ګرځېدلي دي. د ټولو ۵۵ زره بېرته ستنو شویو په سلو کې ۱۵ البانیاوال دي چې له جرمني بېرته خپل هیواد ته تللي دي.
ورپسې سربان، عراقیان او کاسوو- وال زیات خپلو هیوادونو ته ګرځېدلي دي.
تېر کال ۸ لکه ۹۰ زره تنو جرمني ته پناه یووړه.
د جرمني حکومت په روان کال کې ۲۵ زره کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي او اعلان یې کړی چې د لوېدیځ بالکان هیوادونو اتباعو ته په هیڅ صورت په خپله خاوره کې د هستوګنې اجازه نه ورکوي.
جرمني همداراز ویلي چې عراق، ایران او افغانستان ته هم په خپله خوښه د بېرته ستنېدونکو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
په وروستیو کې یو شمېر افغانان له جرمني څخه کابل ته واستول شول خو اکثرو ویل چې په زوره ایستل شوي دي.
د جرمني د مهاجرت د ادارې د معلوماتو له مخې سږ کال افغانستان ته ۳۲۰۰ تنه افغانان بېرته ستانه شوي چې دا د تېر کال د بېرته ګرځول شویو افغانانو ۱۰ برابره دی.
د سږ کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر پوري په جرمني کې د ټولو پناه غوښتونکو په سلو کې ۳۸ سوریه وال، ۱۸ افغانان او عراقیان ۱۳ اعشاریه ۵ جوړوي.