تاند- افغان طالبانو د پاکستان، روسیې او چین د درې اړخیزې غونډې له لوري له تور لېسته د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو د ملاتړ هرکلی وکړ.
د طالبانو سیاسي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی په نظر دا درې هیوادونه، چې په افغانستان کې مهم رول او اغېز لري، په دې پوهېدلي چې د افغانستان اسلامي امارت یو پوځي او سیاسي قوت دی.
د روسیې، چین او پاکستان جګپوړو استازو د سې شنبې په ورځ /دسمبر۲۷/ د افغانستان د حکومت له ګډون پرته په مسکو کې غونډه وکړه او اعلان یې وکړ چې درې هیوادونه د ملګروملتو د بندیزونو له لېسته د طالبانو د یو شمېر مشرانو د نومونو ایستلو ته تیار دي.
دوی دا هم ویلي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د امکان د برابرېدو لپاره له تور لېسته د طالبانو د مشرانو د نومونو پر ایستلو سلا شوي دي.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو ویندوی محمد سهیل شاهین ویلي«د بندیزونو له لېسته د اسلامي امارت د غړیو د نومونو د ایستلو په اړه د مسکو په غونډه کې شوی وړاندیز په افغانستان کې د سولې او امنیت د راوستلو لور ته یو مثبت ګام دی. موږ د دې اعلان هرکلی کوو، خو د حقیقي سولې د رامنځته تګ لپاره باید د ځپل شویو افغانانو بنیادي حقونه اعاده شي څو دوی هم خپلواک هیواد ولرلی شي او د نورو ملتونو په شان ازاد تګ راتګ وکړای شي.»
شاهین د مسکو د ګډې اعلامیې په وړاندې د طالبانو په رسمي غبرګون کې همداراز ویلي«دا د خوښۍ ځای دی چې د سیمې هیوادونه هم پوی شول چې د افغانستان اسلامي امارت یو سیاسي او پوځي قوت دی.»
سره له دې چې طالبان د مسکو د درې اړخیزې غونډې پایلې مثبتې بللې دي د افغانستان د ملي شورا ځینو غړیو هغه غندلي او د افغانستان د ملي حاکمیتن خلاف یې بللې دي.
د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال حسیب الله کلیمزي وویل، روسیه، پاکستان، چین او نور هیوادونه دا صلاحیت نه لري چې د امنیت شورا له تور لېسته د طالبانو د مشرانو د نومونو د ایستلو غوښتنه وکړي.
د افغانستان حکومت مخکې تر مخکې د مسکو پر درې اړخیزه غونډه انتقاد کړی و او ویلي و چې د افغانستان په اړه د افغانستان د حکومت د استازو له ګډونه پرته غونډه ورته د منلو نه ده خو درې اړخیزې غونډې پرون د مسکو په ناسته کې وویل چې په خپله راتلونکې غونډه کې به افغانستان ته د ګډون بلنه ورکړي.
You guys force corruption into the system, steal everything govt have, destroy everything that was recently rebuild, and by force take all the land Belongs to the govt. Taliban will offcource won this war, because they know most of the govt official are well corrupted and war lords. They are just times thief, nothing more then that. Give a good slap to Russia, Pakistan and China tell them that to buzz off. This is Afghanistan decision what to do not you three shits.
د نورو هرکلی او د خپلو وژل، دا لطفونه او شفقت ،نوی دامونه او شرمندګی یی تر شا ښکاری ، ای کاش په (اشداء علی الکفار رحماء بینهم) باندی عمل شوی وای ، هم به جګړه ختمه شوی وای ، قوت مو هم زیاتیدو او تقرب الی الله چانس هم ورکی وو.
جګړه لکه د نورو په شان اوس بزنس ګرځیدلی ، معاملی لا محدوده شوی،وسلی پیسی چه هرچا سره وی زموږ ورته سترګی وی ،خو ټول پوه شی چه پیشو د خدای لپاره موږک نه نیسی !!! افلا تعقلون.
بلی آغا جان! ویرانی وکشتن برادرت تا چه وقت؟ لطفا بهوش بیایید باید انسان مفید باشیم (خیرکم ، خیرکم لاهله) سبحان الله ، استغفرالله
نسوار نوش جان کرده و تعقل،تعقل ،تعقل………………کنید یا اولی الالباب.
اخرهم دمسکو بچیان راوختل ستاسو په ستاسو په سیاسی قوت یوازی چتلستان پوهیژی چه تاسو یی په نامشروع دول زیگولی یاست
de solhe po loor neek eqdaam da.
ده حيرانى خبره ده انسانان دوه قسمه دى يو چى پوهه نه لرى دويم چى ځان نه پوهوى،که څوک نه پوهيږى پوهولئ سى او که چيرى ځان نه پوهوى نو وائ چى نه کوى حبيب څه به وکړى خوار طبيب،
مونږ کله دى روس دفا له امريکى کوو او کله دى امريکى دفا له روسه کوو دوئ په خپله ښه غټ غټ قوتونه دى ولى په مونږ مسلمانانو باندى زور سره معلوموى او مونږ ته وسايل هم پوره نه راکوى،
دا ځکه چى کفار ټول سره يو دى تر هندو پورى،
په والله که دى ده کفر بچئ ښه وغواړى بى له بدو،
طالب خو ځان ده دين ټيکدار بولى نو بيا ولى ده کفر ده دسيسو ښکار دى دا ځکه چى ضمير ى خرڅ کړئ ده،