د علم، ادب او پوهي د عامېدو او کتاب لوستني د فرهنګ د رامنځته کېدا په موخه یو شمېر ادبپالو ځوانانو د کندهار په ژیړۍ ولسوالي کي د اونیز ادبي بهیر او کتابتون پټۍ پرې کړه، چي په ترڅ کي يي وینا کوونکو د ادبي بهیرونو او کتابونو پر ارزښت د اهمیت وړ خبري وکړې.
نن جمعه، ۱۳۹۵د جدې پر لسمه نېټه د روهي ادبي بهیر، بېنوا فرهنګي ټولني او ودان افغانستان ګوند ادبپالو غړو د کندهار ولايت په ژیړۍ ولسوالي کي د اونیز ادبي بهیر او کتابتون د پرانستغونډي په ترڅ کي د ژیړۍ له لسګونو ځوانانو او مشرانو سره ناسته وکړه.
د ژیړۍ ادبي بهیر او کتابتون د پرانستني په دې مراسمو کي ځوان فرهنګپال او هڅاند ځوان علي احمد حنیفي غونډي ته په پرانیستونکې وینا کي د روهي ادبي بهیر او ودان افغانستان ګوند له ملګرو او د ژیړۍ له ولسي مشر اسدلله خان څخه له دې کبله ځانګړې مننه وکړه، چي په وینا یې په ژیړۍ ولسوالي کي یې د ادبي بهیر د پیل او کتابتون لپاره په کتابونو راټولو کي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کړي.
Kandaharښاغلي حنیفي په ژیړۍ ولسوالي کي له هغو فرهنګ مینو او ادبپالو دوستانو څخه هم مننه وکړه، چي ژیړۍ ادبي بهیر ته یې د ځای د ورکړي تر څنګ نور امکانات برابر کړي دي، هغه له ځوانانو وغوښتل څو په یاد ادبي بهیر کي د ادب، فرهنګ او د هېواد د ښېرازۍ په موخه سره راغونډ سي او د هېواد په روانو حالاتو له نزدې خبري وکړي.
غونډي ته د وینا په ترڅ کي د روهي ادبي بهیر او بېنوا فرهنګي ټولني په استازیتوب پر ادب مین حکمت الله څرک د وینا په ترڅ کې د ژیړۍ له ځوانانو وغوښتل، تر څو په بهیر کي دوامداره ګډون وکړي او د وینا او شعر ویلو مهارتونه زده کړي.
نوموړي ځوانان د ټولني د ملا تېر وبلل او د ټولني د ناخوالو په له منځه وړلو کي یې د ځوانانو ونډه خورا مهمه وښوده، چي په خبره یې ځوانان هغه وخت ټولني ته د خدمت جوګه کېدا سي، چي له کتاب، ادب او پوهي سره يي ملګرتیا پیاوړي سي. د ژیړي ولسوالۍ اوسېدونکي علي جان حبیب غونډې ته د وینا پر مهال د هېواد د پرمختګ او پر پښو درېدو لپاره تعلیم، ادب او د کتاب ملګرتیا یوازینی حیاتي ارزښت وباله او د ژیړۍ له ځوانانو یې وغوښتل، تر څو په هر قیمت زده کړې ته پاملرنه زیاته کړي.
د ژیړۍ ولسوالۍ یو بل فعال ځوان او د ځوانانو په چارو کي د اجراییه ریاست مشاور حیات الله حبیب په ژیړي ولسوالي کي د ادبي بهیر پیل او د کتابتون پرانیستنه د ژیړۍ د اوسېدونکو لپاره یوه لویه ادبي لاسته راوړنه وبلله او د دې بهیر او کتابتون له جوړونکو څخه یې مننه وکړه. غونډې ته د وینا پر مهال ځوان فرهنګي او مدني فعال نثار احمد صالح د علم او ادب سره قوي اړیکي د تمدن او پرمختګ اساسي راز وباله او له ځوانانو یې هیله وښوده، تر څو کتابونو ته مراجعه وکړي او د کتاب په مرسته هېوادوال له روانو ناخوالو خلاص کړي.
رابور: عزت الله امید

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *