د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

تاند- د امریکا د حکومت له لوري د متحدو ایالتونو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې په اعتراض کې له واشنګټنه د ۳۵ روسي دیپلوماتانو د ایستلو په غبرګون کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې هیڅ امریکايي دیپلومات به له مسکوه ونه باسي.

پوتین د اوباما د ادارې اقدام پاروونکی وباله، ویې ویل چې دی به له نامسوولانه دیپلوماسۍ کار وانخلي.

ښاغلي پوتین همداراز وویل، د پنجشنبې په ورځ له امریکا څخه ۳۵ ایستل شوي روسي دیپلوماتان او د هغوی د کورنیو غړي به خپلو کورونو ته راشي او له خپلوانو او دوستانو سره به د نوي کال جشن او خوښۍ ولمانځي.

ده زیاته کړه«موږ به امریکايي دیپلوماتانو ته ستونزه جوړه نه کړو. موږ به هیڅوک ونه باسو.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف پوتین ته وړاندیز کړی و چې د امریکا د اقدام په ځواب کې ۳۱ امریکايي دیپلوماتان وباسي.

پوتین د خپلو خبرو په دوام کې ویلي«د افسوس وړد ده چې د ولسمشر بارک اوباما اداره په دې ډول خپل کار پای ته رسوي، خو له دې سره سره زه ده او کورنۍ ته یې د خوشاله نوي کال هیله کوم.»

ټاکل شوې ده چې د امریکا نوی منتخب ولسمشر دونالد ټرمپ د جنورۍ په شلمه له اوباما څخه رسماً د سپینې ماڼۍ واګې واخلي.

امریکا روسیه تورنه کړې چې د انترنیټ له لارې یې د امریکا د ولسمشرۍ په وروستیو انتخاباتو کې د دونالډ ټرمپ په ګټه ګوتې وهلې دي.

پوتین په خپل پیغام کې دونالد ټرمپ ته په امریکا کې د بري مبارکي ویلې او د امریکا ولس ته یې د سوکالۍ او هوساینې هیله کړې ده.

One thought on “پوتین وايي، د امریکا د اقدام په ځواب کې امریکايي دیپلوماتان نه باسي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *