له بده مرغه، موږ اکثراً له ټولنیزو مسایلو سره تر حد زیات سطحی چلن کوو، همداعلت دی چې په بحرانو پسې مو د بحرانو توپانونه ښه کلک ځپي او روغه ورځ مو لکه د مقدر برخه چې نه وي؛ راځئ چې په دې واقعیت د پوهېدو او د هغه د منطقي و مستندې څېړنې لپاره، له خپلو بې پایانه تاریخي پېښو څخه پر یوه یې (د جدي شپږمه) تمرکز سره وکړو او په رڼو سترګو ووینو چې له حوادثو، جریاناتو او پدیدو څخه زموږ برداشت، تحلیل، تجزیه او نتیجه ګیري په کوم حد کې تر ساده هم ساده ده.
د جدي ۶- مه، په ۱۳۵۸ل کال کې، پر افغانستان، د شوروي اتحاد د مخامخ چپاو ورځ ده؛ دا نېټه، په هیواد کې دننه و دباندې، د مخالفینو و موافقینو دواړو، د اتفاق نظر تر بریده، د تاریخ یوه توره ورځ ده؛ موږ هر کال دا ورځ په شدت سره غندو؛ جالبه خو لا دا چې چپه و راسته افراطیون (کمونیستان و اخوانیان) غبرګ، په یوه خوله و په یوه اندازه ناړې پر توکي.
د کمونیستو لپاره یې بد ویل ځکه سرکوزې ده چې دوی پر دغه تاریخ، د وارسا پوځي کمپ د نېغ یرغل په ګرما ګرم هرکلی کې، تمام وطن پر ناتمام ماتم واړاوه او د اخوانیو له خوا ور ته خروښېدل، په دې بې شرمې ده چې دوی بیا د امریکا په نصرت او پاکستان په مشفقانه مدیریت سره، د دین له لارې، پر افغانستان د هسې یرغلو خونړي مسیرونه را پرانیستل چې د جدي ۶- مه ور ته داسې ایسېده لکه د ملي ژغورنې دا.
زموږ د جمعي ذهن یوه عمومي ستونزه دا ده چې حوادثو ته په مجرده توګه فکر کوو؛ مختلفو اړخو ته یې پام نه کوو؛ په تاریخي زمینه کې یې، له اجتماعي، اقتصادي، سیاسي او فلسفي جریاناتو سره په رابطه کې نه څېړو؛ د پدیدو پر عللو و معلولو منطقي غور نه کوو؛ فیصلې مو زیاتره د ړندو ایډیولوژیو پر بنیاد، احساساتي وي؛ مثلاً، دا ټوکه چې، په ماسکو کې به واوره اورېده نو کمونیستو ملګرو به دلته په سره اهاړ کې غټ بالاپوښونه اغوستي او سایوانونه به یې پر سرو نیولي ول؛ چې د کیسې پوښتنه به دې وکړه؛ ویل به یې، چې د لینن په ښار کې واوره اوري.
زموږ د ملي وجود پر پرهارو تر ۳۷ ډېر کلونه اوړي او لاهم تودې وینې دارې ځنې وهي خو موږ د مذهبي جنون په حکم، د سیکولر ترکیې د حمایت په درواغجنو شعارو خپل ستوني څیرو.
اوس سوال دا دی چې دې دردوونکي و شرموونکي وضعیت ته څوک، کله او څنګه تغیر ور کولای شي؟ ممکن ډېر مو اورېدلي وي چې دا وطن نه جوړیږي؛ دلته هیڅ ډول بدلون نه شي را تلای او یو شمېر د شعور خاوندان خو لا د خپلې دې بدبینۍ د اثبات لپاره دا پوخ بیت هم در ته ډکلمه کړي:
خشت اول ګر نهد معمار کج
تا ثریا میرود دیوار کج
مګر موږ کلک باوري یو چې دا دنیا د ممکناتو ده او دلته هر څه ممکن دي؛ دا د متعهدو روشنفکرانو او با اراده شعوري اشخاصو حتمي ملي دنده ده چې د پېښو د بهیرو اصلي لوری خلکو ته ور وښیي؛ په کورنیو، سیمییزو او نړیوالو لوبو یې پر وخت او ښه سم سر ور خلاص کړي، ځکه عام وګړي خو د بېلابېلو پیچیدګیو بېخ و بستر ته ځانونه نه شي رسولای؛ دلته وطنپرست سیاستوال هم اکثراً له ډول- ډول خنډو سره مخ وي او سپینه خبره په یوه اسانه سره نه شي کولای ځکه ټوله تکیه یې باید یوازې پر خپلو امکاناتو وي خو څنګه چې د دوی شونتیاوې ډېرې محدودې وي؛ اما هغوی چې د نورو د ګټو ساتونکي وي نو طبعاً چې تبلیغاتي اسانتیاوې یې د خارجي استخباراتو د انډیوالۍ په برکت زیاتې وي نو کولای شي چې جمعي شعور ژر اغوا کاندي او د پېښو د واقعي ماهیت بیانوونکو په مقابل کې یې را و پاروي؛ په یوه و بل منفي نامه یې بدنام کړي؛ لکه افراطیونو و ترهګرو چې تل د دین و مذهب له ادرسه دا ناروا کړې او کوي یې؛ د دې فرضیې د اثبات لپاره، د جدي ۶- مه بهترینه سوژه ده؛ که څه هم چې اوس د پېښو سم و علمي تحلیل ته تر ډېره حده فضا برابره شوې او ملت مو د وطنپرست و وطنفروش تر منځ د توپیر توان موندلی دی خو لاهم ایډیولوژیکو جنترو- منترو خپل ټول اغېز نه دی بایللی او کولای شی چې د وطن د نجات بېړۍ د افراطیت، تروریزم او جهالت په توپان کې غرقه کړي، نو دلته به ښه وي چې د شورویانو د تېری ماهیت، د یو شمېر هغو اخوانیو، په ځینو هغو څرګندوونو کې تشخیص کړو چې ممکن یا په ناپامې کې ځنې شوي او یا هم دومره ساده دي چې په خپلو خبرو یې خپله سرونه نه خلاصیږي، ځکه ډېر ځله بیا د خپلو همدغو بیاناتو خلاف ږغیږي؛ دوی چې کله پر جهاد په ډېر ویاړ سره بحث کوی نو ویناوې و لیکنې یې په یو عالم تناقضاتو کې غرقې وی؛ مثلاً، په کابل کې ویسا ورځپاڼه یوه له دا ډول سربدالو اخواني رسنیو څخه ده چې تقریباً هره ورځ دغه رنګه پاراډاکسونه پروډیوسوي؛ دوی له یوې خوا پر امریکا و غونډ لویدیځ باندې د ښکنځلو تر سرحده نیوکې کوي؛ په داسې حال کې چې دغه، په اصطلاح د خلکو له غمه مړه منتقدین، له سره تر نوکه د دولت په مشروع و نامشروع او مستقیم و غیر مستقیم امتیازاتو کې ډوب دي، خو بیاهم د نمک حرامۍ د احساس په حکم، ور ته موجود نظام مردود، چارواکي سیکولران و ګمراهان او حکومت د نسکورېدو وړ ښکاري او شپه و ورځ یې له تخریبه نه ستړي کیږي؛ دوی د قانون، افغانستان او افغانانو د عزت مدافعانو ته د خارجیانو او د هغوی د مؤتلفینو اردلیان وایي؛ آن خپل تر ګردو غټ بادار- پاکستان- ته هم بد رد وایي، ایران هم زموږ د هویت دوښمن بولي خو له بله اړخه بیا د جدي ۶- مه په داسې سټایل سره غندي چې په ترڅ کې یې هغو خلقیانو، پرچمیانو، داؤد خان، روشنفکرانو او د تمدن لارویانو ته سپکې سپورې وایي چې د پاکستان، امریکا، غرب او عربو سرسخت دوښمنان ول او همدا مجاهدین یې په مقابل کې، د همدې امریکا په زور، د جهاد په مقدس نوم جنګېدل؛ موږ د ملت په نمایندګې، له دوی څخه جدي پوښتنې کوو چې د دوی د دین اصلي غلیمان څوک ول او دي؟ د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ، د ناټو تروریستان، که د شوروي اتحاد په رهبرۍ، د وارسا خرسان؟ او د جدي۶- مه د چا لپاره توره ورځ ده؟
که دا د اخوانیو لپاره توره وي، نو دوی بیا ولي د امریکا و پاکستان مخالفت کوي؟ ځکه:
آیا د همدې ډیموکراټې و سیکولر امریکا په ناپایانه سخاوتمندانه مدد یې د جدي د ۶- مې یرغلګرو ته غاښ ماتوونکی جواب ور نکړ؟
آیا هغوی یې، د هغوی له ګوډاګي رژیم سره یوځای، پر ګونډو نکړل؟
آیا شوروي اتحاد یې، د امریکا د یوازني لوی حریف په توګه، ټوټه- ټوټه نکړ؟
آیا دا سیکولر و ډیموکرات هیواد یې، د جهان په یوه بې بدیله، یو قطبي پوځي- اقتصادي ځواک بدل نکړ؟
آیا ټول کپیټالیستي غرب یې، د سوسیالیستي شرق له شره و نه ژغوری؟
او آیا پاکستان یې په سیمه کې، د یوه سرطاني تومور په توګه، په یوه اټومي قدرت بدل نکړ چې نن یې په روزلو ترهګرو، افغانستان خو تبا دی چې تبا دی، بلکې ګرده دنیا یې د تروریزم پر شر اړولې ده؟
تاسو دې د خدایتعالی ازمیښتو ته ګورئ! همدغې اخوانۍ ویسا ورځپاڼې، په کابل کې د همدغه امریکا د حاکمیت تر چتر لاندې او د همدغه هیواد د امکاناتو په برکت، د قوس پر ۱۶- مه، په نمک حرامه او بې لګامه ژبه وپوښتل، ګوره چې له چا یې، د څه لپاره وپوښتل:
«همدغه امریکایان نه وو چې د شوروي خلاف یې د افغانستان جهادي رهبران حمایه کړل؟ کله چې روسان مات شول، هغوی یې یو بل ته ور توش کړل او په افغاني ټولنه او اسلامي نړۍ کې یې منفور کړل او بیا یې د سعودي او پاکستان په مرسته طالبان راپورته کړل او د مجاهدینو لمن یې ور ټوله کړه….»
دوی، لکه څنګه چې په ټول وضاحت و صراحت سره، د خپل جهاد، خپل اسلامي نهضت او خپلې غونډې مجاهدې مبتکره، لمسوونکې او مخته وړونکې، امریکا بولي او دوی که په ژوند کې یوه رشتیا خبره هم کړې وي نو هغه به همدا، ګوره شعوري که غیر شعوري؟ اعتراف وي؛ دوی دلته نه تمیږي، یو ګام مخته اخلي او تر ځانو وروسته، د طالبانو او ګردو اسلامي جنګیالیو سالاره هم، همدا امریکا ګڼي، زیاتوي:
«تاسي د طالبانو په لاس د کابل تر نیولو مخکې د طالبانو په اړه د امریکا خپرونې وګورئ چې د طالبانو څومره هسکه وایي او څومره صفتونه یې کوي؟ په امریکا غږ او بي بي سي کې د طالبانو ترانې نه خپرېدې؟
همدا اوس تاسي ټول او په ځانګړي ډول طالبان، نه وایاست چې د داعش (اسلامي خلافت) تر شا د امریکایانو او انګرېزانو لاس دی؟ د اسلام نوم بدوي، مسلمانان یو پر بل وهي او په راتلونکې کې د اسلامي نړۍ د یووالي مخه نیسي. که داسې نه وي نو تاسې طالبان یې (د داعش) ولې مخالفت کوئ؟…. ټولې نړۍ ته څرګنده ده چې د طالبانو مشران په کوټه، کراچي، پېښور، میرانشا….کې دي، یوه ورځ امریکایي بې پېلوټه الوتکې دې ښارونو ته سر ور ښکاره کړ؟ د افغانستان عام خلک سلګونه داسې مثالونه لري چې امریکایان طالبانو ته وسلې ور کوي…
نو ټول افغانان باید په دې پوه شي چې طالبان په شعوري او یا لاشعوري ډول د امریکا د استعمار بل اړخ دی.
امریکایان وایي تر څو چې په افغانستان کې جګړه وي موږ به همدلته یو، له بلې خوا په مستقیم یا غیر مستقیم ډول طالب ته وایي چې آفرین (وایه تر څو چې دلته امریکایان وي زموږ جهاد به ادامه لري). د جګړې دوام د امریکا غوښتنه ده. که طالب په ریښتیا د امریکا دښمن وای نو هسې لار به یې نیوله چې د امریکا د مصالحو خلاف وي.
جګړه چې نه وي امریکایي ته په افغانستان کې اړتیا نشته او دا اړتیا او بهانه طالب امریکایي ته په لاس ور کړې. طالبه تبا شې چې په افغانستان کې د جګړې بهانه له منځه لاړه شي.»
مګر بله خوا بیا ګورو چې خپله همدا دوی هم، طالب غوندې، د امریکا سخت مخالفت کوي او په ماهیت کې بیرته د هماغو پخوانیو غولېدلو مجاهدینو (د دوی په وینا) او نننیو طالبانو د امریکایي استعمار پالنې رنګ اخلي؛ چې د دوی دې ډول تناقضاتو ته به د چا پام وي که نه؟
په هر صورت؛ خوښ یو چې بالآخره، زموږ اخواني وروڼه، پر هغو واقعیتو اعتراف ته اړوزي چې کله به یې موږ په بیان خوله پورې کوله نو همدوی به د سیکولرانو، دین دوښمنانو، او… په نومو نازولو؛ هماغسې لکه نن چې دوی خپله هم، د دغه د واقعیت په بیان سره، د عامه شعور له خوا، له ورته سرنوشت سره خپړې لګوي ځکه نن له دوی سره طالب ټیک همدا کارکوي؛ ویسا د خپلې تېرې لیکنې په پیل کې کاږي:
«کله چې د طالبانو خلاف خبره وکړې نو طالبان او نور ذهني امیان سمدلاسه پر تاسې د کفر ټاپه لګوي، تاسې د امریکا ډالر خور او یا مو د صلیبیانو حامي بولي.» که خبره یوازې تر ویسا، د محترم محمد کریم خرم رسنیزې اخواني مافیا او ورته نورو خپرونو پورې وي نو بیا د دې ذهني امیانو اتهام ډېر بې ځایه هم نه ښکاري؛ ته وا ویسا او سرنوشت ورځپاڼو، کابل نیوز ټلویزیون او… به په خپله اوږه و بېلچه خپل فنډ برابر کړی وي، که به د امریکایي ډالرو د رحمت باران پر شوی وي؟ آخر، د دوی په خپل اعتراف، دوی خو یې هم زاړه خادمان دي؛ آیا په همدا پاس پاراګراف کې یې ځانو ته د امریکا مستعمل او منفور توکي و نه ویل؟
له طالبانو، داعش او نورو اسلامي غورځنګو سره، د امریکا د ارګانیکې رابطې په باب، د مجربو اخوانیانو ادعا ځکه رشتیا غوندې ایسي چې دوی خپله، په خپله خوله مني چې دوی او رهبران یې، د امریکایانو له خوا، د جهاد په نوم، ښه سم استعمال شول او څنګه چې دوی د استعماري استعمال، دغسې یوه پخه تجربه لري نو د طالبانو د ښکېلاکي کښېکښنې په کیسه یې هم ښه سم سر خلاصیږي.
کله چې واقعیت داسې وي، لکه مجاهدین صاحبان چې یې وایي او موږ هم په دې خاص مورد کې سل سلنه ور سره موافق یو، بیا نو د دوی له خوا، د جدي ۶- مه توره بلل، څه مانا؟ او آیا د هغو ۳۷ کلونو هره ورځ توره نه وه چې دوی د جهاد په نوم، خو په اصل کې د امریکایي استعمار د استحکام لپاره، پر افغان ولس، د غونډې ملي هستۍ په قیمت وتپله؟ او نن دا دی خپله یې د امریکا له خوا د ځان غولونه بولي اما بیا هم د تعجب ځای دی چې همدغو اخوانیو ته په نورو مواردو کې سړی ګوري نو بیا یې هم د جهاد مارکېټ خلاص کړی وي او خپله هغه تر وخت تېره متاع پکښې خرڅوي چې خپله یې په جار جعلي ګڼي؛ یانې د جدي ۶- مه، د خپل امریکایي جهاد د اوج په توګه، په خپلو جهادي افتخاراتو کې حسابي او بیا د خپلو دا وړ احساناتو بار، تر قیامته د ملت په څټ کې ور باروي، هغه چې د خپل دا رنګه جهاد په دوران کې یې، د ملت کلمه کفر ګڼله؛ لکه دې خلکو ته چې پردیو داسې انیستیزې (نشه) ور کړی وي چې اوس پرتې وایي.
هیله ده چې ځوان افغان نسل نور دې ترخو واقعیتو ته متوجه شوی وي؛ نور یې نو د لوبو په مختلفو اړخو و ژورتیا سد رسېدلی اوسي؛ تر دې وروسته د چا په مقدس ډوله شعارو و نه غولیږي؛ له ټولو سیاسي وقایعو سره واقعبینانه، عیني، ریالیستیک او علمي چلن وکړي؛ د نورو تور و سپین ته، تور و سپین و نه وایي؛ هر څه د مطلق تور یا مطلق سپین په سترګه و نه ګوري بلکې ځیني شیان برګ هم وویني.
د چپ و راست له زړو (د دوی په ژبه، غولېدلو) لوبغاړو مو غوښتنه دا ده چې نور نو له پخواني ضده لاس پر شي؛ د ځوان کهول د پرمختګ په مخ کې، د زړو زمانو د زړو مفکورو خنډونه کښېنږدي او پرېږدي چې د افغان ولس نوی نسل، د خپلې زمانې په تقاضا مخ ته ولاړ شي، نه دا چې د مړو فرمانو ته سرونه په ټیټ کړه شي.
ښايي د پرون تور و سپین د نننیو معیارو له مخې بل رنګ ولیدل شي.
سرليکنه/ اداره
بدلون اوونيزه/ دريم کال/څلورمه / پرلپسي ۱۰۸ مه ګڼه/يکشنبه/ جدي/۵/ ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *