خبریال: سیدخان سلیمانخیل
په يحی خیلو ولسوالۍ کې د شهید شامحمود ښوونځي د ودانۍ د پرانستې پر مهال لویه غونډه تر سره شوه، چي یاده غونډه کې قومي مشرانو، زده کونکو، د معارف غړو او ځوانانو ګډون کړي.
یادې غونډي ته ویناوالو د خپلي وینا په ترڅ کې پر علم او پوهي خبری وکړي او له هغو خلکو یې مننه وکړه چي د یادې ودانۍ په جوړولو کې مرسته او همکارۍ ورسره کړی دی.
یاده ښوونځي ودانۍ د يحی خیلو ولسوالۍ په مټاخیلو کلي کې جوړه شوی چي ټولټال دوه میلیونه افغانۍ لګښت پري راغلي او د قومي مشرانو او ولس لخوا وکړل شوی دی، چي ۸ تدرسې خونۍ او ادارې خونه او چهاردیوالي هم لری چي نن رسمأ د زده کونکو پر مخ پرانستل شو.
د يادونې وړ دی چي په پکتیکا سږ شاوخوا ۵۰ انجونۍ له دولسم ټولګې فارغې شوی.