ډاکټر صاحب د حاملګۍ په وخت کی مقاربت څنگه دی ایا  کیداي شی او کنه او که وشی نو په اخر میاشتو کی خصوصاً په اتمه او نهمه میاشت کیې مقاربت تاوان نه لري؟

ځواب:

کله چې یوه میرمن امیندواره شي نو تر هرڅه ورته د هغې ماشوم ډیر ارزښت پيدا کوي او په دې لړ کې ښايي دغه پوښتنه ېې په ذهن کې پيدا شي چې مقاربت او له خاوند سره څملاستل به ورته تاوان ولري که نه او په دې وخت کې باید مقاربت څنګه وشي؟ او ایا د جنین لپاره کوم خطر لري که نه؟ په دې هکله باید ووایو کله چې حاملګي طبیعي وي او کوم عوارض و نه لري مقاربت هیڅ خطر نه شي پيښولی جنین د اوبو د یوې کڅوړې، او د رحم د عضلو په وسیله ساتل کیږي پردې سربیره د رحم په خوله کې یو ډول غلیظ ترشحات شته چې د رحم خوله بندوي او رحم ته د میکروب د انتقال مخه نیسي البته په دې هکله حتماً له خپلې ډاکټرې یا قابلې سره مشوره وکړئ ځکه دا خبره باید سپينه شي چې ستاسو امیندواري کومه ستونزه نه لري او طبیعي ده البته ځینې وخت هغو میندو ته چې د سقط مخنینه لري سپارښتنه کیږي چې په وروستیو میاشتو کې دې مقاربت ونه کړي خو تراوسه پورې داسې کومه احصایه نه شته چې دغه خبره دې تائید کړي. په سلو کې څلویښت  سقظ جنتیکي علتونه لري دغه راز په سقط کې هورموني بدلونونه ، اومیکروبونه هم ممکن رول ولري خو مقاربت پکې رول نه لري.

په عمومي توګه کله چې حاملګي طبیعي وي او میرمن کومه ستونزه ونه لري دمیړه او میرمنې مقاربت نه یوازې ستونزه نه لري بلکه په اپوټه ګټه هم لري او ددې سبب کیږي چې راتلونکي مور او پلار یو بل ته نور هم نیژدې شي او په راتلونکې کې به له خپل ماشوم سره ډیره مینه ولري.

ځینې ډاکټران وايي که مور د وار مخکې لنګون مخنینه لري سپارښتنه کیږي چې که مقاربت کیږي نو میرمن دې دجنسي خوند اوج یا ارګاسم ته نه رسیږي ځکه چې دغه حالت ممکنه ده په میرمنو کې په رحم کې یو ډول انقباضات ر امنځته کړي  دغه راز دمني اوبه دپروستلاګلاندین په نامه ماده لري او دغه ماده ددې سبب کیږي چې رحم تحریک شي ا و انقباضات ېې نور هم زیات شي نو ښه به داي چې په دې وخت کې له کانډوم څخه استفاده وشي دغه راز سپارښتنه کیږي په ملایمت او نرمښت سره مقاربت ترسره شي البته په هغو کسانو چې د وارمخکې لنګون مخینه نه لري دغه مسلې کوم رول نه لري خو غوره ده په وروستیو دو میاشتو کې لږ احتیاط وشي.

حتي کله چې د ځینو خاصو مسلو له امله ډاکټر له مقاربته منع کړي یاست له مقاربت پرته کولاي شي فزیکي تماس ولري مساژ کول، او دیو بل لمس کول ، اوله یو بل سره مینه کول دمیرمنې له عضلاتي او فکري آرامښت سره مرسته کوي په دې ډول به دوي ټولنې ته یو تاند او سالم ماشوم وسپاري په اروپا کې حتي دماشوم دلنګون په وخت هم پلار له مور سره یو ځاي په زیږنتون کې شتون پيدا کوي او پلار تل له مور سره مینه کوي او یا هغې ته مساژ ور کوي دغه چاره ډیره ګټه لري او پر او ماشوم ښه اغیز پریږدي دغه مینه او نیژدې والی ددې سبب کیږي چې دماشوم له زیږون وروسته میړه او ښځه بیرته ژر خپل طبیعي جنسي ژوند پيل کړي.

له طبیعي لنګونه څو ورځې وروستسه که میرمن کومه ستونزه ونه لري مقاربت کیداي شي البته دغه چاره دلنګون په ډول او رودې پورې اړوندیږي په تیره بیا دا چې که میرمن عملیات کړی وي او یا ېې کوکونه وهلي وي نو ممکنه ده وخت وغواړي له سیزارین وروسته ممکنه ده دغه دوره اوږده شي سیزارین لوي عملیات دی او څارنه او مقاربت غواړي البته ځینې ډاکټران سپارښتنه کوي   چې غوره ده ترشپږو اونیو پورې مقاربت ونه شي لیه روغتیایي او شرعي پلوه هم دغه خبره سمه ده ځکه چې تردې مودې پورې خونریزي ممکنه ده موجوده وي او دغه راز په پوزې نصواري رنګه لکې ممکنه ده موجوده وي چې دواړه دمقارت مخه نیولی شي.

یوه یادونه اړینه ده او هغه دا چې ځینې میرمنې له حاملګي وروسته په تیره بیا په لومړیو دریو میاشتو کې له جنسي پلوه بې علاقې کیږي او جنسي ګروهنه ېې کمیږي البته له علمي پلوه دجنسي هورمونونو دزیاتیدا او دغه راز په لګن خاصرې او نورو جنسي غړیو کې د وینې دزیاتیدا له امله ممکنه ده جنسي تمایل او علاقه نوره هم زیاته شي   ډیری میرمنې فکر کوي چې له دې ورسته ښايي دیوې میرمني په شان دخپل میړه لپاره په زړه پورې نه وي ددې لپاره چې په میرمنو کې دغه جنسي علاقه بیرته پيدا شي تر هرڅه وړاندې باید میړونه احتیاط وکړي او خپله میرمن په زور جنسي اړیکې ته مجبوره نه کړي ځکه ښايي اپوته نیتجه ترلاسه کړئ بله خبره دا چې که میرمن جنسي تمایل نه لري فزیکي تماس ورسره وساتئ دغه فزیکي تماس مه قطع کوئ کله چې له خپلې میرمنې سره مینه کوئ دهغې هورمونونه ترشح کیږي او ورو ورو ددې سبب کیږي چې هغه بیرته جنسي تمایل پيد ا کړي دحاملګۍ په وخت غوره ده میړه او ښځه دمقاربت په هکله تفاهم ته ورسیږي او داسې یوه لاره غوره کړي چې داوړه لورو ته په زړه پورې وي.

خو کله چې ماشوم پيدا شي دمیړه او خاوند اړیکه هم بدلون مومي او په دې ډول داړیکو یو مثلث جوړیږي چې ماشوم ېې په سر کې وي او مور او پلار ډیر د ماشوم په فکر کې وي دغه حالت پر جنسي اړیکو هم منفی تاثیر اچوي په تیره بیا داچې زموږ کورنۍ هم ګڼي وي او نورې مسلې هم ورسره یوځاي شي او پر جنسي ژوند ناسمې اغیزې کوي په دې موده کې غوره ده میړونه دماشوم په پالنه کې له مور سره مرسته وکړي دا ښایي د ګډ ژوند لپاره اړینه چاره وي ځکه دماشوم پالنه سخته ده او پښتانه هم متل کوي چې د ماشوم لویول د یوه ښار جوړول دی نو که خاوند ورسره مرسته ونه کړي میندې دماشوم له پاللو او دکور له کارونو دومره ستړی کیږي چې جنسي مسلو ته وخت نه شي کولی او حتي فکر پرې نه شي کولاي.

میرمنه باید پوه شي چې خاوند ېې یوازې دجنسي مسلو لپاره نه غواړي بلکه ورسره له زړه مینه لري نو له حاملګي وروسته له مقاربت پرته حتماً باید له خپلې میرمنې سره مینه وکړي یوه بله مسله چې په تیره بیا افغانان ورته ډیره توجه نه کوي هغه دماشومانو له لویدو وروسته دمیړه او میرمنې ترمنځ واټن دی دواړه دکور او دندو او دغه راز دماشومانو په پالنه کې دومره بوخت شي چې له یو بل سره د خبرو ،مینې ،او د احساساتو دتبادلې وخت نه پیدا کوي دغه چاره ددې سبب کیږي چې په لاشعورې توګه ژوند ګډو ډ شي ښایي ډیر ځله علت ته متوجه نه وي خو ژوند به مو تریخ وي .

کله چې حاملګي پر مخ ځي ممکنه ده د مقاربت پخوانی روده او پوزیشن کارندوالی ونه لري دغه راز کله چې رحم او ماشوم لویږي که مور په ستوني ستغ څملي دا ممکنه ده ماشوم ته تاوان پيښ کړي نو غوره ده مقاربت په اړخ ترسره شي او یا په بل داسې پوزیشن ترسره شي چې میرمنې ته تاوان پیښ نه کړي او ونه کړیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *