ډاکټر صاحب سلامونه او نیکې هیلې مې ومنه!

 ډاکټر صاحب زه د اتلس کلو یم او هره ورځ او شپه مې له مهبله کمې کمې اوبه ځي هر وخت چې وګورم مهبل مې لوند وي او هیڅ پرې نه پوهیږم که د دې ستونزې په اړه معلومات راکړئ .

ځواب:

د مهبل ترشحات په حقیقت کې د میرمنو د بدن یو فزیولوجیک خصوصیت دی په دې معني چې کومه ناروغي نه ده بلکه په هرې میرمنې کې دغه ما ده تولیدیږي البته اندازه او غلظت ېې په کسانو کې توپير کوي دغه ماده بوي او مخصوص رنګ نه لري او یوازې ممکنه ده سپین بخونه رنګ ولري.

خو که ستاسو دغه ترشحات بوي هم لري اویا ېې رنګ بدل شي بیا نو دا یوه ناروغي ده او باید ډاکټر ته ورشئ دغه راز که ورسره بخار ، درد ،سوی او نور عوارض لرئ حتماً باید ډاکټر ته ورشئ ددې لپاره چې نوره توضیح مو ورکړي وي غوره ده پر هغو ناروغیو هم خبرې وکړو چې دغه ستونزه پيدا کوي:

میکروبي التهاب چې ( BV) هم بلل کیږي دا په میرمنو کې یوه عامه ناروغي ده چې پکې وجینا یا مهبل التهابي کیږي او کله چې په مهبل کې موجودې باکتریاوې چې په طبیعي توګه هلته ژوند کوي بدلون وکړي نو دغه التهاب پیدا کیږي .

ددغو باکتریاوو اندازه د ناسمې جنسي اړیکې ، او د امیندوارۍ د مخنیوي د دستګاه د کارولو له امله پيدا کیداي شي کله چې دغه ناروغي پیدا شي نو لومړنۍ نښه ېې دا وي چې دمهبل ترشحات بوي کوي او ډیرې میرمنې وايي دکب دبوي په شان بوي لري او کله چې مقاربت کیږي بوي او درد هم زیاتیږي پر بوي سربیره دترشحاتو رنګ هم ایرن رنګه شي او د ادرار په وخت دردم موجود وي دغه راز ممکنه ده خارش هم موجود وي.

تریکومونازیس هم دمهبل یوه بله ناروغي ده چې دغسې ترشحات پيدا کولاي شي او ممکنه ده دجنسي اړیکو له لارې انتقال شي او علت ېې هم دتریکومو ناز په نامه یو میکروب دی چې په بولي او تناسلي الې کې عفونت پيدا کوي په میرمنو کې مهبل ددې میکروب د ودې لپاره غوره ځاي دی او په نارینه وو کې هم بولي لاره مناسب ځاي بلل کیږي دغه ناروغي خاصه نښه نه لري چې سړی پرې پوه شي ډیری نارینه چې په دې ناروغۍ اخته وي ممکنه ده په خپلې ناروغي خبر نه وي او په میرمنو کې له اخته کیداي پنځه یا اته ویشت ورځې وروسته نښې نښانې څرګندیږي او عمده نښه ېې دمهبل په ترشحاتو کې درنګ بدلون دی چې رنګ ېې له سپینه څخه زیړ بخونه شین ته بدلیږي او کله چې میرمن جنسي اړیکه ولري درد احساسوي دغه راز بوي هم پيدا کیږي او ممکنه ده خارش او درد هم ولري ډیر کم ممکنه ده دنس دښکتنۍ برخې درد هم موجود وي په نارینه وو کې هم ممکنه ده د سپینو اوبو راتلل او درد موجود وي په دې ناروغي حتي که په میړه او ښځه کې یو هم ناروغ وي باید دواړو ته درمل ورکړل شي ځکه چې دا ساري ناروغي ده او دواړه اخته کولاي شي په دې ناروغي کې ډاکټران میټرونیډازول ورکوي ممکنه ده له معالجې وروسته ناروغي بیرته راوګرځي .

د مهبل یوه بله ناروغي فنګسي میکروبونه دي د باکټریاوو په شان په مهبل کې فنګسونه هم موجود وي او کله چې دفنګسونو انډول خراب شي ممکنه ده دغه ناروغي ولیدل شي که څه هم دغه ناروغي زهروي نه ده یعنې له مقاربت سره اړیکه نه لري خو په پنځلس په سلو کې نارینه له مقاربته وروسته ممکنه ده نښې نښانې پيدا کړي .په میرمنو کې خمیرمایې ته ورته ماده په مهبل کې تولیدیږي په حاملګي ، شکرې ، دمخنیونکو درملو دخوړولو ، او دځینو انټي بیوټیکو د ترلاسه کیدا له امله ممکنه ده دغه ستونزه پيدا شي.

دغه راز هغه کسان چې تنګې جامې اغوندي چې تهویه سمه نه وي ددې ناروغۍ چانس پکې زیاتیږي په هرصورت کله چې پوه شوئ چې په دې ناروغۍ اخته شوي یاست حتماً ډاکټر ته ورشئ .

ددې ناروغۍ نښې سوی ،خارش ، اودمهبل ستونزې وي په دې ناروغۍ کې ترشحات ډیر نه وي خو مقاربت پکې درناکه وي او دترشحاتو بڼه پنیر ته ورته وي .

ډیر کسان خاصه نښه نه لري ځکه خو ډاکټر ته نه ورځي او ممکنه ده خپله ښه شي خو ډاکټر ته تګ حتمي دی .

 په هرصورت دمهبل د ترشحاتو په علتونو کې میکروبونه ډیر رول لري او نښې نښانې ېې هم کابو یوشان وي خو معالجه ېې مهمه ده ځکه ممکنه ده دغه میکروبونه نورو تناسلي غړیو ته سرایت وکړي او د دایمي شنډیدا سبب شي .

 حتي که ډیرې لږې نښې نښانې هم لرئ حتماً ډاکټر ته ورشئ چې معالجه شئ او میکروب له منځه لاړ شي هغه میندې چې حامله دي باید ډیر پام وکړي ځکه چې ممکنه ده جنین ته تاوان ورسیږي په دې برخه کې بله مهمه خبره دا ده تر هغه چې میکروب نه وي ختم شي او ډاکټر اجازه نه وي درکړي نو مقاربت مه کوئ دغه راز ممکنه ده ډاکټر ستاسو خاوند ته هم درمل درکړي نو غوره ده میړه او میرمن دواړه هم خپل درمل ترپایه وخوري .

 پردغه ناروغیو چې مخکې مو یادونه وکړه ډیرې نورې ناروغۍ هم شته چې دغه ستونزه پيدا کولاي شي نو تر ټولو غوره خبره دا ده چې ډاکټر ته ورشئ او پوره علاج وکړئ .

 بله مسله دا ده چې باید مهبل پاکۍ ته توجه وکړئ غوره دا ده چې له سټریل کورټیکس څخه استفاده وشي او دمیاشتې ناروغۍ په وخت هر ډول ټوکر استعمال نه شي لاندیني کالي او جامي باید پاکې وي او هره ورځ بدلې شي نیلوني جامي لږې واغوستل شي او دمقاربت په وخت هم حفظ الصحې ته پام وشي .

One thought on “د مهبل ترشحات / د ډاکټر سباوون ځواب”
  1. ډاکټر صېب محترم که له مهبل او نورو پردېو عربې کلمو تېر شو او خپل سوچه پښتو تورې او کلمات(وېوکې) وکارو نو ملګرو ته به په مفهوم پوهېدل اسان وې، دې کې څه شرم ده چه ېوه کلمه په عربې کې واېو خو په پښتو کې پرې شرمېږو؟؟
    په پښتنې مېنې
    رحېم صباح
    rahim sabah

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *