ډ اکتر صاحب سباوون – زه يو مشکل سره مخ ېم هغه دا چې کله زه مقاربت کوم نو ميرمن مې په تناسلي برخه کې د درد احساس کوي….
ځواب :
دهربلې هرې ستونزې په شان دردناکه جماع چې ډاکټران ېې ډیزپاروني بولي د بیلابیلو ناروغیو او ستونزو له امله پيدا کیداي شي او دا په میرمنو کې یوه عامه ستونزه ده ښايي اکثرو میرمنو دغسې دردونه تجربه کړي وي لکه چې وویل شول دغه مسله ممکنه ده رواني او جسمي علتونه ولري نو ترهرڅه مخکې باید علت پيدا شي خو مهمه خبر ه دا ده چې د دغسې ستونزو له امله شرم مه کوئ او حتماً ډاکټر ته وروشئ او علت ېې معلوم کړئ ځکه ډیر ځله دغسې مسلې ممکنه ده په کورنیو کې تاوتریخوالی او ستونزې پيدا کړي او په جماع کې درد ممکنه ده جنسي تمایل (ګروهنه ) کم کړي او دغه چاره د میړه او میرمنې ترمنځ اړیکې خرابولی شي.
د دې ستونزې د علتونو په هکله باید ووایم چې لومړنی علت ېې دمیرمنې ډیر عمر دی کله چې میرمن وچیږي یعنې منوپوز ته رسیږي او میاشتنی عادت ېې کمیږي د مهبل ښوییدونکی حالت له منځه ځي او د ستروجن په نامه د هورمون دکمیدا له امله مهبل وچ کیږي نو کله چې جماع او نیژدوالی کیږي طبیعي خبره ده چې درد لري او میرمن تکلیف تیروي که علت د ا وي غوره ده تر جماع مخکې میرمن ښه تحریک شي او بیا له ښوییدونکو جیلونو او موادو استفاده وشي البته که ډاکټر ته ورشئ هغوي به داسې هورمون درکړي چې ستاسو جماع درد ونه لري.
یوه بله ناروغي ده چې واجینیزموس نومیږي دغه ناروغي هم د دردناکې جماع سبب کیږي په دې ناروغۍ کې د مهبل شاوخوا عضلې منقبضې یا کلکیږي او په دې ډول د نارینه دالت په و ړاندې خنډ جوړوي او دغه چاره ددې سبب کیږي چې جماع دردناکه شي .په دغو ناروغانو کې ډاکټر په څو معاینو کې له یوې الې استفاده کوي او ورو ورو د مهبل قطر زیاتیږي دغه راز کله چې ډاکټر ته ورشي میرمنې ته به مو ځینې سپارښتنې وکړي چې ورو ورو ېې ویره کمه او دغه ستونزه به ېې ورسره ختمه شي.
دغه ناروغي په ځینو میرمنو کې رواني اړخ لري کله چې له میرمنې سره یو ښځینه ډاکټره خبرې وکړې ښايي له رواني پلوه هم میرمن ورته چمتو شي.
په دردناکې جماعي کې په افغانانو کې ښايي اصلي علت میکروبي وي په تیره بیا دهرپز په نامه ناروغي چې دتناسلي لارې یو ډول ویروسي نارغي ده او رحم ،مهبل، او تخمدانونه اخته کوي دغه راز د تناسلي برخې نور میکربونه هم ممکنه ده په دغو میرمنو کې جماع دردناکه کړي.
پردې سربیره هغه میرمنې چې دتناسلي غړیو جراحي عملیات ېې کړي وي ممکنه ده له رغیدا وروسته هلته موجود سکار یا دټپ ځاي دمهبل ارتجاعي حالت له منځه وړی وي او په دې ډول جماع دردناکه کیداي شي دغه ستونزه هم ډاکټرته په ورتګ سره لیرې کیداي شي ښايي یو وړوکي عملیات ستاسو دعمر ستونزه حل کړي.
په افغانستان او نوروختیځو هیوادونو کې له بده مرغه میرمنې دماشوم دپيدا کیدا په وخت عملیات کم کوي او دوي دسیزارین لپاره زړه نه ښه کوي او په طبیعي رودو کې هم کله ناکله ډاکټران مجبوره کیږي چې په مهبل کې یو شق اجرا کړي او مهبل لاره لویه کړي چې ماشوم په آسانه متولدشي او کله چې بیرته دغه ځاي ګنډي ممکنه ده سمه ېې ونه ګنډي او په دې ډول هلته یو سکاررامنځته کیږي دغه میرمني کله چې جماع کوي د درد احساس کوي.
نورعلتونه ېې درحم تومورونه ، دانډومتروز په نامه درحم ستونزه ، دبکارت هغه پردې چې له حده زیاتې پنډې وي د مثانې مکروبي کیدل ، اویا له هغو وسیلو او موادو سره حساسیت چې میرمنې ېې د حاملګي دمخنیوي لپاره کاروي لکه کانډم ،ډیافرګم او نورې الې اودتناسلي برخې هره میکروبي ناروغي ممکنه ده جماع دردناکه کړي.
پرمیکروبي او جسمي ستونزو سره بیره ممکنه ده عاطفي او رواني مسلې هم وي چې دیزپاروني یا دردناکه جماع رامنځته کولاي شي دمثال په توګه له حاملګئ ویره ، یا د حاملګۍ په وخت جنین ته د تاوان له رسیدا ویره ، دغه راز هغه میرمنې چې له مقاربت مخکې تحریک نه شي او وار دواره مقاربت پیل شي ممکنه ده یو درد احساس کړي دغه راز هغه میرمنې چې له خپل خاونده ېې کرکه وي هغوي هم له دې چې نه تحریک کیږي نو ممکنه ده دمقاربت په وخت درد احساس کړي .
له بده مرغه په افغانستان کې نارینه او میرمنې سمه جنسي پوهه نه لري او دغه چاره ددې سبب کیږي چې سمه جنسي اړیکه ټینګه نه شي او په دې ډول مقاربت دردناکه کیږي که زموږ ځوانان له واده مخکې یوې ډاکټرې ته ورشي او سالمي مشورې واخلي د ژوند ترپایه به دغسې ستونزې ونه لري. پردې سربیره هغه میرمنې چې روحي ګوزار ېې لیدلی وي په هغو کې دغسې ستونزې ډیرې وي له بده مرغه زموږ ډیرې میندې او خویندې شته چې جنګونو په مسقیم او یا غیر مستقیم ډول هغو ته روحي ګوزار ورکړی دی له دغو میرمنو سره باید داسې چلند وشي چې ورو ورو دغه حالت هیر کړي او له ژونده پوره خوند واخلي .
پردغو علتونو سربیره له حاملګي وروسته او دغه راز د حاملګي په وخت ځینې میرمنې ممکنه ده له دې ستونزې سره مخامخ شي چې ورو ورو بیرته ښې کیږي .
میرمنې چې سټرس لري او یا ډیر کار کوي او ستومانه وي هم ممکنه ده جنسي تمایل یا ګروهنه کمه ولري او دغه چاره په خپله د دردناکې جماع سبب کیداي شي .
لکه چې وویل شول ددې ستونزې علتونه ډیر دي ددې لپاره چې ښه حل لاره ورته پیدا کړئ غوره ده علت ېې پيدا کړئ هغه میرمنې چې دتناسلي برخې میکروبونه لري باید ډیر ژر معالجه شي ځکه چې پردې ستونزې سربیره ښايي نور عوارض هم رامنځته کړي .
که تاسو هغه مواد او یا الې استعمالوئ چې ورسره مو حساسیت ښودلی دی باید ډیر ژر ېې څنګته کړئ .په دې برخه کې میړه هم ډیره مرسته کولاي شي تردې وړاندې چې مقاربت پيلوي باید میرمن ښه تحریک شي او که اړتیا پيښه شي له هغو ښوییدونکوموادو استفاده وکړئ چې حساسیت نه رامنځته کوي .
که مو میرمن له روحي پلوه ناروغه وي باید حتماً له یو ارواپوه سره مشوره وکړئ او هغه معالجه کړئ دغه ستونزه لاعلاجه ناروغي نه ده او که ډاکټر ته ورشئ حتماً ېې چاره کیداي شي که ېې علت جسمي وي یا روحي ستونزه اوریداي شي.
ښايي ډاکټر لومړی میکروبي عوامل ولټوي او دمهبل مواد دکلچرلپاره لابرتوار ته واستوي یوه خبره چې باید هیره ېې نه کړو کله چې میرمن مو په کومې میکروبي ناروغۍ اخته وي ښايي تاسو هم اخته کړي او کله چې ډاکټر ته ورځئ ښايي ډاکټر دواړو ته درمل درکړي چې دواړه معالجه شئ البته ممکنه ده تاسو کومه نښه ونه لرئ خو باید درمل وخورئ.
ددرناکې جماع په وخت که بله کومه خاصه ستونزه پيدا نه شوه په ګرمو اوبو کې کښیناستل هم له تاسو سره مرسته کوي دغه کار په ورځ کې درې ځله او هرځل لس یا پنځلس دقیقې ترسره کړئ.
دغه راز د مقاربت لپاره مختلفې رودې او پوزیشنونه وآزمايئ ښايي داسې موقیعت پيدا کړئ چې دردناکه نه وي.
که په تناسلي برخه کې کوم پخوانی ټپ لرئ ښايي په یوه وړوکي جراحي اپریشن سره دغه ستونزه مو آواره شي.
په هر حال تر ټولو مهمه مسله دا ده چې تاسو شرم څنګته کړئ ترڅو چې دغه د شرم خبره زموږ په ټولنه کې نه وي حل شوي موږ به له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان یو ځکه چې وړه مسله ښايي په کورنیو کې لویې ستونزې پيدا کړي خو یو ځل ډاکټر ته په ورتګ سره به هرڅه سم شي.
په لنډه توګه هغو نورو علتونو ته هم اشاره وکړو چې دردناکه جماع رامنځته کولاي شي:
دبکارت شلیدل ،په ارثي توګه دمهبل دارتجاعي خاصیت کمی ، مخکینې جراحي عملیات ،بواسیر ، ناپوهي په تیره بیا دا چې ځینې میرمنې نه پوهیږي او دمقاربت په وخت خپل مهبل شخ نیسي او دا چاره د دردناکې جماع سبب کیږي.
خو که ستاسو میرمن کله دردناکه جماع لري او کله ېې نه لري نو ممکنه ده دغه چاره له جنسۍ مسلو دناسم درک او یا دناسم پوزیشن د کارندوالي له امله وي غوره ده دغه لارښوونې چې مخکې مو بیان کړې تجربه کړئ او که ېې درسره مرسته ونه کړه حتماً ډاکټر ته ورشئ اواصلي علت ېې پيدا کړئ.