تاند- د سویډن یوې محکمې د جمعې په ورځ ۵ تنه افغان زلمکیان پر خپل یوه بل افغان د جنسي تېري په تور محکوم کړل خو دا نظر یې رد کړ چې دا پنځه تنه افغانستان ته ولېږي.
څارنوالانو وړاندیز کړی وو چې دا پنځه تنه دې په هغه صورت کې بېرته افغانستان ته ولېږل شي چې جرم یې ثابت شي.
پنځه واړه مجرمانو، چې عمرونه یې له ۱۷ کلونو کشر دي، او دغه راز د پېښې قرباني، چې ۱۵ کلن دی، له مور وپلاره پرته سویډن ته پناه وړې او د پناه غوښتنه یې کړې ده.
د پلازمېنې ستوکهلم په شمال کې د اوپسالا ولسوالۍ محکمې پرېکړه وکړه چې ۴ مجرمان دې د زلمکو په ځانګړي محبس کې یو کال او ۳ میاشتې قید تېر کړي او پنځم، چې ۱۶ کلن دی، په ۱۳ میاشتو قید محکوم شوی دی.
دوی د اکتوبر میاشتې په وروستیو کې یو ۱۵ کلن افغان ماشوم په زوره ځنګله ته بېولی او جنسي تېری یې ورباندې کړی دی.
دا پېښه په ټول سویډن او سکانډنیايي هیوادونو کې پراخه منعکسه شوه.
پنځه واړه مجرمان همداراز د پېښې قرباني ته د دوه نیم لکه سویډني کرون یا (۲۷۶۰۰ امریکايي ډالر) په ورکولو محکوم شوي دي.
محکمې د پېښې د قرباني نوم پټ ساتلی دی.
ویل شوي چې مجرمانو تر جرم مخکې الکول څښلي او تر اندازې زیات نشه ول چې دا په خپله د سویډن د قوانینو پر اساس د دوی عمر ته په کتو بل جرم دی.