ژباړن : محب الله آرمل –
يوه نوې څېړنه جوته کوي چې صبر او برده باري يوازې يو نېک اخلاقي عمل ندی بلکې زموږ ژوند هم ژغوري.
د امريکايي او سنګاپوري څېړونکو يوې ډلې په ډاګه کړې، هغه ښځې چې بېتابه او بې صبره دي تلومرونه يې لنډ دي او هغه چې برعکس صبرناکې او حوصله مندې دي تلومرونه يې اوږده دي، تلومرونه وړې حجرې دي چې په نهايت کې په کروموزمونو پورې تړاو پيداکوي چې د عمر په اوږدېدو کې مهم رول لري.
د څېړونکو دې ډلې ويلي چې تلومرونه د خطر په وخت له کروموزومونو ساتنه کوي، کله چې حجرې تکثير کيږي د تلومرونو طول لنډيږي، څېړونکي په دې باور دي چې د تلومرونو لنډون د عمر په کمېدو کې لرول لري. د تلومرونو لنډېدل د عمر په ۱۶ کلنۍ کې پيليږي، کله چې موږ غوسه ناک او زيات بې صبره کيږو دوی په هماغه اندازه لنډيږي پايله يې دا کيږي چې د وخت په تېرېدو د بدن حجرې د تلومرونو د لنډون په وجه د تکثير او وېش قدرت له لاسه ورکوي او بدن هغه سرحد ته رسوي چې مرګ ته ښه راغلاست ووايي.
دغه محققانو څرګنده کړې ده چې بې صبري او نه حوصله د بدن د چټکو بيولوژيکي تغيراتو لامل کيږي او دغه تغيرات د تلومرونو په لنډون بده اغيزه لري چې دغه حالت نا څاپي مرګ هم له ځان سره لري.
تشدد
انسان د زياتو سمو او ناسمو احساساتو لرونکی دی، د ناسمو احساساتو له ډلې يو هم قهر، غوسه،کرکه… او تشدد يادولی شو. غوسه هم يوه الهي ډالۍ ده، که په مناسب وخت او ځای و کارول شي نه يوازې دا چې ښې پايلې لري بلکې زيات مشکلات او ګډوډۍ هم له منځه وړي. خو که غوسې زياتې افراطي او ناسمې شي پايله يې تشدد دی، تشدد او زياتې غوسې بدې پايلي لري، له بده مرغه چې د نني وخت انسان له دې ناروغۍ سره په زياته کچه لاس او ګرېوان دی.
د دې ناروغۍ علتونه زيات دي خو عمده لاملونه يې تعصب، فقر و غريبي، ناپوهي، د غلامۍ بېلا بېل ډولو… او جهل دي. کله چې اقتصاد کمروزری شي، کله چې علم د جهل په تياره کې اعيسار شي او کله چې مينه او يوالی خپل ځای تعصب او کرکې ته پرېږدي نو په انسان کې وار په وار تشدد زيات شي.
تشدد او غوسه له يوبل سره تړلې کليمې دي ، تړلې ځکه دي چې د بې ځايه غوسې پايلې تشدد وي او که د تشدد علتونه را وپلټو نو غوسه به يې په سر کې ولاړه وي. تشدد يانې تاوتريخوالی، وهل ډبول ناسم چلندونه، هر کار د زور له لارې کول.
غوسه دا سې يو غريزه ده چې د انسان په خټه يا فطرت کې موجوده ده او هرانسان غوسه کيږي خو بهتره داده چې غوسه کنټرول شي . الله (ج) پدې اړه فرمايي : (والکاظمینَ الغیظ ) هغه کسان چې خپل قهر زغمي . يانې قران کريم هم وايي چې قهر په انسان کې شته دی.
زموږ خوږ پيغمبر حضرت محمد(ص) د غوسې د کنټرول او عدم تشدد په اړه داسې فرمايي : (ایّاکَ و الغضب،فأوله جنون و آخرهُ ندم) له غوسې او قهر پرهېز وکړئ ځکه د غوسې پيل په لېونتوب کيږي او پايله يې پښېماني وي .
صبر د حبس، زندان … او بيا لرلو په معنا دی . د شر، فساد او نورو ناسمو پديدو په وړاندې د انسان مقاومت او تحمل ته صبر ويلی شو. صبر يانې د بلا، غوسې ، فساد، شر… په مقابل کې زغم او مقاومت، چې مخالف عمل ته يې بې صبري ويل کيږي .
هغه انسانان چې صبر نلري او ياهم کم صبره يا لږ مقاومته دي ژر د تشدد لار ته ور اوړي خبره چې تر صبر او زغم و واوښته تشدد ترې جوړيږي او بدې پايلې لري.
د تشدد او بې صبرۍ عوامل
د تشدد عوامل يو دوه ندي مخکې هم وويل شول چې فقر، تعصب، ناپوهي د بې ځايه غوسې، تشدد او بې صبرۍ يا نه تحمل لامل کيږي. د تشدد عوامل په لاندې دوه ډولونو وېشو :
۱ ـ کوم کسان د تشدد موجب دي ؟
۲ ـ کوم شيان د تشدد موجب دي ؟
د لومړۍ ډلې کسان په زياتره مواردو کې خپلې غوسې په هغه کسانو سړوي چې د دوی د خوښې کسان دي، او يايې هم د تشدد عاملين خپل نږدې دوستا او خپلوان وي.
دويمه ډله هغه کسان دي چې تشدد يې له اړتياوو، غوښتنو، برياوو، ناکاميو… سره تړلی دی، يانې د تشدد عوامل يې محروميتونه دي. چې دلته به يې يادونه وشي.
۱ ـ ځينې کسان هغه وخت تشدد کوي چې له يو موخن کار څخه منع کيږي.
۲ـ تحقيرول، يا تحقير کېدل، توپيري چلند او بې مينې کېدل هم د تشدد لامل کيږي.
۳ ـ هغوی چې د نورو لخوا ورسره شوې ژمنې پوره نشي او يا هم په خپله ژمنه کې پاتې راشي تشدد ته مخه کوي.
۴ـ د لويو او مهمو افرادو له لوري ټيټو او تر لاس لاندې کسانو ته نه پاملرنه او بې پروايي د تشدد بل لامل دی .
۵ ـ د خپلې بېغورې او بې پروايي په پايله کې تاوان کول .
۶ ـ بدې خبرې اورېدل او يا هم وهل ټکول.
۷ ـ ټيټ اقتصاد .
۸ ـ ناوړه ټولنيز دودونه يا عادتونه.
۹ ـ خراب، ناسم ، کم … او غير معياري پوهنيز سکتور.
۱۰ ـ د دولت او اړونده هغه ادارو چې د ټولنيز خونديتوب لپاره کار کوي نه پاملرنه او بې غوري.
۱۱ ـ اروايي جګړه، نا امني، وسلوال جنګ، د سياسي رهبرانو، ګوندونو، سازمانونو، ډلو ټپلو خيانتونه …
او نور ورته ناوړه عوامل چې د انسان روحي سکون ته زيان رسوي ټول د تشدد عوامل بلل کېدای شي. خدای وکړه چې له کورنيو نېولې تر پوهنېزو ادارو او مرکزونو بيا تر نورو اړونده مسئولو بنسټونو پورې ټول د ټولنيز نظم موضوع جدي ونيسي او د خلکو د هوساينې لپاره رغند، بنسټيز او هر اړخيز ګامونه واخلي.
۱۳۹۵-۱۰-۴