له يوې لسيزې وروسته اول ځل دی چې د افغانستان په اړه يوه غونډه کې افغان دولت ګډون نه دی کړی او دغه کار په افغانستان او سيمه کې د خلکو انديښنې راپارورلي دي. ډير خلک  ګومان کوي چې روسيه غواړي په افغانستان کې هم د يو شمير هيوادونو په مرسته امريکا او متحدينو ته یې د سوريې په څیر مشکلات پيدا کړي.
په دې غونډه کې افغان دولت ګوښه شوی و. د افغان دولت د بهرنيو چارو وياند احمد شکيب مستغني ويلي دي چې د سې شنبې د ورځې د ناستې لاس ته راوړنو ته خوش باوره نه دي. ده زياته کړه چې دغه غونډه هيڅ قسم مثبته نتيجه  نشي ورکولی او نه څه ګټه لري ځکه چې افغانستان پکې ګډون نه لري.
د افغانستان د ولسي جرګې يوې غړې فوزيه کوفي هم له الجزيره تلویزیون سره په مرکه کې ويلي دي چې د افغان دولت له ګډون پرته دغه ډول غونډې نتيجه نشي ورکولی. دې دا هم وويل چې که پاکستان وغواړي نو طالبان د خبرو او مذاکراتو ميز ته راوستلی شي.
په دې غونډه باندې بل غټ اعتراض دا دی چې په افغانستان کې لوی او اهم رول لوبوونکي هيواد امريکا چې اوس مهال تقريبا” لس زره پوځ يي په افغانستان کې شته، دغه غونډه کې اشتراک نه و  کړې.
په مسکو کې د روسيې، پاکستان او چين په درې اړخیزه ناسته کې درې واړه هيوادونو په افغانستان کښې د داعش په ودې انديښنه ښودلې او په راتلونکو غونډو کې يي افغان دولت ته هم د ګډون بلنه ورکړې ده.
کابل او واشنګټن تور پورې کړی چې روسيه غواړي د طالبانو سره کومک وکړي څو امريکا او افغان دولت ته په افغانستان کې ستونزې پيدا کړي خو روسيې دغه تورونه په کلکه رد کړي . اشرف غني تيره مياشت له ملګرو ملتونو غوښتي و چې د طالبانو مشر ملا هيبت الله په تور ليست کې واچوي .
د مسکو درې اړخيزه ناسته په داسې حال کې کيږي چې په دغه کال کې د افغانستان يو شمير ولايتي مرکزونه د طالبانو د سخت فشار لاندې وو او د ۲۰۱۶ کال په اولنیو اتو میاشتو کښی  ۵۵۰۰ تنه وژل شوي دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *