محمد حکيم بشارت

ليکوال: محمد حکيم بشارت

د نړۍ ادبياتو په اړه معلومات ځکه مهم دي چى له يوې خوا د يو چا علمي سويه لوړيږي او له بلې خوا د ادبياتو پرتله په سمه توګه کيداى شي او بيا هغه مهال دا ښه جوتيږي چې زموږ خپل ادبيات له نړيوالو سره پرتله کړو، ويې څېړو  او ګډ ټکي په کې پيدا کړو .

 د نړۍ د ادبياتو له مطالعې او څېړنې وروسته کېداى شي چې ځينې مهم افکار او نوښتونه هغوى ته او د هغوى موږ خپلو ادبياتو ته راولېږدو او ترڅنګ يې هغه ادبيات چې په هغه کې انساني عاطفه ، بشري خواخوږي او نړيوال درد موجود وي، هغه لا پياوړي کړو ، ترڅو د هېواد پولې ماتې او نړيوال حيثت پيدا او د نړۍ د هغو غوره ادبياتو په ليکه  کې ودريږي، چې هغه د يوه هېواد نه ، بلکې د ټولې نړۍ شتمني بلل کيږي.

کله چې موږ د خپلو ادبياتو ترڅنګ نړيوال ادبياتو مطالعه کوو، نو هغه مهال به موږ ته ښه څرګنده شي چې نړيوال ادبيات کومې ښګڼې او مثبت لوري لري ، چې د ټولو هېوادونو سرحدونه يې مات کړي او نن ورځ د نړيوالو ادبياتو په ليکه کې يې ځان سيال کړى دى .

که موږ په نړيوالو ادبياتوکې  په ځانګړې توګه ، شعر ، لنډه کيسه ، داستان ، ناول ، رومان ، يونليک او ادبي ټوټې وګورو، نو په هغو کې دومره اوچت پيغامونه ، خوږه او عامه فهمه ژبه ، زړه را ښکوونکي تصويرونه ، نړيواله خواخوږي او عامه بشري عاطفه  موجوده ده ، چې د نړۍ په هر ګوټ کې د هغه هېواد هستي بلل کېداى شي.

که موږ هم غواړو چې ادبيات مو نړيواله بڼه خپله کړي، نو بايد د نړيوالو ادبياتو له مطالعې او ښه ژور فکر وروسته هڅه وکړو  چې خپل ادبيات د نړيوالو ادبياتو په څېر په پوره فکر ،اصولو  او ځانګړتياوو سره وليکو او پښتو ادبيات د کميت ترڅنک د کيفيت له پلوه هم د نړيوالو ادبياتو په کتار کې ځلانده او د نړيوال توب په ارزښتمنه جامه يې سمبال کړو، چې له دې کار سره به له يوې خوا پښتو ژبه غني او له بل لور څخه به پښتو د نړۍ په هغو ادبياتو کې غوره ځاى ومومى ، چې نن ورځ د ټولې نړۍ لپاره وياړ دي.

د ترکيې ادبيات هم د نړۍ د ادبياتو يوه خوږه برخه ده چې بايد موږ ورسره بلدتيا ولرو او په اړه يې ځان خبر کړو، خو بده به نه وي چې د ترکي ادبياتو په اړه  تر لنډو معلوماتو وړاندې  يو څه د ترکيې په اړه هم وپوهېږو: ترکيه چې يوه برخه يې په اسيا او بله برخه يې په اورپا کې ده ،ختيځ خواته يې ، ايران ، اذربايجان ، ارمنستان او ګرجستان پراته دي ، سوېل ته يې عراق او سوريه دي ، په شمال کې يې بلغارستان او يونان دي ، همدرانګه په شمال کې د تورې بحيرې له دو بحري څنډوسره هم د اوبو په وسيله پولې لري .ترکيه نسبتا غرنى او باراني هېواد دى ، د نړۍ په يوه ډير حساس او ستراتيژيک موقعيت کې قرار لري او د ترانزيت بېلابېلې لارې د نړۍ نورو هېوادونو ته ترې تللې دي ، مستطيل شکله ۷۸۳٬۵۶۲ کيلومتر مربع مساحت لري.

څه باندې ٧١ ميليون نفوس لري، دين يې اسلام دى، ٧٥سلنه وګړي يې سني مذهبه دي،حکومت يې جمهوري اسلامي دى، رسمي ژبه يې ترکي  ده، پولي واحد يې ليره، مرکز يې انقره او تر ټولو ستر صنعتي ښار يې استامبول دى. دغه هېواد نړۍ ١٦ اقتصادي قدرت بلل کېږي.

د ترکيې  عثماني امپراتوري چې نړيوال شهرت لري،  بنسټ يې په ٦٧٨ هجري کال کې کيښودل شوى او د عثماني له امپراتوۍ  وروسته  په ١٩٢٣ميلادي کال کې د مصطفى کمال اتاترک لخوا په ترکيه کې د ترکيه د جمهوري دولت په نوم د حکومت بنسټ کېښودل شوى دى.

اوس به بېرته خپلې موضوع ته را وګرځو،  دا چې ادب پېژندنه، د اديب له پېژندلو پرته بشپړه نه ده، نو دلته به بده نه وي چې لومړى د ځينو ترکي معاصرو ليکوالو په اړه لنډ معلومات تر لاسه کړو. سره ددې چې ترکي ليکوال ارهان پاموک د ادبياتو نوبل جايزه هم ګټلې ده او ټول يې له نامه سره اشنا دي، خو دلته به درې ليکوال  اوکتاى رفعت، حکمت ناظم او د نثر په برخه کې طنز ليکوال عزيز نسين په لنډ ډول در وپېژنو.

 اوکتاى رفعت:     

 اوکتاى رفعت
اوکتاى رفعت

اوکتاى رفعت څوک دى؟ دلته به  د  معاصر ترکي شاعر  اوکتای رفعت ،په  ژوند ، زده کړو او په شاعرۍ تم شم او رڼا پرې واچوم .

اوکتاى رفعت په ١٩١٤کال کې د ترکيه په ترابزون ښار کې زېږېدلى او پلار يې صامح رفعت نوميده  چې په ياد ښار کې يو افسر و .
نوموړى په يوه فرهنګ پاله کورنۍ کې لوى شو ، ده خپلې لومړنۍ زده کړې په خپله سيمه کې وکړې د احمد احمدي په نامه يوتن له ده سره په شعري وده کې  مرسته وکړه.

ده له منځينو زده کړو وروسته له دوه نورو ملګرو هر يوه مليح جودت او روهان ولي سره د يوې مجلې په چاپ پيل وکړ او خپل شعرونه به يې هم په کې چاپول.

نوموړى په ١٩٣٧کال کې د يوه تحصيلي بورس په ترلاسه کولو سره پاريس ته ولاړ ، خو د دويم نړيوال جنګ په پيل سره يې په پاريس کې زده کړې نابشپړې او بيرته ترکيې ته راستون شو.

ده په ١٩٥٥کال کې په لومړي ځل د (غريب ) په نامه د شعرونو يوه ټولګه چاپ کړه.

اوکتاى په ترکيه کې د مطبوعاتي چارو په بېلابېلو ډګرونو کې په دنده بوخت ، خو ترڅنګ يې د وکالت ازادې چارې هم مخ ته بيولې ، همدارنګه ده په ١٩٥٥کال کې ( د بيرغ لرونکې کوڅې ) په نامه يوه بله شعري ټولګه هم چاپ کړه ، بيا يې ورپسې په ١٩٦١کال کې ( د عشق ترازو) په نامه بله شعري ټولګه هم له چاپ څخه راووېسته .

اوکتاى په ١٩٨٨کال کې د ٧٤کلنۍ په عمر له دې تلونکې نړۍ سره د تل لپاره مخه ښه وکړه ، د مرګ خوند يې وڅاکه او بلاخره په ادبي خوب بيده شو .

ددغه شاعر په شعرونو کې د انسان د طبعي غوښتنې (مينې ، عشق او محبت ) د رنګ ترڅنګ د هېوادپالنې ، د ولس د ويښتيا او ملي روحيې رنګ هم پياوړى او هڅاند و.

اوکتاى په خپلو شعرونو کې د هغه مهال د طبعي ښکلاګانو او رنګنيو ښه انځور وېستنه کړې او په انسان باندې يې د خداى د لورينو ښکلاوو ته په کنايه او تشبېهاتو کې په رموز سره اشارې کړې دي.

دده په شاعرۍ کې د مظلومو کسانو ژوند انځور شوى او په شعر کې يې ورسره خواخوږي او همدردي ښودلې ، خو د شعر بل اړخ ته يې خپلواکي او د هغې ښېګڼې ستايلي او شعر يې د خپلو خلکو او نړيوالو په ويښولو کې  اغېزمن بللى دى.

دده ازاد شعر ډير په طبعي مينه ولاړ دى  او شعري کلمې يې داسې پييل شوي ، چې هم خوند او هم رنګ لري.

دغه شاعر ازاد شعر سره ډيره مينه درلوده او د ازادو شعرونو د ويلو تله يې درنه برېښي .

چې دلته يې د ازاد شعر بېلګې راخلو،خو کېداى شي شعر د ژباړې له امله هغه خپل خوند څه لاسه ورکړى وي .

خپل ساړه دې نيسي
خوني ورځ مې په خوښۍ
دوام پيدا کوي
کله چى يو سهار
ستا د خوب له رخت څخه پورته کيږم
زه نيمه مڼه يم
او نيمه نوره يې ته يې
ورځې او شپې
کورونه
او زموږ ځمکې

 سره يو دي
خوښۍ مو يو چمن دي
مړې کيږي که

 پرمخ يې پښه کښيږدې

——————————-

٢- بېلګه

دا ځاى د ساحلي

قهوه خانې دى
په ابي رنګ

روښانه دى
اى پيدا کوونکيه
دا څه ډول ميخانه ده ؟

په بشقاب کې مې
يوه ټوټه ورېځې
اسمان!

د شرابو په جام کې مې

اسمان !

ناظم حکمت (1901 تر 1963 ) : 

ناظم حکمت
ناظم حکمت

د دې ترڅنګ په ترکيه کې يو بل ډير مشهور شاعر ناظم حکمت دى  چې د نوموړي شاعري د ترکيې ترڅنګ نړيوال شهرت لري او دده انقادي شاعري ددې لامل شوې وه  چې نوموړى د زندان د تور تنبوه ترشاه پريوت او له ازاد ژوند څخه بى برخې شو ، خو د زندان تيارو ، خونو ، پنجرو ، لوږې ، زجر او کړاو دده شاعرۍ ته ددې پرځاى ، چې د پاى ټکى کښيږدي ، بلکې هغه يې نوره هم وپنځوله ، ژبغړاند شو او دده په شاعرۍکې زنداني انځورونو لار وکړه .

  دغه شاعر اوس د مخکني ازاد ژوند د انعکاس ترڅنګ د بند ژوند هم انځور کړ او دغه له کړاو ډک ژوند يې د شعر په خوږو ژبه ، چې تريخ واقعيت په کې پروت و ، بيان کړى ، خلکو ته يې د ازاد او بند ژوند توپير په شعر سره پيل کړ.

نوموړي ١٢کاله په زندان کې تير کړل ، خو د شعر ژبه يې چا بنده نشواى کړى ، بلکې لايې شعري قريحه خوځنده شو ه، بيا وروسته له خوشې کيدو روسيه ته تبعيد شو او هلته يې سکته وکړه او ومړ.

ناظم حكمت (ران) د «حكمت بيګ» زوى و  چې پلار يې د ترکيې د بهرنيو چارو په وزارت کې دنده درلوده .

نوموړي شاعر په روسيه کې د نړيوالو اړيکو په برخه کې  لوړې زده کړې کړې وې ، بيا وروسته په ١٩٢٥کال کې د روشنفکرانو په نامه د يوې مجلې د کتنپلاوي غړى شو او د خپلو شعرونو د چاپ لړۍ يې هم ورسره پيل کړه .

دده په شعرونو کې د خپلواک غوښتنې جذبې غوټې وهلې او د شعر ژبې يې محدوديت او قيود ته هيڅ تن نه ورکاوه  او هر ډول شعر يې په سرشارۍ سره ليکه او نورو ته يې رساوه .

دده همدا ازادانه شاعري ددې لامل شوه چې د ترکيې محکمې دوه ځلې په بند محکوم او زنداني شو او ان يوځل خو ورته د اعدام سزاهم واورل شوه ، خو بيا يې څو ځلې په دغې پرېکړې له سره کتنه وشوه ، او ياده سزا يې لغوه شوه .

دده د څو شعري ، ټولګو ترڅنګ داستاني ټولګې هم چاپ شوي ، چې د اورخان سليم په مستعار نوم يې يوه د رومان  ټولګه «وينې خبرې کوي » چاپ شوه او ډير شهرت يې وموند .

له نوموړي څخه له ٣٥ زيات چاپي اثار په ميراث پاتې دي، چې د نړۍ بېلابېلو ژبو ته ژباړل شوي او رسېدلي دي .

يوه شعري بېلګه

د زندان په انګړکې زنګ وهل کيږي

د ټولو خونو پنجرې بنديږي

دا ځل زندان اوږديږي

اته کاله

اى زما محبوبه ژوند هيله مندي ده

ژوند داسې جدي کار دى ، لکه ستا مينه

دا ځل چې دده د زندان موده اوږديږي، نو د وكتاى رفعت ، اورهان ولي او ملك جودت د ترکيې ډير مشهور شاعران او ددوى ترڅنګ يو شمېر نور شاعران او ليکوالان د زندان مخې ته راځي او د نه خوړو په اعتصاب پيل کوي .

همدارنګه يوه مشهور امريکايي سندرغاړي «پل رابسون» هم په زرګونو خلکو ته په خطاب کې د ناظم حکمت د خوشې کېدو غوښتنه وکړه او ترڅنګ يې په سلګونو هغو ترکي وګړيو هم په نيويارک کې د ترکيې نماينده ګۍ ته راټول او د ناظم حکمت د خوشې کېدو سورې نارې يې وهلې .

له دې سره جوخت د فرانسې مشهورو روښانفکرانو « ژان پل سارتر»، « لويي آراگون»،‌ « پابلو پيكاسو» ترکيې ته په يوه ليک کې وليکل ، چې په جنوبي امريکا ، فرانسه او يو شمېر نورو هېوادونو کې د ناظم حکمت په پلوۍ پر ديوالونو شعارونه ليکل شوي او د هغه د ژر خوشې کېدو غوښتنه کوي  .

له بلې خوا له امريکا او بلغاريا څخه هم د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت ته د ياد شاعر د خوشې کيدو توصيه شوې وه .

له دغو اعتصابونو او لاريونونو سره سره ناظم حکمت هم په زندان کې د نه خوړو اعتصاب پيل کړى و او هغه يې اتلسمې ورځې ته رسولى و، خو بيا هم دده د خوشې کېدو څرک نه تر سترګو کېده . خو په دې مهال کې په ترکيه کې د ولسمشرۍ ټاکنې پيل شوې او بلاخره واک د حزب ديمکراتيک په نامه يوه ګوند ترلاسه او ناظم حکمت له ١٢ ، ٥ او ١٦ ورځو بند څخه وروسته له بورصيه زندانه خوشې او د ازاد نفس اخيستو ساه يې ووېستله .

ده له خوشې کېدو وروسته څو لنډې ادبي جملې په وچو ، خو پړسېدليو شونډو، چې تا به ويل شونډې نه ، بلکې د وچې د مار اچولى پوستکى دى ، وويلې : (( ځينې کسان د نباتاتو ډولونه پېژني او ځينې د ماهيانو ډولونه ، خو زه د جدايۍ ډولونه پيژنم . ځينې کسان د ستورو نومونه حفظوي ، خو زه د حسرتونو ، نومونه يادوم.))

دده د نړيوال شاعر کېدو يوه ځانګړې ، ځانګړنه دا وه ، چې د انسان دوستۍ موج دده په سينه موجونه وهل ، هغه انسان ته ډير احترام درلود او تل به يې په دې وياړ کاوه ، چې ښه په دې نړۍ کې يې د انسان په توګه ژوند کړى ، نه د بل مخلوق په توګه .

هغه د شرق ، غرب ، شمال او سوېل انسان يو بشر ګاڼه او د خداى هغه ارزښتمن مخلوق يې باله ، چې د ځنګل ځنارو هم د نورو ځناورو له ستم څخه خلاصوي ، او تل به يې په دې افسوس کاوه او ورته به په تعجب کې و ، چې څنګه يو انسان په بل ظلم کوي ، يو د بل حق خوري او يوبل ته کوهي کندي ، ده به ويل ، چې انسان د دنيا د جوړونې او يو له بل سره د خواږه ژوند لپاره پيدا شوى ، د مينې ، محبت ، ترحم ، د لاسنيوي او شفقت لپاره پيدا شوى ده ، نه د نفرت ، تيري ، حق تلفۍ ، ظلم ، او تباهۍ لپاره .

دده په شعرونو کې همدا انساني کرامت ته احترام و ، چې پيژندګلوۍ يې د ترکيې د وچې او بحري سرحدونه مات او ناظم حکمت نړيوال شاعر او د تل لپاره يې نوم د نړۍ په ادبياتو کې ژوند شو .

شعري بېلګه

که د زړه يوه ټوټه مې دلته ده

نو بله يې په چين کې ده

د تورو په مينځ کې روان دى ژيړ رود

که دلته را سره سپينه رڼا ده

خو په يونان کې مې د زړه سپينه رڼا په ګوليو ويشتل کيږي

هرکله چې د شپې دلته محکومين بيده کيږي

نو درمانځاى مې خلاص شي

ته باور وکړه چې زما زړه په يوه ويرانه کې دى

په دغو کلونو کې مې

ملت ته د ډالۍ لپاره

يواځې او يواځې  يوه سره مڼه پاتې ده

يوه سره مڼه

زړه مې

له مرګ څخه يواځې څو ورځې مخکې نوموړي شاعر يو ازاد شعر وليکه .

مړو مې د تخم په څېر په ځمکه وشنيدلم

يو په وارسا کې بيده ده بل په استانبول کې

بل په پراګ  کې

زما خوښ ترين هېواد ځمکه ده

کله چې زما نوبت شو ، نو زما تن په ځمکه کې وپوښئ

که څه هم چې ترکيي ادبيات په عمومي توګه په دوه ډولونو وېشل شوي  چې يو کلاسيک او بل يې رومانتيک دى ، خو دا وېش له نن څخه شاوخوا سل کال مخکې شوى دى .

په ترکيه کې د شاعرۍ ترڅنګ نثر هم ښه وده کړې او په نثر کې ترکيي ليکوالان ډير پياوړى لاس لري .

د ترکيې ادبي نثر ډير نړيوال لوستوونکي لري او يو شهکار بلل کيږي . په نثر ليکنه کې يې  لاندې ليکوالانو نړۍ وال شهرت موندلى او اثارو يې د نړۍ په ادبياتو کې ځاى خپل کړى دى  چې  «نامق كمال»؛ «شمس‌الدين سامي»؛ «اورهان كمال»؛ «عزيزنسين»؛ «طارق بوغرا»؛ «آتيلا الهان» ، «اورهان پاموك او ياشار کمال په کې راځي .

 عزيز نسين (١٩١٥-١٩٩٥) :

 عزيز نسين
عزيز نسين

عزيز نسين چې په طنز ليکنه کې نړيوال شهرت لري د ترکيې هغه مشهور ليکوال دى  چې ددې هېواد نوم يې د طنز ادبي ژانر په برخه کې په نړى واله کچه ځلوى دى.

عزيز نسين په ١٩١٥  کال کې له استانبول سره نږدې د هبيلي په جزيره کې وزېږد، دده کورنى نوم نصرت دى،له دوو ښځو څخه يې څلور اولادونه درلودل .

 عزيزنسين وايي چې دى په يو غريبه کورنۍ کې پيدا شوى  چې ددوى د کورنۍ هيڅ غړي زده کړې نه وې کړې ، نو ځکه ده پرېکړه وکړه چې بايد زده کړې  وکړي او ليکوال شي .

دى زياتوي :(( پلار مې د يو شمېر نورو پلرونو په څېر راته وويل چې د ليکلو او لوستلو احمقانه فکر دې له ذهنه لرې کړه او د کوم بل ابرومندانه کار په لټه کې شه ، چې وکولى شې يو ښه ژوند وکړې. ))

خو نوموړي د پلار دا نصحت بې ځايه وباله او غوره يې وګڼله چې بايد زده کړې وکړي او ښوونځي ته لاړ شي .

 دى وايي :(( زماد نوم معنى ده (ته څه شى يې ) چې هر کله به يوچا راپسې نارې کړې ، چې نسينه ، نو زماپه ذهن کې به زما د نوم معنى راګرځېده ، چې زه څه شى يم .))

نسين په ١٩٣٧کال کې نظامي افسر شو ، خو له وړوکي والي څخه يې له تمثلي ټوټو ليکلو سره مينه درلوده او کله چې افسر هم و ، داستانونه يې ليکل .

نوموړى وايي چې زما د هويت  په تذکره کې زما نوم نصرت نسين و، خو ټول اثار مې چې چاپ کړي هغه د عزيز نسين په نامه دي او کله چې ما د خپلواثارو مالي حقوق ترلاسه کول، نو دولتى ادارې نه راکول او ويل يې چې عزيز نسين بېل سړى دى او ته نصرت نسين بېل سړى يې ، چې بلاخره تر ډيرو ستړياوو وروسته مې په ستونزه سره هغه مالي حقوق ترلاسه کړل  .

 د نسين داستانونه داسې طنزيه ليکل شوي ، چې لومړى سړى خندوي ، خو وروسته يې چې روحيې او مفهوم ته   ځير شې ، نو بيا سړى ژړوي ، ځکه چې د ټولنې دردونه يې د خندا په ژبه وړاندې کړي .

 نسين په ١٩٥٦کال کې د طنز په نړيواله مسابقه کې لومړى شو او د سرو زرو مډال يې وګاټه په ١٩٥٧او په ١٩٦٦کلونو کې دوه نورې طلايي ډالۍ د طنزپه برخه کې ترلاسه کړې دي

  نوموړي پوره ٤٥کاله  داستانونه ، طنزونه ، کيسې ، مقالې او نور ادبي ژانرونه وليکل او په ١٩٩٥کال کې يې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې . دده ځانګړى ژانر طنز و.

 آثار يې :

پخمه، حقه‌ باز، هغه خر چې مډال يې ترلاسه کړ، پلمه کوونکې ښځه، سيمه ييزه ناوې، زورمندان، يوبهرنى په استانبول کې، هوښيارنابغه ، مګر ته  ، خو هېواد دې خر نه دى ؟، د سرحد پرمخ کور ، لومړى زوم، تخنونکى، وسواسي ښځه ، موخوره،د قند ناروغي،د مقرراتو مطابق ، د کرامت ډله او د سلامت ډله او د لټانو ښار يې مهم او مشهور اثار

دي .

عزيز نسين د ادب په بېلابېلو او په ځانګړي ډول د طنز په برخه کې د لنډو کيسو ، رومان ، خاطرو ، افسانو ، شعرونو ، تمثلي ټوتو ، شعرونو ، ويناوو، مقالو او ليکونو له سلو څخه زيات چاپي اثار لري او يو شمېر نور يې ناچاپ هم پاتې دي . 

کله چې سړى د ترکيې ادبيات په غور سره مطالعه او ترڅېړنې لاندې ونيسي ، نو بيا ښه څرګنديږي ، چې په دغه هېواد کې د ادبياتو وده په کومه کچه ده ، څومره قوت په کې پروت دى ،په څه ډول مفاهيم يې را انتقال کړي ، څومره په بشري او انساني روحيه سمبال او د ملت ، هيواد او مظلومو خلکو کړاونه يې په څه ډول په خوږه هنري ژبه راخيستي دي .

له دې حقيقت څخه څوک سترګې نشي پټولى، چې ترکيي ادبياتو دومره وده کړې ، چې اوس د نړۍ په وتلو ادبياتو کې يې ځاى نيولى او هنريت يې دومره قوت لري ، چې د ترکيې سرحدي پولې يې ماتې کړي او د نړۍ د غوره شعرونو او نثرونو په ليکو کې يې ځاى نيولى دى .

کله چې سړى د ترکيي شاعرانو او ليکوالو ، ژوند مطالعه کوي او اثار يې لولي ، نو دا ترې جوتيږي ، چې ډير لږ ترکيي شاعرانو او ليکوالو به په خپلو وختونو کې د بند شپې او ورځې نه وي تېرې کړي ، چې لامل يې د وخت پر واکمنو د دوى هغه نيوکې او ليکنې دي ، چې د حکومتونو نادودې يې غندلي ، د ملت له حقه ګټو څخه يې د قلم په ژبه بې له ډار او وېرې دفاع کړې او د ملت ددفاع په خاطر د زندانونو تورو تنبوه ته اچول شوي ، خو بيا يې هم هوډ نه دى بدل شوى، بلکې لا يې قوت موندلى دى .

زياتره ترکيي شاعرانو او ليکوالو نه يواځې په ترکيه کې له بشري حقونو څخه دفاع کړې ، بلکې د نړۍ په هر ګوټ کې چې د انسان پر وړاندې زور زياتى شوى ، دوى د ادبي هنر په تېره تور ځواب ورکړى او د هغه هېواد له مظلومو خلکو څخه يې د قلم په رنګ ، چې په واقعيت کې يې اغېز تر وسلې او مرمۍ هم زيات دى  دفاع کړې ، چې له همدې امله زياتره ترکيي ادبيات نړيوال رنګ، خوند او ارزښت هم لري .

که چېرې موږ هم غواړو چې ادبيات مو قوي شي ، وده وکړي ، نو بايد په نړيوال قوت ، خوند ، رنګ ، روحيه او بشپړه انساني عاطفه وليکل شي او دغه ادبياتو مو نه يواځې پښتنو او افغانانو ته د نجات لامل وي ، بلکې د نړۍ بشر ته هم له نادودو څخه د نجات پيغام ولېږدوي .

د ترکيې ادبياتو له لوستو اومطالعې څخه زمو موخه د هغه هېواد په ادبياتو ځان خبرول ، په اړه يې معلومات پيدا کول او د خپلو ادبياتو د قوت لپاره يې له مهمو او ارزښتمنو ټکو څخه ګټه اخيستل دي .

ماخذونه:

١- پوهنليک( دانش نامه )  ويکىپديا

٢- چهار پاره :١٩٥٧ ميلادي

٣-نړۍ ادبيات ، غوربندى ، ميراجان ، ١٣٨٨کال چاپ

٤- ترکي ادبيات  ، حلمي ضياء اولکه ن (46.ص-  9)

 ٥-شبکه رشد ، ملى مدارس ، ١٣٩١roshd.ir.

٦- تکميلى ادبيات ترکيه از کلاسيک تا امروز (قسمت اول )داکتر فرزانه ابادى _١٣٨٩٦

٧- سيري درتاريخ زبان ولهجه هاي تركي  تاليف دكترجواد هئيت.

One thought on “ترکي ادب د نړيوالو ادبياتو خوږه برخه جوړوي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *