افغان لیکوال د ژبو او ژباړې انستېتیوت د روان کال لمریز کال د مرغومي په نهمه نېټه چې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د ډسمبر له ۲۹مې نېټې سره برابره وه، (په افغانستان کې د ژباړې ستونزې او حل‌لارې) تر سرلیک لاندې علمي سيمینار جوړ کړ.

په دغه سیمینار کې په افغانستان کې د ژباړې پر شته ستونزو او  ورته په شته حل‌لارو مقالې او پرېزټېشنونه وړاندې شول او په تړاو یې د ګډونوالو نظرونه راټول کړای شول، چې په دې توګه پر ټاکل شوې موضوع مفصل بحث وشو.

2 2د قرآن‌کریم تر تلاوت او د افغانستان د ملي سرود تر غږولو وروسته ډاکتر خوشال روهي د ژباړې پر اهميت او شالید مفصلې خبرې وکړې او ویې ویل، چې ژباړې د مدنیتونو په منځته راتګ د ژبو او فرهنګونو په بډاینه او پنځونه کې رغنده رول لوبولی دی او ژباړه له پرمختللو ټولنو څخه د علم د لېږد تر ټولو اغېزناکه لاره ده.

نوموړي د ژباړې شالید ته په اشارې سره وویل، چې تر تېرو څلورو زرو کلونو پورې د  ژباړې څرک لګېږي، چې په بېلابېلو وختونو کې یې د ودې سیر چټک او ټکنی و، خو په دې منځ کې د عباسیانو په مدنیت کې ژباړې ته ډېره پاملرنه شوې، ځکه عربانو هر ځای ته په مهاجرتونو سره هلته د ژباړې غورځنګ پیل کړی، چې وروسته عربي ته راژباړل شوي کتابونه اروپا او امریکا کې بېرته نورو ژبو ته وژباړل شول او د هغوی د پرمختګ لامل شول.

د نوموړي په باور په یووه ویشتمه پېړۍ کې ژباړې ته د نړیوال کلي د کلید په توګه کتل کېږي، ځکه په نړۍ کې علوم په چټکۍ په مخ روان دي، چې یو بل ته د لېږد اسانه او موثره لاره یې ژباړه ده. په دې منځ کې ګاونډي هېواد اېران ته اشاره کېږي، چې که د شلمې پېړۍ په پیل کې په فارسي ژبه کې ژباړه نه وای پیل شوې، یوازې په ادبیاتو به دوی هېڅ نه وای کړي، خو دوی د دغه غورځنګ په مرسته خپل فرهنګ او ژبه بډایه کړل.

دا مهال هم په ټوله نړۍ کې د ژباړې په برخه کې معتبر او قوي مرکزونه کار کوي، ځکه د یوویشتمې پېړۍ په چټکۍ کې ژبې د فقیرېدو په خوا روانې دي، د نړۍ معتبرې ژبې لکه جرمني، فرانسوي او هسپانوي شاته روانې دي، که څه هم دوی قوي ماشینونه رامنځته کړي دي، خو بیا هم د هغوی وده چټکه نه ده، ځکه هره ورځ نوي اصطلاح ګانې او لغتونه جوړېږي او معمولا په انګلېسي کې دي.

خو دغه ستونزه زموږ پر وړاندې یو څه ډېره جدي ده، که موږ جدي حرکت ونه کړو، یوازې ادبیات به په پښتو کې راپاتې وي خو د نورو علومو لپاره به نورو ژبو ته مخه کوو، که څه هم په ادبیاتو کې هم مشهور شهکارونه لا نه دي ژباړل شوي.

ډاکتر خوشال روهي په دې برخه کې د ژباړې لپاره د پراخې همغږۍ د رامنځته کولو د ژباړې مسلکي زده‌کړو ته د پام اړولو او ژب پوهنه ټینګار وکړ، نوموړی وايي، دا مهال افغانان د نړۍ هر کونج ته رسېدلي او هلته یې ژبې زده کړې، چې ترمنځ یې ښه همغږي، د ژباړې مسلکي زده‌کړې وکړي او پر خپلو ژبو حاکمیت کولای شي زموږ د ژبو په وده کې رول ولوبوي.

په ساینسي علومو کې افغان ټولنه شاته پاتې؛ نو په کار ده، چې دا تشه د ژباړې له لارې ډکه شي او دغې موخې ته د رسېدا لپاره باید د ژباړې په برخه کې پوره همغږي رامنځته شي او داسې ادارې جوړې شي، چې له مخې يې ژباړن تر ژباړې لاندې اثر ثبت کړي او بیا وارزول شي.

ژباړن باید په خپلسري ډول لغتونه جوړ نه کړي، د لغات جوړونې لپاره ژبپوهنه خورا اړينه ده، داسې لغات جوړ نه کړای شي، چې هغه باندې ګرامري قواعد نه شي پلي کېدای، مختاړی او وروستاړی نه شي اخیستلای او په ولس کې یې عامېدنه شونې نه وي.

نوموړي ټينګار وکړ، د ژباړې د زده کړې لپاره يوازې پر ژبه حاکميت نه بلکې د ژباړې پر اصولو پوهېدا هم اړينه ده او د دې فن د زده کړې لپاره افغان لیکوال انستېتيوت يوه مرستندویه او ګټوره مرجع بللی شو.

د غونډې په دویمه برخه کې د افغان لیکوال د ژبو او ژباړې مرکز اجرایوي مسوول ښاغلي رحمت الله جمالزي د ژباړې پر ستونزو او ممکنه حل‌لارو خبرې وکړې او زیاته يې کړه، موږ ته تر ادبي علومو د ساینسي علومو ژباړه ډېره اړينه ده، ځکه د نړۍ چټک پرمختګ له کاروان سره د یو ځای کېدو لپاره له ساينسي علومو خبراوی خورا اړین بلل کېږي.

په دې برخه کې په وړاندې شوې مقاله کې د ژباړو اوسنۍ ستونزې په دوو برخو عمومي او تخنیکي ووېشل شوې او له ګډونوالو سره شریکې شوې، چې په عمومي ستونزو کې  د افغانستان په ښوونیزو نصابونو کې ژباړې ته نه پاملرنه، په دولتي کچه ژباړې ته نه پاملرنه، د ژباړل کېدونکو توکو په ټاکنه کې د غور او لومړیتوب نه‌شتون، له ژباړې ژباړه، د ژباړې له اصولو او قواعدو ناخبري، د ژباړې مرستندویه سرچينو ته د لاسرسي محدودیت، د آزادو ژباړنانو د ژباړو او کتابونو د ملاتړ او انسجام د سیستم نشتوالی او د مسلک خلاف ژباړه همدا راز په تخنیکي ستونزو کې په ملي ژبو نه حاکمیت، په مبدا یا د اصلي ژبې په متن نه حاکمیت،  د ژباړې په موضوع نه حاکمیت، ړنده ژباړه یا د ټکي په ټکي ژباړې ناسمه کارېدنه،  د بیا کتنې نه شتون، د ژبې جوړښت، په پښتو ژباړه کې له ژبې سره سرسري چلند او له پردیو ژبو اغېزمنتوب او تقلید، اصطلاحات او عبارات،  مرکب کلیمات،  څو ګونې معناګانې، کنایې راځي.

ښاغلي جمالزي زیاته کړه: ډېری مهال ځينې ژباړونکي له پردیو ژبو خپلې ژبې ته ناسم لیکني چوکاټونه رانناسي، چې جوتې بېلګې يې: په لاره اچول، په قتل رسېدل، تر روزنې لاندې نيول… او داسې نورې دي او دا ستونزې د ژباړې د اصولو په زده حل کېدای شي.

د غونډې په ترڅ کې ګډونوالو ته وړانديز‌لیکونه هم ووېشل شول او د ژباړې ستونزو او حل لارو په اړه يې خپل نظریات ولیکل.

د غونډې په درېیمه برخه کې تکړه ژباړونکي عبدالله دانشجو د ژباړې په اړه د ګټورو وړانديزونو یادونه وکړ، ښاغلي دانشجو وویل، چې ځينې کلمې مبهمې ژباړل کېږي او د لوستونکي د ګنګسۍ لامل کېږي، نوموړي کاوشګر ته نغوته وکړه، چې په فارسي ژبه کې د محقق پر ځای کارېږي، حال دا چې د محقق کار او دنده تر کاوشکر خورا پراخه دی. همدا راز نوموړي په سوداګریزه برخه کې په اوسنیو ژباړو او متنونو نیوکه وکړه، نوموړي د بېلګې په توګه د قدرط او قدرت بحث وکړ، یو شمېر شیدې بازار ته راغلې چې د قدرت کلمه په (قدرط) لیکل شوې، چې دا ماشومان د فکر ګډوډولو لامل کېږي او سمې او ناسمې کلمې ترې ګډوډېږي، نوموړی همدا راز د ژبو له ډېرې خالصېدا سره هم مخالفت وکړ او مشهور متل یې یاد کړ، چې تر ټولو خواره ژبه تر ټولو خالصه ژبه ده، نوموړی وایي، ژبې ته هر ډول کلمې ولري، چې بډایه شي.  نوموړي د یو سیستم او مرکز په رامنځته کولو هم ټینګار وکړ، چې وکولای شي د ژباړې لپاره د موثرو اثارو لومړیتوبونه وټاکي او شته شوې ژباړې ثبت کړي، چې په دې برخه کې یې د افغان لیکوال له خوا پیل شوې چارې وستایلې.

ورپسې ښاغلي خوشال روهي پر دولت غږ وکړ، چې د ژباړې په برخه کې دې پوره پاملرنه وکړي، ځکه کره ژباړه د علومو او ژبې په بډاينه کې خورا مرسته کولای شي، خو ناسمې او نامسلکي ژباړې ژبې له خرابولی شي.

د غونډې په پای کې ګډونوالو د ژباړې په اړه خپل نظریات او وړانديزونه یو بل سره شریک کړل.

د افغان لیکوال په اړه:

افغان لیکوال انستېتیوت چې د افغان لیکوال د ژبو او ژباړې مرکز روزنیزه څانګه ده په لوړ معيار د ژبو او ژباړې فن په برخه کې روزنيز پروګرامونه وړاندې کوي. افغان لیکوال د ژباړې په برخه کې اوږده او علمي مخینه لري.

برېښنالیک: [email protected]

د اړیکې شمېره: 0772732417

وېب‌پاڼه: www.afghanwriter.af

One thought on “په افغانستان کې د ژباړې ستونزې او حللارې علمي سیمینار جوړ شو ”
  1. رښتیا هم زمونږ ژبه ژباړې ته ډیره اړتیا لري. هیله ده دا موضوع جدي ونیول شی ، د افغانستان د علومو اکادیمی او همداراز نور ذیربطه خواوي له یوبل سره هر اخیزه همکاري وکړي . هیواد وال هم د خپل مسلک په اساس خپل مسوولیت ادا کړی.
    د انترنت له لارې یو مشخص سایت چې نوې کلیمی او لغاتونه جوړوی په جملو کې استعمال کړی او د ټولنې ترمنځ یی عام کړی چې بیا په ورځني ژوند کې ترې کار واخیستل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *