روان کال د مرغومي میاشتې په يوو لسمه نېټه کليوال ملګري ټولنې اونيزې ناستي له يوه میاشتني ځنډ څخه وروسته بیا
پيل کړې.
کليوال ملګري ټولنې اونيزه غونډه د  محبي کتابتون  پرانيستې مراسمو ته ځانګړې کړه وه، کليوال ملګري ټولنې په غړو سربېره د اطلاعاتو فرهنګ ریس بشير محمدي، لينکن ښوونيز مرکز مشر امان الله افغان، اسدالله بلهار جلالزي او يو شمېر نورو مشرانوهم  پکې ګډون کړی و.
غونډې د ويندويي چارې د نقيب يون په غاړه درلودې، د اطلاعاتو و فرهنګ ریس، د لينکن ښوونيز مرکز مشر  د مېلمنو چوکيو ته وبلل شول.
غونډه د سپېڅلي کلام په مبارکو ايتونو سره د قاري همدرد له لوري پيل شوه، پرانيستونکي وينا لپاره د ټولنې مشر انعام الله ګوهر دريځ ته ووبلل شو، نوموړي  مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د کتاب او مطالعې په اړه لنډې او خوندورې خبرې وکړې، نوموړي په خبره موږ ژمن يوو، چې د غزني لرې پرتو ولسواليو ته به د ځوانانو په مټ کتابونه  رسوو، تر څو ځوانان د مطالعې له دود سره بلد کړو، موږ تل په دې هڅه کې يوو، چې څه ډول کولای شو، چې ځوانان مطالعې ته وهڅوو، د نړۍ ټول پوهان د کتاب او مطالعې په مټ د پرمختګ بلۍ  ته رسېدلي دي، د دوی د بريا يواځينی لامل مطالعه ده، چې د مطالعې په مټ يې  د نړۍ جوړولو هڅه کړې ده.
ګوهر د خپلو خبرو په ترڅ کې په حاضرينو  غږ وکړ، چې په خپل يوه، يوه کتاب سره محبي کتابتون غني کړئ، محبي کتابتون د انلاين مطالعې اسانتياوې هم لري، چې محصلين او استادان کولای شي، چې په اسانۍ سره انلاين مطالعه وکړي، موږ ورته  فرصتونه برابروو او دوی به زموږ له همدې فرصتونو ګټه اخلي.
د ټولنې ریس د خپلو خبرو په پای کې وویل، چې د کتابونو په راټولونه کې له موږ سره برخه واخلئ او خپل  کتابتون په خپلو کتابونو  غني کړئ.
اطلاعاتو فرهنګ ریس بشير محمدي کليوال ملګري ټولنې غړي مخاطب کړ او زياته يې کړه، خوښ يم، چې د  دولتي سکتور تر څنګ خصوصي سکتور هم د مطالعې دود د پياوړي کولو په موخه هلې ځلې کوي، زه ډېر خوشاله يم، چې په غزني کې داسې ځوانان تر څنګ لرم، چې د خپلې ټولنې د فکري ويښتابه لپاره هلې ځلې کوي.
نوموړي په لنډ ډول د خپلو کړو فعاليتونو په اړه هم د غونډې ګډونوالو ته مالومات ورکړل، چې د البیروني کتابتون هغه کتابونه چې  دوه کاله وړاندې د يوه بريد په ترڅ کې يې  زيان ليدلی و، کابل ته مو ولېږدول او هلته به يې د صحافت چارې بشپړې شي او بېرته به البيروني کتابتون ته راوړل شي، همدارنګه يې مقر ميوندوال کتابتون د پرانيستنې په اړه هم  خبرې وکړې او دا ژمنه يې وکړه، چې  د وس تر بريده به په هغو ولسواليو کې چې د کتابتونونو اړتيا ده او د کتاب لوستنې زمينه برابره نه وي، موږ به هلته کتابونه رسوو.
بشير محمدي  په ولسواليو کې د کتابتونونو د جوړولو په برخه کې د کليوال ملګري ټولنې غړو همکاري اړينه وبلله، نوموړي په خبره  « له يوه لاس څخه ټک نه خيژي» انشاالله په ګډه به هلې ځلې کوو، چې تر څو د غزني ټولو ولسواليو ته کتابونه ورسوو او کتابتونونه فعاله کړو.
د اطلاعاتو فرهنګ ریس دا ژمنه هم وکړه، چې د کتاب راټولونې لپاره به يوه ځانګړې کمېټه جوړوي، مهالوېش سره سم به له چارواکو او سوداګرو سره منظمې ناستې کوي، تر څو له دې لارې زيات کتابونه راټول کړو.
د لينکن ښوونيز مرکز مشر امان الله افغان د کليوال ملګري ټولنې د فعاليتونو د بیا پيلېدا هرکلی وکړ، نو موړي د کليوال ملګري ټولنې غړي وستايل، چې تل د لينکن ښوونيز مرکز کې  په جوړو شویو غونډو کې يې  ګډون کړی دی، نوموړي  د يوه عالم دا خبره چې کتابونه دريابونه دي، غونډې برخه والو ته مالومات وړاندې کړل، نوموړي وويل کومه سيمه کې چې اوبه وي، نو هلته شاړه ځمکه سمسوره ګرځي، کتابونه هم د انسان په زړه او روان ورته اغېز لري.
نوموړي وويل  زه به د محبي کتابتون سره د کتابونو په راټولولو او کتاب ورکولو کې همکاري کوم او نور ملګري يې هم مخاطب کړ، چې کليوال ملګري ټولنې په غزني کې د محبي کتابتون پرانيست غونډه رابللې او دغه يې ستر ابتکار وبلل او د خپلې بشپړې او هر اړخيزې مرستې ټټر يې وواهه.
اسدالله بلهار جلالزي د کتاب په اهميت خپلې خبرې پيل کړې، نوموړي وويل بې کتابه کور بې روحه جسد دی، که غواړو چې راتلونکی تظمین کړو، نو مطالعه مهمه ده، کتاب باید د ځان ملګری کړو، موږ باید تل په دې هڅه کې و اوسو، چې له ځان څخه نوښت پيل کړو، تر څو نور ځوانان او ملګري هم په خپلو کورونو کې کتابتونونه  جوړ کړي، ځکه کتاب د هرې ناروغۍ درمل او د هر پرمختګ کونجي ده،  نوموړي د کليوال ملګري ټولنې له کتابتون سره د پنځوس ټوکو د کتابونو د مرستې ژمنه هم وکړه او دا يې هم زیاته کړه، چې د محبي کتابتون لپاره به تاسو سره عملا په کمپاين کې ونډه اخلم.
مجيد ژړاند بیا د کليوال ملګري ټولنې په فعاليتونو لنډه رڼا واچوله، نوموړي په خبره که مو تېر کال د غږ میاشتنۍ مجله له چاپ څخه را وايسته، خو نن بیا د کتابتون د پرانیستې شاهدان يوو، د کتابونو چاپ او مشاعرې خو پر ځای پرېږده.
مجيد ژړاند  د غزني امينه قوماندان وروستۍ څرګندونو په اړه هم لنډې خبرې وکړې، چې د کليوال ملګري ټولنې فعاليتونه يې يو څه ټکني کړل، خو نوموړي په ډاډ سره وويل، چې کليوال ملګري ټولنې حرکت د ځوانانو حرکت دی او د خپلو ولسونو  د ستونزو  په اړه به بیا هم د دوی دريځ څرګند وي، دوی تل د ولس سره پاتې شوي او په ولسونو کې د
فکري ويښتوب لپاره هلې ځلې کوي.
هيڅوک نه شي، کولی چې د کليوال ملګري ټولنې فعاليتونو په وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي، کليوال ملګري ټولنې په
تېرو پنځو کلونو کې  زیات پرمختګ کړی دی، چې موږ او تاسو ټول يې شاهدان يوو‎.
په وروستيو کې  محبي کتابتون رسما د پټۍ په پرې کولو سره پرانيستل شو او غونډه په هيواد کې د تلپاتې سولې په ارمان
پای ته ورسېده.
د افغانستان دلوړو زده کړو لومړنی وزير او د کابل پوليتخنيک پوهنتون استاد ارواښاد پوهاند ډاکټرغلام صديق محبي د غزنی ولایت د اندړو ولسوالۍ د صاحب خان په کلي کې زیږدلی وؤ چې د اټومي‌ فزیک په برخه کي یې د ډوکټورا تر کچې زدکړې کړې وې،‌پوهاند صیب په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د ٧٧ کلنۍ په عمر په حق ورسيد.

پوهاند محبي ٤٤ کاله د کابل پولي تخنیک پوهنتون استاد وؤ چې تر څنګ یې د کابل پوهنتون د مشر او په په ١٣٥٦ کال کې دلوړو زده کړو وزارت له جوړيدو وروسته دهېواد دلوړو زده کړو دلومړي وزيرپه توګه هم دنده تر سره کړې وه. له پوهاند صیب څخه د فزيک دعلم په برخه کې څه ناڅه ديرش آثار پاتې دي.

روح دې ښاده او یاد دې تلپاتی وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *