د پکتیکا ولایت په سرروضه ولسوالۍ کې د خښ شوي ماین په چاودنه کې د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د پکتیکا یوه کره دولتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایې، نن سهار لس بجې د سرروضې ولسوالۍ د پړاو په سیمه کې د ملي اردو سرتېرو پر موټر د خښ شوي ماین چاودنه شوي ده.

سرچینه وایې، په چاودنه کې د اردو څلور سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

بل پلو د ښرني ملکي روغتون ته له یادې پېښې دوه ټپي سرتېري ور وړل شوي دي.

له پوره هڅې سره په دې بریالي نه شو چې په دې اړه د امنیتي مسؤلینو نظر واخلو.

محمد اکرم شهاب \ پکتیکا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *