نعمت الله وفا؛
کله چې په کندهار کې، د هوایي ډګر پنځه تنې کارمندې ښځې، د وحشت په ټول نمایش سره ووژل شوې نو د کندهار د ولایتي شورا یوه وکیل، نعمت الله وفا، پر خپله فیسبوکپاڼه داسې یو پوسټ خپور کړ چې د تروریستانو دا عمل یې سل په سل کې تائید کړ؛ داسې چې نور نو د ترهګرو ویاند هم تر دې اضافه دفاع نه شوای کولای؛ دا داسې یو بېساري جنایت وو چې آن دهشتګرو یې هم پړه پر غاړه وا نه خیستای شوای خو دې د نر بچي وکیل یې سخته ستاینه وکړه؛ دې تر جنایت ور پورته عمل یې په مخالفت کې ډېر عکس العملونه را و پارول.
تر دې لا عجبه دا چې له دې انتیک وکیل سره آزادۍ راډیو، د ده د تروریزم پالونکي پوسټ په باب مرکه وکړه؛ دی، د دې پر ځای چې پر خپل دغه افراطیت تائیدوونکی عمل پښېمانه شوی وای نور هم ور پسې وښوئېد او داسې څرګندونې یې وکړې چې خبره یې نوره هم پسې خرابه کړه.
دا ډېره د افسوس خبره ده چې د منډیګک د پنځه زره کلن تمدن لرونکي ولایت، د لوی امپراتور احمد شا بابا او ملي مشر حاجي میرویس خان نیکه د آرامګاوو تر منځ، د سیاست پر چوکۍ او د خلکو پر سرنوشت واکمن نعمت الله وفا غوندې کسان ناست دي چې په وجود یې انسانیت، علم، فرهنګ او سیاست شرمیږي؟
اجازه راکړئ چې د دې شرم، دا کرښې، په بدلون اونیزه کې، په دې نیت ثبت کړو چې ځوان نسل عبرت ځنې واخلي، په و شرمیږي او د داسې نور شرم د مخنیوي لپاره روښان، را ویښ او داسې یوه سراسري بدلون ته لار پرانیزي چې بیا وفا غوندې کسان د افغان ولس پر مقدر د حاکمیت شیطاني خوب و نه شي لیدلای.
وفا په پیل کې آزادۍ راډیو ته وویل:
….دا چې زموږ په افغانستان کې د تعليم کچه، ټولو ته بهتره مالومه ده چې يو څه کمزورې ده؛ تحلیل يو څه کمزوری دی.
آزادي راډیو: تاسو واياست چې خلکو درک نه کړای شوای ستاسو خبره؛ دا پوسټ تاسو د همدغو وژل شوو ښځو په اړه کړی دی؛ ايا له دې پوسټه مو دا هدف نه دی چې که دا ښځې نه وای را وتلي، نه به وژل کېدلې؟
وکیل وفا: زما په دې کې هدف همدا وو، ښکاره او په ډاګه همدا وايم، چې هدف مې همدا دی چې ښځه په دوه ويشتمه سېپاره، اول مخ کې، الله رب العزت فرمايې:
(وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى…)
ښځه د الله پاک قاطع صریح امر عام دی چې ښځه بايد په خپل کور کې، دا د ښځي د پاره الله پاک يو اعزاز ور کړی دی، يو عزت يې ور کړی دی، يو شرف يې ور کړی دی چې ښځه بايد بې اجازې، د خپل مېړه څخه و نه وځي او حتا حق د دې نه لري چې دا دې بل ځای کار وکړي؛ دا حق يې د خپل مېړه دی چې مېړه بايد دې ته نفقه پيدا کړي.
راډیو: په دغو وژل شويو ښځو کې، يوه يې کونډه وه او د اولادو لپاره يې پخپله بايد نفقه پيدا کړې وای؛ دوی هیڅ نارينه نه درلودل چې د دوی لپاره يې پيسې ګټلي وای؛ خلک انتقاد کوي چې که ښځي په هوايې ډګر کې د تلاشي په ځای کې کار و نه کړي نو ايا مطلب مو دا دی چې د ښځو تلاشي بايد سړي وکړي؟
وکیل وفا: نه، يو دا چې د شریعت د نګاه څخه، هر هغه کار چې تر خير يې شر زيات وي نو هغه حرام بلل کېږي؛ دوی چې هلته تلاښۍ کولې، زه د دوی د تلاښۍ خلاف نه يم؛ نه زما هدف دا وو چې ښځي ولي هلته تلاښي کوي؟ هدف مې دا وو چې دا ښځي که هلته تلاښي کوي، ودې کړي؛ امآ په حجاب کې دې وکړي.
راډیو: وفا صاحب! څنګه ويلای شئ چې دوی بايد په حجاب کې کار وکړي، دوی خو سر تر پايه پوښلي وې؛ يعني دوی چې کوم وخت وژل شوي دي، هغه وخت يې هم چادرۍ پر سر دي؟
وکیل وفا: دا ټوله دنيا دا وايي چې دوی د حجاب په حالت کې وژل شوي دي؛ اما د حجاب په حالت کې هغه وخت وژل شوي چې را وتلي دي، ليکن هلته چې دوی تلاښي کوي، په هغه حالت کې دوی نه په حجاب کې يي او نه هغه کړه – وړه، رويه د اسلام د چوکاټ سره سمون خوړی؛ د دې ښځو په شهادت غمګین يم، کورنۍ ته يې صبر جميل غواړم.
که زه و ټول کندهار ته ما خپل وکالت، خپل صداقت، خپل نېک ټول کارونه، له هري نګاه څخه خلکو ته ثابت کړي دي؛ د خلکو د انتقادو مخنیوی ځکه نه کوم، که مې ناکي کړې وه، هم به مې ګناه توی شي او که پر حق ومه، ښه به مې ګناه توی شي.
راډیو: تاسو وويل، چې تاسو د کندهار د ټولو خلکو وکيل ياست، نو تاسو ته خو ښځو او نارينه وو په ګډه رايه درکړې وه؛ تاسو په ګډه ټولو نارينه وو او ښځو انتخاب کړي ياست؛ نو په دې اړه خو ښځې هم تاسو ته د رايې لپاره له خپلو کورو را وتلې وې؛ تاسو ته يې رايې در کړي وې؛ ايا تاسو واياست چې دغو ښځو غلطي کړې ده، ناسم کار يې کړی دی، بايد په کور کې کښېنستلي وای او تاسو ته يې رايه نه وای در کړې؟
وکیل وفا: وو، رايه چې ماته هر چا را کړې ده، هغه يې په حجاب کې بايد را کړې وای، نوره رايه که ماته را کوي، هغه بايد په حجاب کې را کړي؛ ما نه دې ور ته ويلي چې تاسو ماته بې حجابه رايه راکړئ.
راډیو: تاسي کولای شئ چې زموږ اورېدونکو ته دا خبره وکړئ، چې حجاب ستاسو په نظر څه شي دی؟
وکیل وفا: زما په نظر پرده، عزت يعنی نامحرم څوک چا ته و نه ګوري؛ نو دې ته حجاب ويل کيږي.
راډیو: راځئ چې داسي وانګېرو چې ګواکي دوی په حجاب کې نه وې؛ آيا يو انسان دا حق لري چې د بل انسان قتل وکړي؟
وکیل وفا: شخصاً پخپله زه يم چې دا شاهدي په دنيا او اخيرت کې ادا کوم.
راډیو: چې څنګه؟
وکیل وفا: چې داسي شاهدي ادا کوم، چې داغه نه يوازي د کندهار په ميدان هوايې کي، خبره مې عامه ده، خاص نه ده، خاص و شهيدانو خويندو ته نه ده؛ نه يوازي د کندهار په ميدان هوايې کې، په کابل کې، نورو، عام ټول افغانستان يې ويني، چې د خلکو سره بېخونده او بې معنا خبري کوي؛ د دې شاهدي زه په دنيا او اخيرت کې ادا کوم، د ټولو خبرو، دټولو اغه داوو، چې په داسي يو خطرناک حالت کې، چې دلته دښمنان د هري خوا راته مواجي دي؛ نو په دې يو حالت کې دا دوني مجبوره يي، چې دا ولاړه سي او هلته په ميدان کې کار وکړي؛ نه بايد داسي شوي وای؛ دا بايد د خپل کور پر شاوخوا، هلته يې په مزدوري خپل بچيانو ته حلاله نفقه پيدا کړې وای.
راډیو: چې دباندي و نه وځي، کار و نه کړي او په داسي ځايو کې، لکه دا هوايي ډګر چې دی، يا پوليس دي، يا هوايې ملکي، يا داسي ځايونه، چې هلته بايد ښځي د ښځو سره په تماس کې وي، نه نارينه؛ نو هلته ښځې به له کومو ځايو څخه راځې موږ ته، آيا له خارجه به راځي؟
وکیل وفا: هغه تعليم چې دې په هر ځای کې حاصل کړی وي، کم مسلک، د کمې رشتي خاونده چې دا وي؛ دهغې رشتي څخه هم دا په خپل کور کې استفاده کولای شي.
راډیو: يعني په خپل کور کې، همدغه کار دا کولای شي چې ښځي بايد تلاشي کړي؛ هغه دې په کور کې هم کولای شوای؟
وکیل وفا: کم مسلک چې دا لري او کم قوت، کم ذهني قوت چې دا لري، که يې هدف د روزي پيدا کول وي، هغه په خپل کور کې هم دا حاصلولای شي؛ کالي هم پرېولای شي، د بل مزدوري هم کولای شي او خياطې هم کولای شي، بل هم کولای شي او بل هم کولای شي.
راډیو: د ښځو د وژل کېدو په اړه څه واياست، چې يعنې دغه يو وحشيانه عمل بولئ او د دوی وژل کېدل غندئ؟
وکیل وفا: خو دا چې په خوله مې نه ده اظهار کړې او يا خلکو تحليل زما د دې ليکني څخه نشو کولای؛ سل فيصده دغه وژنه زه غندم.
اداره
بدلون اوونيزه/ دريم کال/څلورمه / پرلپسي ۱۰۸ مه ګڼه/يکشنبه/ جدي/۵/ ۱۳۹۵