محقق ته د تحقيق د نورو مهمو کارونو سربېره د څېړنېزې موضوع لپاره خاکه ، اوټ لين او لړليک جوړل هم ضروري دي.
خاکه د اردو ژبې لغت دی، په عربي کې(خطة) او په انګريزې کې(Synopsis) وايي، يعنې د کارهغه پلان، لنډيز، کړنلاره يا اومه نقشه چې د کتاب، رسالې، مونوګراف، تېزس او ډيزرټيشن دمخه جوړېږي، د خاکې څخه عبارت دى.
عبدالحميد عباسي وايي: (د څېړنې لپاره چې کومه ټاکلې موضوع پر څپرکيو، سرليکونو او بحثونو باندې ويشل کېږي، د خاکې (Outline) په نوم يادېږي.
يو بل عالم وايي: (تحقيقي خاکه په عامه توګه د آر تحقيقي يوه لنډه پېژندنه ده.)
په ځينو ځايونوکې د خاکې معنا د پلان سره برابره ده، يو بل نظر دى: (خاکه د بېلابېلو تصوراتو، وېشلو، اوډلو او يو له بله سره تړلونوم دى، د څېړنېزو کالبونو سربېره، د ژوندپه هره څانګه کې ترکار دمخه چې کوم پلان جوړېږي هغې ته خاکه وايي. (۲۶: ۴۴ـ ۴۵مخونه)
خاکه د څېړونکي د څېړنې لپاره ډېره مهمه ده او محقق کولى شي چې دخاکې په مرسته په مستقيم ډول د خپل کارپلان رهبري کړي، دا يوه اساسي او بنيادي مرحله ده، دې مرحلې ته د بحث او پلټنې تنظيمي هېکل هم ويل کېږي.
د خاکې په باب د اردو ژبې مفهوم داسې دی:(خاکہ، دراصل کسی عمارت، منصوبے،کتاب یا مقالے کا ابتدائی تصوراتی ہیولا یا نقشہ ہے جس پر ساری عمارت تعمیر کی جاتی ہے یا تحقیق و تفتیش کی جاتی ہے)
ژباړه:په حقیقت کې خاکه د تعمیر، کتاب، مقالې(د څېړنې عام او خاص جوړښتونه) لومړنی یا ابتدايي جوړه شوې نقشه ده چې د عمارت په جوړولو کې مرسته کوي او د څېړنې په ښه پرمخ وړلو کې مرسته کوي.
ای جي رات د خاکې د مفهوم په هکله داسې وايي:
“An outline is simply an orderly plan in writing, division and arrangement of ideas. Its principal function is to indicate the relationship of ideas to each other.”
ژباړه:
انجينر د بېلا بېلو تعميرونو د ابادولو لپاره مختلفې نقشې جوړوي، د مسجد لپاره يو ډول نقشه، د کور لپاره جدا نقشه او د بېلابېلو اهدافو لپاره ډول ډول نقشې تياروي، دا نقشې د تعميراتو د ابادۍ نه مخکې ضروري او د آبادۍ اساس او بنياد ګڼل کېږي، دغه ډول د بېلابېلو څېړنو اوبېلا بېلوتخصصاتو لپاره مختلفې خاکې جوړېږي.لکه څنګه چې د تعمير دجوړولولپاره نقشه ضروري ده، په همدې ډول د څېړنې او پلټنې لپاره د خاکې جوړول يواساسي کاردى.
د خاکې په جوړولوکې څېړونکى بايد د ډېر قوت، مهارت، فکر، سوچ او دقت سره د کاغذ پرمخ جوړه کړي، په خاص ډول په اړونده موضوع او په عام ډول د نورو ليکوالو او محققینو خاکې بايد مطالعه او د نظرنه تېرې کړي، ځکه چې د نورو ليکوالو د خاکو په مطالعې سره بايد د محقق خاکه نوې او د نورو محققینو له خاکو جوړولو، طرز او طريقې نه یې مثبته استفاده کړې وي. (۱۲: ۳۱مخ)
يوه ډېره ښه خاکه هغه ده چې د ژورې مطالعې او فکر کولو څخه وروسته رامنځته شي.
په خاکې کې د سرلیکونو ځای د ضرورت پر اساس بدلولی شو او یا ورته تغیر ورکولای شو، د خاکې ګټه دا ده، که چېرې محقق ته کوم نوی عنوان ذهن ته راشي نو کولای شي چې پکې ځای پرځای کړي.
اکثره علمي رتبو او تحصیلي اسنادو د لاس ته راوړلو لپاره اثار لیکل کېږي چې خاکې ورته مخکې له مخکې جوړیږي او مربوطه ادارو ته ورکول کېږي چې د دې کار یوه نیمګړتیا دا ده چې خاکې په ډېره عجله جوړې شوې وي او محقق د خاکې په هکله زیاته مطالعه کړې نه وي. د خاکې جوړولو لپاره له ټولو مهمه مسله د موضوع اړوند زیاته مطالعه ده.
د روزمره ښه او کامیاب ژوند تیرولو لپاره یو کامیاب پلان ته ضرورت وي. باید د ژوند لپاره یوه طرحه ولرو او د خوشحاله ژوند لپاره د اینده په فکر کې اوسو او د خپل تیر ژوند نه عبرت واخلو او د حال په قدر پوه اوسو.
د څپرکیو ویشنه
اکثره علمي او تحقیقاتي لیکنې د دې لپاره په برخو او څپرکیو ویشل کېږي چې د کار ساحه او برخې یې څرګندې وي. که چېرې لیکوال ته کوم نوی سرلیک مخې ته راځي نو کولای شي چې په خپل ځای کې یې ذکر کړي او همدارنګه کولای شي چې که کوم سرلیک یې خوښ نه وي نو ختمولای یې شي.
د موضوع انتخاب او همدغې موضوع ته خاکه جوړول او په برخو برخو ویشل یې د نیم کار پوره کول دي. د خاکې څپرکي بايد معلوم وي، دا چې اول څپرکى، دویم څپرکی او په همدې ترتيب د څپرکيو راوړل په خپل ځاى د څېړنې خاصه تجربه غواړي. د څېړنې د اصلي موضوع، د څپرکیوسره معنوي رابطه او د سرلیک د اصلی متن سره رابطه ضروري ده، ترڅو د موضوع د عنوان په لوستلو د څېړنې اصلي روح سره لوستونکى بلد شي، دغه شان د څپرکيو ترمنځ هم معنوي رابطه مهمه ده، د هرڅپرکي لوی سرليک باید، د عنوانونو سره د معنا له مخې رابطه ولري.
د خاکې ترتيب او جوړول، د څپرکيو په خپل ځاى راوړل او د عنوانونو ترتيب او تنظيم په څېړنې کې مهم دى.
د يوې څېړنې د موضوع څپرکي، لوى او واړه سرليکونه، ترتيب او تنظيم اواشارې له دې امله اړين دي، چې څېړونکى د هغې له مخې د منابعو په لټه کې کېږي، عبارتونه لټوي او اقتباسونه نقل کوي، له دغسې ترتيب او تنظيم پرته د اړوندو عباراتو تلاش زښت زيات ستونزمن دى.
په خاکه کې د ځاى د موقيعت له مخې هر فصل (څپرکى) پرخپل خپل ځاى راغلي دي او په هرڅپرکي کې هر لوى او وړوکى سرليک هم پرخپلو ځايونو راغلي دي.
د څپرکیو ترتیب او تنظیم
د خاکې له مهمو ځانګړنو یوه برخه د څپرکیو ترتیب دی. محقق باید په دې پوه شي چې لومړی څپرکی کوم او همدارنګه په ترتیب سره تر پایه پورې څپرکي یو د بل پسې څنګه راوړي. دی باید د دې علمي صلاحیت درلودونکی وي چې په هر څپرکي کې کوم کوم سرلیکونه راوړي. هر څپرکی باید له بل څپرکي سره معناییزه رابطه ولري او د څپرکیو تر پایه پورې باید دغه رابطه موجوده وي.
د لویو سرلیکونو علمي رابطه
په خاکه کې څپرکي وي او همدارنګه هر څپرکی بېلا بېل لوی معنا لرونکي سرلیکونه لري. باید د څپرکیومعنوي اړیکو سربیره هر لوی سرلیک د بل لوی سرلیک سره هم رابطه ولري. که چېرې محقق( د حمزه بابا په شعرونو کې د معنا له مخې عرفاني شعرونو شننه) تر سرلیک لاندې موضوع باندې تحقیق کولو اراده ولري نو دی دې د حمزه په شعرونو کې یوازې او یوازې همدغې برخې باندې کار وکړي او همدارنګه د ده په موضوع کې باید د حمزه بابا د شعرونو د ټاکل شوې موضوع اړوند سرلیکونه وي او باید د دې موضوع پر شاو خوا وګرځي او د موضوع نه باید خارج نه شي. هر سرلیک باید د عنوان سره رابطه ولري.
د کوچنیو سرلیکونو رابطه
په خاکه کې د څپرکیو سربیره د لویو سرلیکونو تر منځ محتواییزه رابطه هم اړینه ده او همدارنګه د کوچنیو سرلیکنو اړیکه له لویو سرلیکونو سره او همدارنګه له کوچنیو سرلیکونو رابطه هم اړینه ده.
د لوی سرلیک له اصل موضوع سره رابطه
د څېړنې عنوان بايد د ټولې څېړنې نماينده ګي وکړي او د محتوا او منځپانګې له مخې له ټول متن سره معنوي تړاو ولري.
د سر ليک الفاظ بايد کم وي او که د عنوان د الفاظو په کمولو د عنوان معنا ته زيان پيدا کېږي، نو ښه دا ده چې الفاظ بايد کم نه شي د عنوان له الفاظوڅخه د موضوع محتوا څرګند کېداى شي.
د څېړنېزو موضوعاتو سرليکونه د تخليقي موضوعاتو له سرليکوو سره کاملاً توپېر لري.
ځينې داسې شعري ټولګي او يا منثوري مجموعې شته دي چې د سرليک په لوستلو يې نشو څرګندولى، چې شعري ټولګه ده او که نثري ټولګه ده. په نثري ټولګو کې داسې نمونې هم شته، چې له سرليکونو يې دا نه شو ثابتولى چې ناول، رومان او که لنډه کيسه ده، خو د تخليقاتو برعکس د تحقيقاتو سرليکونو ښکاره، واضح ، څرګند او د اصلي متن سره يې معنايي رابطه وي. د کميت په لحاظ د څېړنې کالبونو ته بايد بېلابېل سرليکونه ورکړل شي.
د (مقالې، رسالې، کتاب، مونوګراف، تيزس او ډيزرټيشن) لويوالى او پراخوالى ځينې وخت سره توپېر لري نو له همدې امله د سرليکونو په انتخاب کې بايد دقيق اوسو.
د يوې تحقيقې مقالې لپاره بايد محدود سرليک انتخاب شي، خو د ډيزرټيشن لپاره بايد لوى او پراخ سرليک غوره شي.
د يوښه څېړونکي د څېړنې سرليک بايد د اصلي متن نه نماينده ګي وکړي او دسرليک په لوستلو کې بايد د اثر تصوير مخې ته راشي.
ډېر داسې کتابونه شته دي چې لوی سرلیک يې د منځپانګې سره معنوي تړاو نه لري، د شير افضل خان بريکوټى (د پښتو شعر و ادب تاريخ) تر سرليک لاندې يو اثر ليکلى دى، د دې اثر سرليک د منځپانګې سره پوره رابطه نه لري. سرليک یې ډېر پراخ او لوى دى او د کميت په لحاظ د پښتو ادبياتو (لرغونې، دويمې او درېيمې) دورې د شعر او ادب پر تاريخ بايد بحث ولري، چې د لرغونې دورې او دويمې دورې ادبياتو بحث په کې په نشت حساب دى، څېړونکى بايد هېڅ کله د يو اثر لپاره داسې موضوع انتخاب نه کړي، چې عنوان دې نيمګړتياوې ولري. بايدچې څېړنه د خپل عنوان سره مطابق او عنوان د څېړنې سره موافق وي، هسې نه چې د موضوع عنوان يو شى او څېړنه د بل شي نه حکايت وکړي.
منهج البحث کې د عنوان په هکله داسې بیان راغلی دی:
د څېړنېزې موضوع سرلیک باید د هر بل ډول اثر سرلیک په څېر په دقت وټاکل شي، یو ښه سرلیک د کار اهمیت او ارزښت لوړوي، ډېر لوستونکي او علاقمندان یې مطالعې ته جلبوي، شاید تر اوسه پورې مو ډېر په زړه پورې عنوانونه لیدلي وي، که څه هم د ټول کتاب د مطالعې لپاره مو وخت نه درلوده نو شاید چې د کتاب عنوان ستاسو په ذهن کې ژوندی پاتی شي او د هغې د مطالعې ذوق مو ژوندی پاتې شي. کله چې عنوانونه په مسلکي مهارت سره وټاکل شي، نو هغه څوک چې د کتاب د لوستلو سره ډېره کمه علاقه لري، هغه هم دې ته متوجې کوي چې کتاب ولولي نو په څېړنه کې د لوی سرلیک اړیکې د خاکې سره اړینه ده او همدانګه موضوع باید هم د خاکې سره علمي تړاو ولري. (منهج البهث، ۲۵ مخ)
په پای کې د دې خبرې یادونه اړینه بولم: د یوې موضوع خاکه باید د لوی سرلیک سره، له څپرکیو سره، له لویو سرلیکونو سره، له کوچنیو سرلیکونو سره، هر څپرکی د بل څپرکي سره، له لوی سرلیک له ټولو لویو سرلیکونو سره، هر لوی سرلیک له ټولو کوچنیو سرلیکونو سره، کوچني سرلیکونه یو د بل سره ټول ځنځیري معنوي رابطه ولري.
د خاکې اهمیت
د تحقیق فزیکي او معنوي جوړښت پلی کول په څېړنه کې کې خپل خپل ارزښت، ځینې لیکوال په شکلي خوا او ځینې بیا په محتوا تاکید کوي.
خاکه د څېړنې په پيل کې د دې لپاره جوړيږي چې د په تحقیق کې د لیکوال سره په عملي کار کې مرسته کوي او دې ته د چراغ حیثیت لري.
د څېړنې په کارونو کې خاکه زیات ارزښت لري، د څېړنې څپرکي، لویي او وړې برخې او همدارنګه اصلي او فرعي سرلیکونه پکې موجود وي.
په تحقیق کې مخکې له مخکې مواد او مراجع پیدا کول، د هغو فهرستونه کتل او د نویو عنوانونو د پیدا کولو په هکله کوښښ کول د دې لامل کېږي چې محقق د تحقیق لپاره نوې او په زړه پورې مخاکه جوړه کړي.
د ښې خاکې جوړولو لپاره چې نوي سرلیکونه پکې وي او نوې فرضيي پکې اثبات ته رسېدلي وي، محقق مجبوره دی چې د ځانګړې موضوع په هکله اثار مطالعه او موادو ته یې په انتقادي نظر او د شک په نظر وګوري ترڅو چې دی د نويو سرلیکونو د پيدا کېدو په کار کې کامیابه وي.
د ښې خاکې په جوړولو کې د انتخاب شوې موضوع په هکله لیکل شوي اثارو خاکو مطالعه ضروري کار دی.
۱: د لیکلړ د څپرکیو، لویو او وړو سرلیکونو تر منځ باید منطقي تسلسل موجود وي، د هر فصل لویو او وړو سرلیکونولپاره دې په زړه پورې او جذاب عنوانونه غوره شي. ښه به دا وي چې هرڅپرکی او یا د موضوع هره لویه برخه په ځانګړي مخ کې پیل شي.
۲: په لیکلړ کې د اصلي موضوع لوی عنوان باید د فصلونو له عنوانونو سره معنایي اړیکه ولري، د ټولو لویو او وړو سرلیکونو سره هم معنوي تړاو ولري.
د هرڅپرکي منځپانګه د بل څپرکي منځپانګې سره،د هر څپرکي لوی عنوان د خپلو لویو او وړوسرلیکونوسره، ټول څپرکي له ټولوسرلیکونوسره او ټول سرلیکونه له ټولوڅپرکیوسره د ځنځّیرپه شکل په معناکې سره رابطه ولري.
۳: د هر څپرکي لوی عنوان باید د محتوا سره او هر لوی او وړوکی سرلیک د موضوع د منځپانګې سره متناسبه او علمي اړیکه ولري.
۴: د لیکلړ په لیدلواو لوستلوسره بایدلوستونکی د اصلي موضوع محتوا انځورکړي اوپه دې پوه شي، چې موضوع د څه شي په اړه لیکل شوې ده.