امین عادل

د کابل-میدانښار سړک د افغانستان د کابل-کندهار او هرات د لویې او سوداګریزې لارې یوه برخه ده، چې له یوې خوا کابل له کندهار او هرات سره نېښلوي او بلې خوا کابل د هېواد له مرکزي ولایتونو لکه بامیان، دایکندي او غور سره نېښلوي.

د کابل- میدانښار سړک نه یوازې کابل له مرکزي ولایتونو، سویلي او لودیځي حوزې سره نېښلوي بلکې د چمن، اسلام قلعه، تور غونډۍ… د بندرونو بوج هم په همدې سړک دی، چې هره ورځ زرګونه سوداګریزې لارۍ پرې تګ راتګ کوي.

Kabul- Maidanتېر کال د کابل- لوګر ۴۵ کیلومتره سړک د دویم لین چارې پیل شوې. د هغه سړک جوړول زموږ ټولو هېوادوالو او په تېره بیا د هېواد د سویل ختیځو ولایتونو لپاره ښه زېری ؤ، تمه ده چې په ښه کیفیت سره جوړ شي او له هغو ټولو مننه چې د اړونده سړک د جوړولو هڅې یې وکړې خو د هغه سړک پر تله د کابل-میدانښار سړک څو برابره مهم او ضروري دی چې باید جدي پاملرنه ورته وشي.

په دې سړک هره ورځ د کوچنيو موټرو ترڅنګ  سترې لارۍ او په تجارتي مالونو بار زرګونه موټر تګ راتګ کوي او څرنګه چې د ورځې له خوا لوی موټر کابل ښار ته د داخېلېدو اجازه نه لري نو د کابل-میدانښار په سړک بې شمېره لوی موټر کابل ښار ته دداخېلېدو په انتظار ولاړ او یا په حرکت کې وي او ډېره ګڼه ګوڼه یې جوړه کړې وي او د عامو مسافرو  لاره یې بنده کړې وي.

هره اونۍ د کابل-کندهار په لویه لار خونړیو ترافیکو پيښو او ددې لارې اقتصادي ارزښت ته په کتو سره خو لازمه ده، چې د کابل-کندهار-هرات ټوله لاره دوه طرفه جوړه شي مګر که اوسمهال دومره مالي امکانات نه وي نو ددې لویې لارې د یوې برخې په توګه خو لازمه ده، چې د کابل-میدانښار سړک خامخا  ژر جوړ شي.

له همدې کبله لومړۍ په پارلمان کې د میدان وردګو او نورو اړونده ولایتونو په استازیو غږ او جدي غوښتنه ترې کوو، چې ددې سړک جوړېدل ضروري وبولي او د راتلونکي کال په بودجه کې ورته پاملرنه وکړي. همدارنګه د وردګو ولایتي اداره چې چارواکي یې هره ورځ په دې سړک تګ راتګ کوي او هره ورځ د خلکو ستونزې  ګوري نو هیله ده، چې دې سړک ته لومړیتوب ورکړي او د جوړېدو لپاره جدي هڅې وکړي.

One thought on “له کابل- میدانښار سړک باید دوه لینه شي/ امین الله عادل”
  1. خدای پاک دی وکړی چې دا سړک ان تر کندهاره دوه لینه شی
    مګر تر میدانښاره خو ډېر شدید ضرورت دی

    وسلام

ځواب دلته پرېږدئ