محمد ابراهیم سپېڅلی

ټوله ورځ په کتابتون کي اخته دی، په الماریو کي يې ګډوډ کتابونه سره سم کړل او ځینوکتابونو ته يې د هري برخي لپاره نومونه ولیکل، چي د اړتیا پر وخت ورته معلوم وي.

شهادت نامه، د پوهنتون ډيپلوم، تذکره، دښوونځي اطلاعنامې، د ورکشاپونو او غونډونو ستاینلیکونه يې د نورو اسنادو سره یوځای د کتابونو د المارۍ پر سر په ځانګړې جعبه کي کښېښودل.

د کمپيوټر مېز يې په لنده ساپه پاک کړ، نوې چوکۍ يې مېز ته سمه کړه، له خوني څخه يې زاړه کاغذونه، وچ قلمونه او د پلاسټیک زړې کڅوڼي راټولي کړې.

د کار په خونه کي پراته کوچونو ته يې نوي پوښونه ور واغوستل، پرمخامخ دېوال يې غټ زنګي ساعت وځړوی او د ناستي ترڅوکۍ لوړ يې د افغانستان نقشه سریښ کړه.

پر راسته دېوال يې د میرویس نیکه او کیڼ اړخ ته يې د لوی احمدشاه بابا عکس په چوکاټ کي داسي مېخ کړل، چي هرڅوک د کار کوټې ته ورسي، نو اول يې سترګي د ملي مشرانو پر عکسونو لګیږي.

الماس د لمانځه مصله ځان ته نژدې کښېښودله او د مخ وچولو اټوال يې هم ترڅنډلو وروسته پر ديوالګیر منظم ټینګ کړ، چي تر اودس تازه کولو وروسته مخ په وچ کړي.

الماس په کوم رسمي دفتر کي دنده نه لري، یوازي له یوې رسنۍ سره د خبریال په صفت فریلانس (حق الزحمه) کار کوي ده، له تیرو کلنوراهیسي د کور دغه یوه کوټه د ځان لپاره دفتر کړې اوله دې ځایه خپلي رسنۍ ته خبرونه او راپورنه لیږي.

اکثره وخت ملګري ګیله ورڅخه کوي، چي «یاره ګرده ورځ په کور ننوتلی يې» بل بیا ورته وايي: «ته بیا څومره پر کور مین یې !»

ځیني همسلکان بیا ورته وايي: « پر فیسبوک چندان نه معلومیږې او بانډار ته هم نه راځې، یاره ډېر ناشوقه يې»

الماس دغه ټول بېځایه ګیله مند کسان ښه پيژني، خو هریوه ته په داسي انداز ځواب ورکوي، چي خوايې بده نه سي.

 الماس له خپل مسلک سره لیونۍ مینه لري، څو ځله له خبریالۍ پرته د لوړ معاش کار ور پیداسوي دي، خو دی وايي

« زه هرکاره نه یم، په دغه مسلک کي به ږیره سپينوم.»

ځینی وخت د رسمي غونډو په وروستیو کي هم کله ناکله چارواکي هم ورڅخه ګیله کوي، چي پوښتنه نه پر کوي او یايې شخصي مجلسونو ته نه ورځي، مګر الماس هغه یوه خبره تکراروي:

«څنګه يې کوې، هم د کور مشر یم هم د کور کشر، زما یوازي له کاره سره کار دی، ناحقه د چا وخت نه ضایع کوم. »

اوس تریوه لسیزه ډېر وخت کیږي، چي الماس د خبریالۍ په ډګر کي له بیلا بیلو(چاپي، ږغیز او تصویري) رسنیو سره کار کړی او کوي، له ده سره زیات لوستي او نالوستي کسان دغه ډګر ته راغلل، بیرته ولاړل او ځینو بیا ښې خوشمړي(روپۍ) هم پکښي پیداکړې، خو د الماس موټرسایکل موټر نه سو.

نوموړي پرخپل نصیب قناعت کړی او ترزیاتو شتمنو کسانو روحي خوشحال دی، له چا ویره نه لري اونه له چا خار خوري، ځکه نه يې د چا غوړمالې کړې اونه چاته په سپکه ګوري.

نن، چي دنوي کال لومړۍ ورځ ده، د کار کوټه يې په دې هوډ په خپله پاکه او منظمه کړه، چي په نوي کال کي به نه یوازي خپل کارونه نورهم منظموي، بلکي له نورو هیوادوالو هم هیله لري، چي سر له همدې ورځي په کارونو کي سستي، په همکارۍ کي ټمبلي، په تصمیم نیولوکي زړه نازړه توب، د کارپر وخت خوب او نورو … ټولنیزو نیمګړتیاوو ته به همدانن سره کرښه کشوي.

الماس د نوي کال دانوې ورځ پر نېک فال نیسي اوله هیوادوالو غواړي، چي د ژوند ټولي چاري په اخلاص، صداقت، ویښتیا،سپېڅلتیا، هیوادپالني، راتلونکي ته په پوره هیله مندۍ او پرځان باندي په کلک باور  شروع کړي.

الماس دواړه لاسونه سره وڅنډل، د میز شاته کښېنست، کمپيوټريې روښانه کړ، له کمپيوترڅخه يې اضافه او تکراري عکسونه، سندري، نیمچه راپورونه، ګېمونه، فلمونه اونور توکي ډیلیټ کړل.

الماس خوشبویه فشاري سپیرې د کار په کوټه کي وپاشله، کمپيوټر ته یې نوی اینټیوایروس هم ورانسټال اود کمپيوټر باندنۍ برخي يې په ځانګړي اوبو پاکي کړې، اوس د الماس د کار کوټه یو رسمي دفتر ته ورته ده.

دده د کمپیوتر ترڅنګ د نوې کال جنتري هم پرته ده، چي د دوه زره اووه لسم کال د جنورۍ پر لومړۍ نیټه يې زرغونه کرښه راتاو کړې ده.

 الماس اوس په خپل دفتر کي د یو بانظم مدیر په ډول د چټک کمپيوټر مخ ته ناست  اود نوي کال د نوي ورځي په اړه د هیوادوالو له خوشباوریو ډک پيغامونه ایډیټوي.

٣١ – ١٢ – ٢٠١٦

کندهارښار، علامه حبیبي واټ

دغه کالم د (سرخط ورځپاڼي) په ۴۰۷ ګڼه کي هم خپور سوی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *