تاند- د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هیڅ کمپیوټر خوندي یا مصون نه دی او دی په خپله مهم معلومات پر کاغذ لیکي او بیا یې لېږي.

د ښاغلي ټرمپ دې خبرې د انلاین ارتباطاتو په اړه نوي شکونه وزېږول.

ټرمپ له دې سره سره چې خپله هره خبره ټویټ (په ټویټر کې خپروي) کوي، له کمپیوټر او ایمیله ډېر لږ کار اخلي.

ټرمپ د نوي کال په ورځ خبریالانو ته وویل«پوهېږئ، که کوم شی درته په رښتیا ډېر مهم وي، ویې لیکئ او په پخوانۍ شېوه یې د پوستې له لارې ولېږئ، ځکه چې هیڅ کمبیوټر خوندي نه دی.»

  د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لړ کې د روسیې د سایبري مداخلې د ادعا په اړه‌یې ناافشا شوي معلومات ترلاسه کړي چې دا اوونۍ به‌یې وړاندې کړي.

ښاغلي ټرمپ په فلوریډا ایالت کې د نوي کال جشن ته د تګ په لاره کې په دې اړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل:

“زه د هک کولو په باب په ډېرو شيانو خبر يم، هک کول داسې مسئله ده چې ثابتول‌يې ګران کار دى، کېداى شي بل څوک لاس په‌کې ولري، زه په هغو شيانو هم پوهېږم چې نور خلک نه‌دي ورباندې خبر، نو امکان نه‌لري نور کسان د وضعيت په باب دومره ډاډمن وي.”

ښاغلي ټرمپ همداراز وویل، لا هم باور لري چې د امریکا د ډموکرات ګوند د چارواکو اېمېلونه د روسانو له لوري نه، بلکې د بل چا له‌خوا هک شوي دي.

تېره اوونۍ د امریکا حکومت د هک کولو د ادعا پر سر ۳۵ روسي ډیپلوماتان له خپلې خاورې وایستل او د روسیې پر ځينو امنیتي چارواکو او ادارو یې بندیزونه ولګول.

د امریکا استخباراتي ادارې وايي، باور لري چې د روسیې حکومت د دې لپاره چې په انتخاباتو کې د ټرمپ له بري سره مرسته وکړي، د انټرنټي حملو يا هک کولو امر کړی و.

د روسیې حکومت د امریکا په انتخاباتو کې لاسوهنه رد کړې ده.

One thought on “ټرمپ وايي، هیڅ کمپیوټر خوندي نه دی، مهم شیان د کمپیوټر له لارې مه لېږئ”
  1. دا جاهل خو ډیراحمق سړی دی په افغانستان کې به احمقان د نسوارو ټېکداران وو خو ترپ په امریکا کې د ښځو ټېکداري نیولې
    ده.
    دا احمق د کیبرنیتیک او ای ټي په مانا نه پوهیږي !!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *