دوکتور غلام غوث  شجاعي

محمد اکبر کرګر –

 استاد شجاعي زما دفلسفي استاد وو ۔ دهغه دشاگردۍ وياړ لرم ۔ زه لا په دويم ټولگي کې ووم چې استاد شجاعي له المان څخه کابل ته راغي اودفلسفي په ديپارتمنت کې استاد شو ۔ هغه په فلسفه کې دالمان له هيواد څخه دوکتورا تر لاسه کړي وه ۔ په فلسفي مسايلو کې دخاص ذوق اوشوق خاوند وو۔ زه يې شاگرد وم خو ورو ورو دکلونو په تېريدو زما اودهغه اړيکي  ددوه دوستانو په څير شوې ۔ ډير به يې هڅولم ۔ اوس هم دبرښت  زنده گي گاليله کتاب له ماسره دهغه دلاس نښه ده  چې يوه ورځ يې دمنځنيو پيړيو په باب لکچر راکاوه ۔  اوبيا يې دغه کتاب سوغات راکړ۔  له هغه وروسته به يې ارو مرو ديو نيم کتاب پيرزوينه اولارښوونه کوله ۔

يوه ورځ مې يوه لنډه کيسه ورکړه چې نظر راته ووايي ۔ استاد دغه مهال په گويته انستيتوت کې هم کار کاوه اودکابل پوهنتون په کتابتون کې به د محترم ابراهيم ستوده سره کښيناستلو ۔ ماته يې دهگل داثارو دلوستلو توصيه کوله ۔  ما دهغه په لارښوونه د  و۔ت ۔ستيس انگليسي فيلسوف دوه ټوکه کتاب ولوست اودهغه لنډيز مې په پښتو وليکه ۔ استاد نور هم هڅولم ۔

يوه ورځ يې گويته انستيتوت ته وبللم اوهلته مې داستاد  په لارښوونه دلومړي ځل له پاره  دوه لنډې کيسې ولوستلي ۔ چې ډير زيات زما دهڅوني اوروزنې سبب شوي ۔  استاد شجاعي  دفلسفي دڅانگي له پاره يو اثر له الماني وژباړه چې فلسفي مفاهيم نوميدل  دغه نوټ يې وروسته ماته وسپاره چې په پښتو يې وژباړم نوموړې اثر هغه مهال دوږمې مجلې په يوه  يا دوه گڼو  کې خپور شو ؛

داستاد يو بل اثر چې دالماني ليکوال بلوخ په باب وو ( خدای وکي چې نوم مې غلط کړي مي نه وي ) ماته په يوه دوسيه کې را وسپاره۔  دا ثر چې گستتنر چاپ وو ؛تر ډيره له ماسره وو ۔خوکله چې زما کور اوکتابتون  داشرارو لوټمارانو له خوا په کابل کې لوټ شو ډير کتابونه مې له منځه ولاړل دغه دوسيه هم په کې وه ۔

استاد هغه مهال په عرفان  مجله ۔ وږمي مجله  اونورو سيمينارونو له پاره مقالي ليکلي اوچاپ شوي دي ۔ يوازې يو ه اوږده مقاله يې  چې يوې رسالي ته پاتې کيږي  په دوه وروستيو پيړيو کې دپښتو چاپي اثارو دسيمينار له پاره کښل شوي چې دپښتو چاپي اثارو په ټولگه کې شته ۔ دغه رساله  پښتو ادبيات اودټولنې سره دهغې اړېکي نوميږي ۔

(محترم سيد محى الدين هاشمي دوينا له مخې ځينې نورې ليکنې هم شته  چې هغه په  پيښور کې داستاد مشر زوى ته فوتو کاپي کړي اوسپارلي دي ـ )

د۱۳۵۸کال دحمل دميشتى لومړۍ اونۍ وه ـ په هرات کې له پاڅون وروسته حالت ډير کړکيچن مالوميده ـ زه دتل په څير دکابل پوهنتون دفلسفي ديپارتمنت ته ورتللم ـ اوله استاد شجاعي سره مې ليده کاته کول ـ  هغه ښار ته راتللو فکر کوم گويته انستيتوت ته تللو  زه وهم وروسره په گاډي کې کښيناستم  په لار کې مو دتل په څير خبري او ټوکي ټکالي کولي ـ هغه راته وويل : اکبره ! سياست مه کوه ! ځکه چې دا اوسنۍ انتظاميه  دکار سړى نه پريږدي  ؛ مړ به دي کړي ـ  ما ورته وويل : زما پوز اوچنه سياست کولو ته نه پاتي کيږي ـ زه سياست نه کوم اونه يې کولي شم ـ نو که دوى مې وژني نو زه به څه وکړم ؟ زه ترې  داطلاعاتو اوکلتور وزارت په مخکې کښته شوم اواستاد ولاړ ـ

زه داستاد خبرو په فکى کې واچولم ـ دوه ورځي وروسته زه هم دانتظاميي ميلمه شوم ـ خو کله چې د۱۳۵۸کال په جدي کې له زندانه ازاد شوم ـ دوه ورځي وروسته په پل سوخته کې داستاد مجروح ليدلو ته ولاړم هغه ډير گرم روغبړ را سره وکړ وې ويل ـ ښه شو چې دساطول له خولې روغ را ووتي ـ سمدواره يې وويل شجاعي يې له موږ واخيست ـ هغه يې وژلي دي ـ په کوټه کي دزياتې شيبي له پاره  سکوت لاسبري شو ؛  داستاد په سترگو کې اوښکي تاو شوي ـ همدومره يې وويل دا هيواد نور دشپو نه دى  ـ له ما يې دخپل هجرت خبره هم دومره پټه نه کړه ـپه تلويزيون کې يې زما دتېرې شپې مرکه ليدلي وه ـ راته وې ويل : قواره دې ښه وه ـ خبرو سره دې دومره موافق نه ووم ـ

هغه بيا خبره داستاد شجاعي په شخصيت را غبرگه کړه ـ شجاعي ډير ښه استاد ووـ  ډير ښه روښانفکر ووـ دوى  دهغه په څير ديوه  ملي ؛عالم اوفاضل شخصيت زغم نه درلود ـ  استاد ډير مضطرب بريښيده ـ يو څوک ورته راغي ؛ زه ترې را ووتلم ـ خو دوه ورځي وروسته خبر شوم چې استادهم   پيښور ته تللي ووـ

وروسته خبر شوم چې استاد شجاعي  په زندان کې دشکنجو اوکړاو په ترڅ کي له يو بل زده کوونکي سيد عبدالرحمان سره چې يو دنگ اوښکلي زلمي وو يوځاى شهيد کړاى شو ـ کورني اوماشومان ترې پاتي شول ـ

اوس چې داستاد له مرگه ډېر کلونه اوښتي دي ـ ومې پتييله چې دهغه مقالي اواٽار چې تر کومه حده ممکنه وي اولاس ته راشي دکتاب په بڼه چاپ کړم په دې کار کې له ماسره ځوان اوفعال استاد ؛ سيد اصغر هاشمي پاچا هم مرسته کوي ـ  دوکتور استاد جنيد شريف داستاد شجاعي نږدى ملگرى په يوه ښکلي اوله سوزه ډک شعر کې هغه ته خپل انتظار  انځور کړي دى  چې دلته يې را نقلووو:

ميمونۍ

دجمعي شپه ده يارانو ،مه ځنډيږئ  

 زه يوازې يم ، خفه يم لارې څارم

نه پوهيږم دکوم ورور په غم غمجن يم

مازديگر شو ميلمنو کله رسيږئ ؟

ما چرگان درته وريت کړي  دي سړيږي

ماکنگل درته ايستلي ويلي کيږي

ما پيالي په سينگارونو کينولي

 ماخبرې زړونه ،زړونه درمند کړي

دايوه شپه له کورونو اجازه شئ

دا جامونه مې په نورو نه لوريږي

دانکلونه دکانو کې نه خرڅيږي

گلبشرې په اور تازه که پيغورونه

 طالب جان له سپينې خولې نه تښتېدلى

دکتاب چنجى دې ورک که له وطنه

 کاشکې تانه واى ښودلي شنه خالونه

آدم خانه درباب غيږه خوندي  کړه

چې درخو په ټوکو ټوکو درنه لاړه

ځوانيمرگې ميمونې نصيب دچا يې؟

 تکه سره پاس په کمره باندې ولاړه ؟

داداوښکو منگى زه درخيژومه

اى دبنگو ليونو، اى ملنگانو

   دا يوه شپه دبنگي کره دېره شئ

دادزړه کچکول مې واخلئ سلا راکړئ

 چې په خپلو وينو کوم کلى خړوب کړم ؟

ما دا سر ټيټ کړى نه دى سر ښکاره کړئ

 چې يې ستاسو له گامونو ځينې جار کړم

دجمعې شپه ده يارانو تاسو څه شوئ ؟

 بې ديدنه سلامونو کې خوند نه وي

 

دزاړه شراب کچکول لا هسې ډک دى

شراب څه دي که پيالو باندې جنگ نه وي

په رباب به دې ناغه واوړي ادمه 

 که دېره کې دې دڅڼو غورزنگ نه و ي

که دمينې په جامونو کې کړنگ نه وي 

په کچکول کې به دسرو وينو رنگ نه وي ـ

 استاد شجاعي په ۱۳۵۸ کال کې د ځينو تنگ نظره او جنايتکارو افرادو له خوا بندي او بيا ووژل شو ۔ روح دې ښاد وي ۔

استاد دوکتور جنيد شريف چې داستاد ېو نږدې ملگری وو دهغه په اړوند يو شعر لري چې دلته يې څو بيتونه را نقلوو ۔

 داستاد شجاعي روح دي ښاد وي ۔

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *