تاند- جنرال دوستم په کابل کې د خپل ملي اسلامي غورځنګ له غړیو سره په یوه غونډه کې وویل چې د ولسمشرۍ له ماڼۍ سره د خپلو اړیکو د بېرته ښه کېدو غوښتونکی دی.

د ایران تسنیم خبري اژانس نن /دوشنبه/ وویل، د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال ته یوې نژدې سرچینې ورته ویلي چې جنرال دوستم له ارګ سره د خپل ګوند د وروستي کړکېچ په اړه د جنبش له غړیو سره خبرې اترې وکړې.

ښاغلي دوستم په دې غونډه کې وویل چې له ولسمشرۍ سره د اړیکو د ترمیم کېدو غوښتونکی دی.

څو اوونۍ وړاندې د جنرال دوستم ویندوی بشیر احمد ته اینج ویلي و، تر څو چې اشرف غني د لومړي مرستیال غوښتنې ونه مني، جنرال دوستم به نه کابل ته بېرته لاړ شي او نه به له ولسمشر سره وویني.

ده ویلي و چې د اساسي قانون تعدیل، د لویې جرګې دایرېدا، له ریاستي په صدارتي د نظام بدلېدا او د واک عادلانه وېش د ولسمشر د لومړي مرستیال اصلي او مهمې غوښتنې دي.

خو بې له دې چې د ښاغلي دوستم کومه غوښتنه پوره شي، نوموړی د ایشچي د قضیې له کبله د فشار په نتیجه کې کابل ته لاړ او داسي ښکاري چې له خپلو عوښتنو تېر دی او اوس په خپله له ولسمشره غواړي چې له ده سره وویني.

د افغانستان لویې څارنوالۍ په وروستیو اوونیو کې جنرال دوستم د ایشچي د قضیې په تړاو جلب کړ خو د نوموړي ویندوی د لویې څارنوالي د جلب حکم د قانون خلاف وباله.

په اساسي قانون کې د څارنوالۍ له لوري د مرستیال ولسمشر د احضارولو په اړه وضاحت نشته.

One thought on “دوستم له ولسمشر سره د اړیکو د بېرته ښه کولو او ورسره لیدلو غوښتونکی دی”
  1. دوستم یو کمو نیست بی سواده خر او مضره حشره ده او هم دزرګو نو مسلما نا نو قاتل دی با ید بدون له محکمی څخه په عام محضر کی قتل او مردار شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *