د پکتیکا له والي سره په یو لړ مهمو مسایلو د ځوانانو ناسته

د نکې، زېړوک او ګیان ولسوالۍ ځوانان وایي، غواړې د خپلو سیمو د پرمختګ لپاره له ولایتي ادارې سره په ګډه هڅې وکړي.

د یادو ولسوالیو لسګونه ځوانانو د دوشنبې په ورځ د پکتیکا له والي محمد الیاس وحدت سره ولیدل او د خپلو سیمو پر وضعیت یې ورسره هر اړخیزې خبرې وکړې.

د بیاروغونې پروژو پلي کېدل، د پوهنې بهیر پیاوړتیا او ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرول یې له عمده غوښتنو وو.

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د ځوانانو جرآت وستایه او دوی ته یې په یادو او ورته نورو برخو کې د هراز همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي وحدت ځوانانو ته ډاډ ورکړ چې په ټول توان به هڅه وکړي څو دغو ولسوالیو ته د بیارغونې اساسي پروژې پیدا او پلي کړي.

پکتیکا والي له ځوانانو غواړي چې په بېلا بېلو ادارو کې د خپلې سویې مطابق بوستونه غوره کړي او په وینا یې اولیت حق به هم د دوی وي.

دیادونې ده چې غیر رسمي ولسوالي نکه او رسمي ولسوالۍ زېړوک او ګیان د پکتیکا لرې پرتې سرحدي ولسوالۍ دي.

———————————

پکتیکا والي : پیاوړي قومي جوړښتونه د ستونزو په هواري کې رغنده رول لري.

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د پکتیکا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره په ناسته کې د قومي جوړښتونو په پیاوړتیا او فعاله ساتلو ټینګار وکړ.

نوموړي له قومي مشرانو مننه وکړه چې په کلیو او بانډ کې یې هر راز ستونزو ته حل لارې لټولې او هم یې له دولت سره هر اړخیزه همکاري ترسره کړي.

دده په خبره، که قومي مشران خپلې هڅې نوره هم ګړندۍ کړي او د مسایلو په هواري کې له ولایتي ادارې سره همغږۍ لا غښتلي کړي نو لرې نه ده چې پکتیکا ولسونه به د ډېرو پرمخګونو شاهد واوسي.

نوموړی له قومي مشرانو غواړي چې د خپلو سیمو په اقتصادي، ښوونیزو، امنیتي او نورو برخوکې له خپل رغنده رول نه په ګټې اخیستنې سره کوټلي ګامونه پورته کړي.

بلخوا د پکتیکا مخور قومي مشران وایي چې د پکتیکا ستونزې به له دولت سره په ګډه همکارۍ هواروي او له خپل نفوذ نه په ګټې اخیستنې به د دولت او ولس ترمنځ همکاري زیاتوي.

ددوی په خبره، هڅه یې تل همدا ده چې په خپلو سیمو کې ستونزې او لانجې د قومي جرګو له لارې حل کړي.

قومي مشران وایي، د پکتیکا د سمسورتیا لپاره به هر ډول همکاري کوي او په دې برخه کې به د هېڅ ډول ستړیا احساس ونکړي.

د یادونې ده، په پکتیکا ولایت کې غوره قومي جوړښونه وجود لري او تر دې دمه یې ښې پایلې لرلې دي.

پاک چاپېریال د ژوند تېرولو اساسي شرط دی.

دغه څرګندونې د پکتیکا مرستیال والي عطاوالله فضلي د دوشنبې په ورځ د اوبو او روغتیا د همغږۍ په اړه جوړه شوې غونډه کې وکړې.

ښاغلي فضلي د غونډې ګډونوالو ته د ځاني او محیطي حفظ الصحې په ارزښت  او دغه راز د پاکو اوبو په اړتیا خبرې وکړې.

نوموړي اړونده مسؤلینو ته په یادو برخو کې اړینې سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه، هڅه باید وشي چې په دغو برخو کې خلکو ته لازم سهولتونه رامنځ ته شي.

مرستیال والي زیاته کړه چې د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست تېر مالي کال په پکتیکا کې ۲۱ بېلا بېلې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.

دده په خبره، که اړونده ادارې په یادو برخو کې خپله همغږي لا هم پیاوړي کړي  نو د چارو په ښه ترسره کېدو کې به مثبت پایله ولري.

مرستیال والي د یونسېف نړیوالې مؤسسې له مسؤلینو ځانګړې مننه وکړه او هم یې  له نورو مؤسسو غوښتنه وکړه چې خپله همکاري ونه سپموي.

په یاده غونډه کې دغه راز اړونده ادارو د تېر مالي کال ګزارشونه وړاندې کړل او هم یې د راتلوونکي لپاره د پروژو په ښه تطبیق هر اړخیزې خبرې اترې ترسره کړې.

سولیډاریټي نړیواله  ( Solidarities International) خیریه مؤسسه غواړي په پکتیکا ولایت کې خپله څانګه پرانیزي.

یاده خیریه مؤسسه د نړۍ په کچه د واش تر نامه لاندې د اوبو رسولو، چاپېریال ساتنې، حفظ الصحې، غذایي مصؤنیت، سرپناه، بېړنیو حالاتو کې مرستې او پراختیایي پروګرامونه پلي کوي.

دغه مؤسسه غیر دولتي او غیر سیاسي مؤسسه ده چې په یادو برخو کې د ولسي خلکو ستونزې هواروي.

په افغانستان کې د سولیډاریټي نړیوالې خیریه مؤسسې مشر لویس ډي فینو سانتوز Luis De Pinho) (Santos  د پکتیکا له والي محمد الیاس وحدت سره په لیدنه کې وویل چې غواړي په پکتیکا کې د بشري مرستو په موخه خپله څانګه پرانیزي.

هغه وویل چې په پکتیکا کې د واش په نوم د اوبو رسونې پروګرام له لارې د وزیرستاني کډوالو او هم سیمه والو لپاره د پاکو اوبو رسولو پروګرام پیل کړي او په دې برخه کې د دوی لاسنیوی وکړي.

نوموړي دغه راز وویل چې د ( E R M  ) په نوم یو بل پرګرام هم پیلوي چې له مخې به یې په بېړنیو حالاتو کې له خلکو سره بشري مرستې ترسره کیږي.

دده په خبره، له داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره به هم په یادو برخو کې مرستې ترسره کړي.

په ورته مهال د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د سولیډاریټي نړیوالې خیریه مؤسسې له یاد ګامه هر کلی وکړ او دوی ته یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي وحدت وویل، د پکتیکا  اوسېدونکي په ځانګړې ډول له شمالي وزیرستان څخه راغلي کډوال بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او په دې برخه کې یې د یادې مؤسسې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

نوموړی دغه راز له نورو خیریه بنسټونو او مؤسسو څخه هم غوښتنه کوي چې د پکتیکا له بې وزلو خلکو سره اړینې مرستې ترسره کړي.

 د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *