تاند- هغه پخواني جهادي قوماندانان او زورواکان، چې په وروستیو کلونو کې یې زیاتې پیسې او شتمنۍ پیدا کړي دي، داعش ته وسلې ورکوي.

کوکچه خبري اژانس له پنجشېر څخه د ترلاسه کړي راپور پر اساس وايي چې له وسلو او مهماتو ډک کانتینرونه له پنجشېر څخه د خاواک کوتل لور ته روانېږي او د شپې له خوا له کانتینرونو څخه وسله کښته کېږي او د اسونو په وسیله د وسلو هغو سوداګرو ته رسول کېږي چې له داعش او طالبانو سره مستقیمې اړیکې لري.

د کانتینرونو خاوندان د سیمې اوسېدونکو ته وايي چې په کانتینرونو کې چاودېدونکي مواد دي چې په کانونو کې د زمردو او نورو قیمتي ډبرو د راایستلو لپاره کارول کېږي.

اژانس همداراز د پنجشېر په خینج او سفید چهر سیمو کې د هیروینو د نویو لابراتوارونو د جوړېدو یادونه کوي او وايي چې نن سبا د پنجشېري ځوانانو په منځ کې د مخدرو موادو کاروبار غوړېدلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *