تاند- په ویتنام کې یوه روغتون اعلان وکړ چې د یوه سړي له نسه، چې ۱۸ کاله پخوا عملیات شوی و، د جراحۍ چاړه راوایستل شوه.
د روغتون مسوولان وايي چې ۵۴ کلن (ما وان نهات) په ۱۹۹۸ م کال په یوه ترافیکي پېښه کې له ټپي کېدو وروسته په روغتون کې عملیات شو.
د نهات نس تقریباً تل څه نا څه درد کاوه خو په وروستیو کې ډاکتر ته لاړ. په الټراساونډ معاینه کې څرګنده شوه چې د دغه سړي په نس کې د جراحي عملیات چاړه شته.
ډاکتران وايي چې دا ۱۵ سانتي متره اوږده چاړه د نهات کولمو ته نژدې وه.
دوی له نهات څخه د چاړې له ایستلو وروسته وویل چې دا چاړه د ۱۹۹۸ کال په جراحي عملیاتو کې له ډاکترانو پاتې شوې وه.
تر دې پخوا هم په ځلونو د جراحي عملیاتو په مهال له جراحانو څخه بیاتي او نور وسایل د ناروغانو په بدن کې پاتې شوي خو ژر یې څرک لګېدلی دی ځکه چې ناروغ ته تکلیف پیدا شوی او ژر یې نورې معاینې کړي دي.