په پکتیکا ولایت کې د پولیو د کاري او تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه
یاده غونډه د سه شنبې په ورځ د پکتیکا مرستیال والي عطاوالله فضلي په مشرۍ جوړه شوه چې پکې د عامې روغتیا، ارشاد حج او اوقافو، پوهنې، ښځو چارو ریاستونو استازو او د پولیو ضد واکسینو تطبیق کوونکي ادارې مسؤلینو ګډون کړی و.
د پکتیکا مرستیال والي عطاوالله فضلي وویل چې پولیو یوه نا علاجه ناروغي ده نو په کار ده چې هر څوک په دې برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي او خلکو ته عامه پوهاوی ترسره کړي.
نوموړي اړونده مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې د پولیو ضد واکسینو د ښه تطبیق په موخه جدي هڅې وکړي او د هرې سیمې ماشومانو ته واکسین ورسوي.
د غونډې په ترڅ کې د راتلوونکي کمپاین په پلان هر اړخیزې خبرې وشوې او په دې برخه کې د عامه پوهاوي کمېټه جوړه شوه چې خلک د پولیو ضد واکسینو په ارزښت وپوهوي.
ټاکل شوې د یاد کمپاین په ترڅ کې له پنځو کالونو کم عمره دوه لکه ماشومان واکسین شي.
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر
کلني ګزارشونه دې د خلکو د اړتیا له مخې ترتیب شي.
یادې څرګندونې د سه شنبې په ورځ پکتیکا والي محمدالیاس وحدت په اونیزه نوبتي اداري غونډه کې وکړې.
د سه شنبې ورځې اونېزه اداري غونډه د والي محمدالیاس وحدت تر مشرۍ لاندې ترسره شوه چې پکې مرستیال والي، د ادارو مسؤلینو او امنیتي چارواکو ګډون کړی وه.
د ادارو مسؤلینو د تېر مالي کال په جریان کې د ترسره کړو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل او هم یې د راتلوونکي مالي کال لپاره د هغو پروژو یادونه وکړه چې خلک ورته اړتیا لري.
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د رئیسانو د ګزارشونو تر اورېدو وروسته په یو شمېر مهمو برخو کې دوی ته اړینې سپارښتنې وکړې.
ښاغلي وحدت وویل، د ادارو ټول مسؤلین دې هڅه وکړي چې د خلکو اساسي غوښتنې درک او د راتلوونکي مالي کال په پلانونو کې ورته پام وکړي.
پکتیکا والي یو ځل بیا د ادارو مسؤلینو او امینتي چارواکو ته جدي سپارښتنه وکړه چې د ولس د هوساینې او ارامۍ لپاره خپلې هڅې ګړندۍ او پراخې کړي.
دده په خبره، د هرې ادارې کړنې باید له نوښتونو او بریاوو ډکې وي.
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر