تاند- د ترکیې پارلمان په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې د خپلو پوځیانو د ماموریت د مودې له اوږدولو سره موافقه وکړه.
د هغې طرحې پر اساس چې د ترکیې صدراعظم پارلمان ته د تصویب لپاره وړاندې کړه، په افغانستان کې د دوو نورو کلونو لپاره د ترک ځواکونو د پاتې کېدا غوښتنه شوې ده.
د دې طرحې پر اساس، چې د ترکیې پارلمان تصویب کړه، ۵۳۲ ترک پوځیان به دوه کاله نور د ناټو تر مشرۍ لاندې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې پاتې شي.
د ترک پوځیانو نوی ماموریت د سږ کال له جنورۍ څخه پیل شو.
ترک پوځیان د ناټو د اکثرو نورو هیوادونو د پوځیانو په شان یوازې افغان امنیتي ځواکونه روزي او یا مشوره ورکوي.
افغانستان او ترکیه له ۱۹۲۱ م کال راهیسي له یو بل سره دوستانه اړیکې لري.