د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی جان کیربي

عطا خان –

په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياند جان کربي د خبريالانو سره د خبرو پر مهال ويلي دي چې د افغانانو له ګډون پرته دغه قسم غونډې د سولې راوستو لپاره ګټورې نه شي ثابتيدلي.

ده زياته کړه چې بايد افغانان د دغه هيواد  د سولې او امن ته منسوبو غونډو کې ضرور شامل کړل شي .

د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا امريکا د دغو درې اړخيزو مذاکراتو ملاتړ کوي که نه په ځواب کې جان کربي وويل

عطا خان
عطا خان

چې امريکا هميشه د افغان دولت تر مشرتابه لاندې د خبرو اترو ملاتړ کړي نو دغه شان افغانستان ته د لا زيات تحفظ او خوشحالۍ لپاره مونږ د ټولو نړيوالو د اقداماتو نه مننه کوؤ .

ده  وويل چې دغسې خبرې اترې بايد د صحيح ادرس نه تر سره او پر مخ لاړې شي. ده  زياته کړه چې مونږ اوس هم د افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله نه ملاتړ کوؤ.

د يو بل سوال په ځواب کښې ده وويل چې امريکا ته په دغه خبرو کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې او موږ هلته نه وؤ تللي نو ځکه زه نشم کولي چې د دغې غونډې په جزياتو خبري وکړم خو بيا هم امريکا د مذاکراتو هر عمل ته ښه راغلاست وايي چې د کومو خبرو مقصد په افغانستان کې سوله او ثبات وي . دغه کار مونږ ټول غواړو .

جان کربي زياته کړه چې کومې خبرې د ملګرو ملتونو او ناټو د چتر لاندې وشي هغه ګټورې ثابيتيداې شي .

ده د يوه بلې پوښتنې په ځواب کې وويل چې افغان دولت زمونږ نه غوښتنه کړې چې په ګلبدين حکمتيار باندې په هيواد دننه او بهر ټول بنديزونه پورته کړو خو ده زياته کړه چې په دې اړه د بنديزونو کميټې پټې غونډې کړی چې اوس مهال په دې هکله فيصله لا نهايي شوي نه ده .

ياده دې وي چې تيره اونۍ په مسکو کې د افغانستان په اړه د درې اړخيزې غونډې نه وروسته د روسيې، پاکستان او چين له لوري په جاري شوي يو شريک بيان کې دوي په افغانستان کې د داعش مخ په زياتيدونکو فعاليتونو او د دغه هيواد په خرابو امنيتي حالاتو نيوکې کړې وې .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *