تاند- نامعلومو وسله والو نن /جمعه/ په بغلان ولایت کې د سکرو ۷ کان کیندونکي وژلي دي.
دا پېښه د بغلان په تاله او برفک ولسوالي کې شوې چې له بامیان سره پوله لري.
د تاله او برفک ولسوال فیض محمد امیري وايي چې د نامعلومو کسانو په برید کې ۷ کان کیندونکي وژل شوي او ۴ نور ژوبل دي.
ولسوال وايي چې دا برید د داعش غړیو کړی دی ځکه چې وژل شوي کان کیندونکي په خټه شیعه هزاره دي.
تراوسه پوري د داعش په شمول د افغانستان د دولت کومې وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
ویل شوي چې وژل شوي کان کیندونکي د دایکنډي ولسوالي د شهرستان ولسوالي اوسېدونکي وو.
دوی غوښتل چې د بامیان له لارې دیاکنډي ته لاړ شي چې په لاره یې مخه ونیول شوه او په ډله ییز ډول ووژل شول.