تاند- د امریکا سمندري ځواک به د پوځي سلاکارانو یوه ضربه قوه په راتلونکي پسرلي کې هلمند ته واستوي چې له افغان امنیتي ځواکونو سره د مشورې او روزنې په برخه کې مرسته وکړي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، نژدې ۳۰۰ سمندري ځواکونه به هلمند ته واستول شي چې کابو یوه لسیزه پکې امریکايي او بریتانیايی پوځیانو د طالبانو پر ضد جګړه کړې ده.

دا ۳۰۰ تنه به د افغانستان د ملي اردو د اتل ۲۱۵ قول اردو او د پولیسو د ۵۰۵ زون ځواکونو ته مشورې ورکړي.

دا سمندري ځواکونه به د لشکرګاه په کمپ کې دېره شي خو ورسره په یو وخت به په نورو اډو کې هم مېشت وي.

واشنګټن پوسټ د جمعې په ورځ د سمندري ځواکونو د افسرانو په قول وویل چې ممکن دا پوځیان په هلمند کې له جګړې سره مخامخ شي.

برید جنرال روجر بي ټونر وویل«موږ دا یو خورا خطرناک ماموریت ګڼو ځکه پکار ده چې زموږ پوځیان مخکې تر مخکې د دې ماموریت لپاره پوره تریننګ وکړي.»

تر ۲۰۱۴ پوري په هلمند کې شاوخوا ۲۵ زره بریتانیايي او امریکايي پوځیان مېشت ول.

په دغه ولایت کې د افغانستان تر بل هر ولایت زیات شمېر بریتانیايي او امریکايی پوځیان وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *